'هغوی زما د زوی ذهن اړولی و': د کرد جنګیالیو کورنۍ د ۴۰کلنې جګړې پای ته شېبې شمېري

د عکس سرچینه، MUSTAFA OZER/AFP via Getty Images)
- Author, سالي نبيل
- دنده, بي بي سي- عراق
کله چې تېره مياشت ناقانونه ګرځول شوې د کردستان کارګر ګوند (PKK) اعلان وکړ چې دوی به د ترکيې پر ضد خپله د څو لسيزو وسله واله مبارزه پای ته ورسوي او ځان به منحل کړي، ليلا هیله منده شوه، چې ښايي ډېر ژر به له خپل زوی سره بېرته يو ځای شي.
ليلا، چې پخوا يې سينډويچ پلورل، درې کاله وړاندې یې خپل کور پرېښود او له کردستان کارګر ګوند سره يوځای شوه. دغه ډله د ترکيې، امريکا، بریتانيې او اروپايي اتحاديې له لوري ترهګر سازمان بلل شوی دی. لیلا د عراق او ايران تر منځ پوله کې د قندیل غرونو ته ولاړه.
نوموړې وايي، له هغه وخت راهيسې چې زوی يې له کردستان له ډلې سره یو ځای شو، يوازې دوه ويډيوګانې يې ورلېږلي دي. وروستۍ ويډيو يې په مارچ کې وه. نور يې بیا نه دی ليدلی.
ليلا، چې نوم مو ور بدل کړی، ځکه له یادې ډلې د انتقام وېره لري، وايي: "کله چې مې د دوی د دغه اعلان خبره واورېده، ډېر خوشحاله شوم."

د عکس سرچینه، Getty Images
وخت تېر شو، خو څه بدل نه شول
له څلوېښتو کلونو راهیسې د کردستان کارګر ګوند د ترکیې حکومت سره په جګړه کې دی او دا په نړیواله کچه یوه له اوږدمهالو شخړو ګڼل کېږي. په دغې جګړه کې له ۴۰۰۰۰ډېر خلک وژل شول دي، چې لویه برخه یې ملکیان دي.
بي بي سي له يو شمېر کورنيو سره خبرې کړي دي، ځينو دغه ډله سخته وغندله، خو نورو د خپلو وژل شوو خپلوانو پر مبارزه وياړ کاوه او باور لري چې دا قربانۍ به د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.
کله چې د کردستان کارګر ګوند د نه جګړې اعلان وکړ، نو دا په ترکیې کې د لږکیو کردانو او د ترکیې ګاونډیانو لپاره، یوه تاريخي شېبه وګڼل شوه.
دوی له دې اعلان وروسته او بیا تر اوسه له ترکيې سره د سولې رسمي خبرې نه دي پيل کړي او نه یې هم اوربند کړی. خو دواړو خواوو ته د اوښتې مرګ، ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.
د کردستان کارګر ګوند او د بندي شوي مشرعبدالله اوجلان ملاتړي د ترکیې په سوېل ختیځ کې، وروسته له هغه راټول شوي چې تېره میاشت یې ډلې وویل، چې ځان منحلوي.
د پي، کې، کې ملاتړي، وروسته له هغې، چې دغې ډلې د منحل کېدو، اعلان وکړ د ترکيې په سوېل ختيځې کې په يوه غونډه کې سره راټول شوي او یوه یې د دوی د بندي شوي مشرعبدالله اوجلان لوی انځوریزه لوحه په لاس کې نیولې وه.

د کردستان کارګر ګوند په لومړيو د يوه خپلواک کردستان رامنځته کېدو په موخه جوړ شو، خو له ۱۹۹۰مو کلونو راهيسې يې پام د کردانو فرهنګ غوړېدا او سياسي خودمختارۍ ته واوښت.
ليلا، چې دا مهال د عراق په نيمه خپلواک کردستان سيمه کې ژوند کوي، وايي د (پې، کې، کې) نوم يې مخکې نه و اورېدلی، خو کله چې یې زوی، شل کلن و، يو ورځ کور ته ورغی او د دغې ډلې د افکارو په اړه یې خبرې ور ته وکړې.
هغې (پې، کې، کې) ډله تورنه کړه چې زوی يې ور ته په "ذهني ډول اړولی " او قانع کړی و، چې هغه دې د ترکيې، عراق، سوريې او ايران د کردي لږکیو دفاع وکړي.
کردان د منځني ختيځ څلورم لوی قوم دی، خو خپله ځانګړې جغرافیه نه لري.
ليلا وايي، زوی يې وروـ ورو خپلواک شو، خپله بستره یا ځای به يې جوړوه، جامې به يې مېنځلې او لوښي به يې پرېمنيځل. اوس باور لري چې (پې،کې،کې) هغه په غرونو کې د سخت ژوند لپاره چمتو کاوه.
هغه ورځ، چې زوی يې مخه ښه کوله، دري نور "ملګري" يې هم ورسره راغلل او مور ته يې ویلي وه، د شپږو مياشتو تمرين لپاره غرونو ته روان دي.
هغې څو ځله له تګه د زوی راګرځولو هڅه وکړه، خو هغه خپله پرېکړه کړې وه.
"هغه دومره پر خپلې پرېکړې سخت ولاړ و، چې بحث ورسره نه کېده."
ليلا وايي، له هغه راهيسې هر وخت قندیل غرونو ته د زوی د ليدو په هیله ځې، خو تر اوسه یې دا ارمان نه دې پوره شوی.
"که یې کال کې یو ځل ووينم، بیا به هم خوشحاله يم."
د بي بي سي ډلې د قندیل غرونو ته څو ساعته مزل وکړ، چيرې چې (پې،کې،کې) ډله واکمنه ده.
(پې، کې، کې،) بی بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړه چې قندیل غرونو ته ور شي او هلته د دوی په اړه راپور چمتو کړي.
دغه غرونه چې ډېر لږ نفوس لري او د طبيعي ښکلا له امله مشهور شوي، د (پې، کې، کې) جنګیالي یې د ترکيې حکومت له هوايي بريدونو خوندي کړي دي.
د بي بي سي ډلې پر دغې تنګې، خرابې او اوږدې لارې څو ساعته سفر وکړ. د سفر په اوږدو کې یې پام شو، چې د لارې پر سر يوازې څو کروندګر او شپانه ژوند کوي.
کله چې د بي بي سي خبري ډله د کردستان کارګر ګوند د امنیتي پوستې خوا ته ورنژدې شوه، سترګې یې په غرونو کې د عبدالله اوجلان پر لویو انځورونو ولګېدې. دا سړی له ۱۹۹۹ راهيسې د ترکيې په زندان کې په انفرادي بند کې ساتل کېږي. خو بي بي سي ته پوستې د ننوتو اجازه ور نه کړل شوه.
وروسته د (پې، کې،کې) چارواکو بي بي سي وويل، له ډلې سره یې خبرې روانې او دوی نه غواړي رسنۍ یادي موضوع ته اوس پام وکړي.
دوی دا هم و نه ويل چې یادې خبرې د څه په اړه دي، خو د عراق د بهرنيو چارو وزير فواد محمد حسين تېره مياشت بي بي سي ته ویلي وه، د (پې،کې، کې، ترکيې) عراق او کردستان سيمهييز حکومت تر منځ خبرې کېږي، چې په پایله کې به یې دغه ډله وسلې پر ځمکه ږدي.
د پې،کې، کې د مشر او بنسټ ایښودنکي عبدالله اوجلان لوی، لوی عکسونه د قندیل پر غرونو نښول شوي دي. هغه له ۱۹۹۹ راهيسې د ترکيې په زندان کې په انفرادي بند کې دی.

کله چې وسله پر ځمکه کېښودلو شي، بیا نو "بحث نه شي کېدلي"
د ترکيې او (پې، کې، کې) تر منځ د احتمالي سولې خبرو لپاره شرطونه لا هم نه دي مالوم.
دغې ډلې بي بي سي ته په يوه ليکلي بيان کې ویلي، دوی دغه بهير ته جدي دي، خو دا هم زياتوي چې مشر یې اوجلان بايد خوشې شي.
زاګروس هېوه، د کردستان ديموکراتي ټولنې (KCK) وياند، وايي: "اوس توپ د ترکيې په ميدان کې دی او په وینا یې د سولې بهير له يوه اړخه پرمخ نه شي تللی."
خو مخ پر وړاندې خنډونو په یوه ممکنه نښه کې، یو لوړ پوړي سیمه ییز قوماندان، چې په عراق کې د ډلې د مشرتابه دویمه کچه کې دی، بي بي سي ته په یوه لیکلي بیان کې وویل، د هغه په اند د بې وسلې کولو "پرموضوع بحث نه شي کېدلی."
هغه لا هم د ترکیې د ارادې په اړه شکمن دی او زیاتوي، "کله چې موږ د وسله والې شخړې لاملونه په ګوته کوو، نو په ور ته مهال باید دواړې خواوو له وسلې کارولو لاس واخلي."
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا له (پې، کې، کې) سره د شخړې پای ته رسولو هڅې، ځینې کسان داسې تعبیروي، چې ښاغلي اردوغان غواړې له دې لارې د خپلې واکمنۍ غځېدو ته لاره هواره کړي خو نوموړي د هغوی یاده انګېرنه ردوي. ولسمشر اردوغان له تېرو ۲۲ کلونو راهیسې پر ترکیې واکمن دی.
اردوغان د پي، کې،کې د منحلېدو پرېکړې په هکله وویل:
"دا هر څه زموږ هغه موخه، چې له ترهګرۍ پرته ترکیه ولرو پر لور مهم ګام دی."
د ترکیې ولسمشر پر ایکس لیکلي، د "ترهګرۍ او تاوتریخوالي له منځه وړلو" وروسته یوه نوې دوره پیلېږي.
رجب طیب اردوغان دا رد کړه، چې هغه د اساسي قانون د بدلولو هڅه کوي، ترڅو په پایله کې یې خپله دوره، چې په دریو کلونو کې پای ته رسیږي، نوره هم اوږده کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځینو هغو کورنیو لپاره، چې عزیزان یې د پې، کې، کې لپاره په جګړه کې وژل شوي، دا مفکوره چې شخړه به ژر پای ته ورسیږي، ترخه او خواږه دواړه لري.
کاوا تاکور ۲۱ کلن و، کله چې دوه کاله د مخه ووژل شو. د هغه خور رونډیک تاکور، چې د عراقي کردانو په سلیمانیه ښار کې ژوند کوي، وروستی ځل یې په ۲۰۱۹ کال کې د قندیل غرونو کې هغه لیدلی و.
د هغې د کورنۍ له هغه کوره خبرې کولې، چیرې چې د کاوا انځورونه د خونې پر دیوالونو ځړېدلي وو. رونډیک وايي، د هغې د ورور مړینې د کورنۍ ژوند ور بدل کړ. هغې په داسې حال کې، چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې زیاته کړه: "زه تل هغه په خوب کې وینم."
رونډیک، چې د شلو کلونو ده، لا هم د خپل ورور هغه وروستۍ خبرې په یاد لري چې دوی یوځای کړې وې.
"ما له هغه وپوښتل، چې غواړې له سره بېرته کور ته ولاړ شي؟ ځواب یې دا و: 'هېڅکله نه'. هغه ان له ما وغوښتل چې له ده سره په غرونو کې روانې مبارزې ته ور ودانګم.
د رونډیک او د هغې کورنۍ لپاره، چې د پې، کې، کې پلوي کوي، د ډلې منحلېدل به د "ویاړ او درد ډکې شېبې وي، ځکه ورور یې په یاده ډله کې وژل شوی دی."
هغه باور لري چې "دا د قربانبو او شهیدانو ورکولو پایله ده، چې مشرانو ته یې د سولې خبرو لاره هواره کړه".
کاوا تاکور دوه کاله مخکې د پې، کې، کې لپاره په جګړه کې ووژل شو.

راتلونکی ناڅرګند دي
له زرګونو ترکي پې، کې، کې جنګیالیو سره به څه کېږي، دوی ته به په ترکۍ ټولنه کې د ور ګډېدو زمېنه برابره شي؟
ترکیي چارواکو لا تر اوسه نه دي ویلي، چې له دغو جنګیالیو سره به د مجرمینو په توګه چلند وشي او که نه؟ خو د ترکيي رسنیو له راپورونو څرګندېږي، هغو جنګیاليو چې په ترکیه کې یې جرمونه نه دي کړي، کولای شي د محاکمه کېدو له وېره له سره وباسي. راپورونه زیاتوي، کېدای شي د پي، کې، کې مشران نورو هېوادونو ته په تبعید مجبور شي او یا په عراق کې پاتې کېدو ته وهڅول شي.
دا لا روښانه نه ده، چې د ډلې منحلېدل به له نورو کرديو ډلو لپاره په څه مانا وي؟ په ځانګړې توګه د سوریې په شمال خیتځ کې ډله، هغه چې ترکیه د (پې، کې، کې) څانګه ګڼي.
دا د هغو کسانو مېندې و پلرونه دي، چې اولادونه یې له پي، کې، کې سره یوځای شوي او دوی تېره میاشت د ډلې لخوا د منحلېدو له اعلان وروسته د کرد پلوه مساوات او ډیموکراسۍ ګوند مرکزي دفتر مخې ته ناست دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال، ترکیي ځواکونو او د ترکیې ملاتړ لرونکي سوريي جنګیالیو د سوریې د کرد ملیشو لخوا د خلکو د ساتنې واحدونو (YPG) په نوم د سرحدي سیمو د نیولو لپاره د بریدونو لړۍ پیل کړه.
د خلکو د ساتنې واحدونه د کردانو او عرب ملېشو پر ټلواله واکمن دي او د سوریې دیموکراټیکو ځواکونو په نوم هم یادېږي. دوی د امریکا په مشرۍ د څو ملي ایتلاف په مرسته یې د سوریې له څلورمې برخې داعش یا د اسلامي دولت ډله وشړله.
د خلکو د ساتنې واحدونو ډله ځان له پي، کې، کې جلا ګڼې. خو ترکیه یې نه مني او دوی یې د ترهګریز سازمان په توګه منع کړي دي.
اردوغان ویلي د پي، کې، کې د منحلولو پرېکړه باید "په شمالي عراق، سوریه او اروپا کې د سازمان ټولې برخې په بر کې ونیسي". د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (SDF) قوماندان مظلوم عبدي بیا وايي، د پې، کې، کې پرېکړه به "په سیمه کې د نوي سیاسي او سوله ییزې پروسې لپاره لاره هواره کړي".
ښاغلي عبدي دا هم ویلي، چې د پي،کې، کې بې وسلې کېدل پرسوریې دیموکراتیک ځواکونه نه پلي کېږي، ځکه په وینا یې هغوی په ډېسمبر کې د سوریې له وسله والو ځواکونو سره د یو ځای کېدو لپاره جلا تړون لاسلیک کړی دی.
په ایران کې د کردستان د ازاد ژوند ګوند (PJAK)، چې د کردستانۍ ټولنې ( KCK ) برخه هم دی، بي بي سي ترکي څانګې ته ویلي، دوی په ترکیه کې د "نوي بهیر" ملاتړ کوي، خو د خپل ځان د بې وسلې کولو یا منحلولو پلان نه لري.
د کردستان د آزاد ژوند ګوند د ترکیې او ایران لخوا د ترهګریز سازمان په توګه ثبت شوي دي. خو په حقیقت کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د دغې ډلې او ایران حکومت ترمنځ اوربند شوی دی.
ترکیه پر دې باور ده، چې د کردستان د ازادۍ ګوند د پي، کې، کې ایراني څانګه ده، خو کردي ډلې یې ور سره نه مني.
'دې ښار ما ته له درده پرته بل څه نه دي را کړي'
د لیلا په څېر مېندو لپاره، د سیاست ټولې پېچلتیاوې او په ټوله سیمه کې د پوځي ځواکونو پېچلي توازن بې ارزښته دي. هغه څه چې لیلا یې پروا لري، دا دي چې زوی یې بیا ورسره یو ځای شي.
"کله چې هغه په غرونو کې له سخت ژونده ستړی شي، نو بېرته به کور ته راشي او پر دې پوه شي چې نور دا هر څه نه شي زغملای."
که یې دا ارمان پوره شي، نو لیلا پلان لري چې پلرنی ښار پرېږدي، چیرې چې د هغې زوی د پي، کې، کې لخوا استخدام شوی و.
"دې ښار ماته له درد پرته بل څه نه دي راوړي."











