انقره کې ځانمرګي برید ته ځواب؛ ترکیې عراق کې د کردانو پر پټنځایونو بریدونه کړي
ترکي ځواکونو د دغه هېواد پلازمېنه انقره کې د کورنیو چاور وزارت مخې ته د یکشنبې ورځې له ځانمرګي او وسله وال برید وروسته د عراق په شمال کې د کرد یاغیانو پر بېلابېلو اهدافو هوايي بریدونه کړي دي.
د ترکیې حکومت ویلي چې په دغو بریدونکو کې یې ۲۰ بېلابېل اهداف او د کردستان کارګر ګوند یا پيکېکې په نامه د کرد یاغانو د منع شوې ډلې ګڼ وسله وال له منځه وړي دي.
تر دې مخکې پيکېکې منلې وه چې انقره کې د یکشنبې ورځې ځانمرګی برید د دوی یوې اړوندې ډلې کړی دی.
د یکشنبې ورځې په برید کې دوه کسان ښکېل وو او دویم بریدګر د پولیسو لخوا وژل شوی و.
د ترکیې حکومت په دې پېښه کې د خپلو دوو سرتېرو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
"پيکېکې" د ترکیې، اروپايي ټولنې، بریتانیا او امریکا لخوا ترهګر سازمان پېژندل شوی.
د ترکیې دفاع وزارت ویلي، چې د یکشنبې ورځې هوايي بریدونو کې د دې ډلې د وسله والو اړوندې سمڅې، زېرمتونونه او د اوسېدو ځایونه په نښه شوي دي.
انقره کې دا ځانمرګی برید داسې مهال وشو چې یکشنبه د ترکیې پارلمان هم له دوبنۍ رخصتۍ بېرته راګرځېده.

د عکس سرچینه، REUTERS
هغې ډلې چې د دغه برید مسوولیت یې منلی ویلي، له همدې کبله یې د پارلمان ودانۍ ته نږدې پر کورنیو چارو وزارت برید کړی.
د یکشنبې برید په ځايي وخت سهار ۹ نیمې بجې له دې پیل شو چې یوه بریدګر د امنیتي ځواکونو د پام اړولو لپاره له خپل موټره یو کوچنۍ چاودېدونکې وسیله د وزارت ودانۍ ته وغورځوله.
تر دې وروسته دویم بریدګر لومړی د وزارت د ودانۍ دروازه کې پر ساتونکو ډزې وکړې او بیا یې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
لومړی بریدګر چې له دې موقع په استفادې د وزارت انګر ته ننوتی و، سملاسي د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو.
د ترکیې کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د خپلو دواړو ټپي شویو سرتېرو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی.
له دوی یو په سینه او بل پر پښو په ډزو لګېدلی دی.
د ترکیې یوه جګپوړي امنیتي چارواکي بيبيسي ته ویلي، چې بریدګرو خپل لېږدونکی موټر د شنبې پر ورځ د انقرې د سویل ختیځ په شاوخوا ۲۶۰ کیلو مترۍ کې له قیصري ښاره تښتولی و.
دوی د موټر چلوونکی چې ۲۴ کلن او د څارویو ډاکتر و، په ډزو وژلی و.
دغه چارواکي زیاته کړې چې اوس له قیصري ښاره د سوریې تر پولي د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شوي تصویرونه ارزول کېږي، چې د بریدګرو د ورتګ په اړه مالومات راټول کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پارلمان د پرانیستې په وینا کې دغه برید د ترهګرۍ د پاېښت وروستۍ هڅه وبلله.
هغه وویل "دغه بدمرغه خلک چې زموږ د وګړو سوله او امنیت یې په نښه کړي وو، خپلې موخې ته ونه رسېدل او هېڅکله به وهم نه رسېږي."
کرد وسله وال د ترکیې حکومت تر سختو فشارونو لاندې دي.
ترکیه کې د دوی ګڼ مشران زندانونو ته اچول شوي او په سوریه او عراق کې یې هم پر پټنځایونو پوځي عملیات کېږي.

د عکس سرچینه، REUTERS
د کردستان کارګر ګوند چې مارکسیستي-لېنینستي ریښې لري، په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې رامنځته شوی او له ۱۹۸۴ یم کال راهیسې یې د ترکیې حکومت خلاف وسله پورته کړې ده.
دغه ډله د ترکیې دننه کردانو لپاره د یوه خپلواک هېواد جوړولو لپاره وسله واله مبارزه کوي.
پيکېکې په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د خپلواک هېواد له غوښتنې په شا شوه خو کردانو لپاره یې ترکیه کې دننه د ډېرې کورواکۍ غوښتنه رامخته کړه.
د دې ډلې جګړو کې تر اوسه له ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
د ترکیې د حکومت او دې ډلې ترمنځ دوه کلن اوربند د ۲۰۱۵ کال جولای کې پای ته ورسېد او له هغې را وروسته یې بریدونه او تاوتریخوالی بیا ډېر شوی دی.












