ترکیه کې د کورنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه او ډزې؛ د دوه افسرانو ټپي کېدو پخلی شوی

د عکس سرچینه، ruters
- Author, جارج رائټ
- دنده, بي بي سي
د ترکیې په پلازمېنه انقره کې دا چاودنه نن یکشنبه سهار مهال د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته ورڅېرمه شوې او د لومړنیو معلوماتو له مخې دوه کسان پکې ټپيان شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر دا "ترهګریز برید" بللی او په وینا یې برید کونکو په یوه موټر کې وزارت ته نږدې ځان رسولی دی.
علي یرلیکایا ویلي یوه حمله کوونکي د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ سره ځانته چاودنه ورکړه خو بل خنثی شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت تر دې دمه لږ تر لږه د خپلو دوه افسرانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د حمله کونکو په اړه معلومات نشته او نه هم تر اوسه د دې حملې مسولیت چا اخیستی دی.
دا چاودنه داسې مهال شوې چې په پام کې وه، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د پارلمان پرانیستغونډې ته وینا وکړي، داسې رپوټونه دي چې دی به د ناټو پوځي ائتلاف کې د سویډن شمولیت تائید کړي.
له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو رپوټونه هم ورکړل شوې، د پېښې سیمې ته ګڼې مرستندویه ډلې او پولیس رسیدلي او شاوخوا سیمه یې کلا بنده کړې.
د ترکیې کورنیو چارو وزیر ښاغلي یرلیکایا پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي "د وروستي ترهګر تر خمتولو به زمونږ هڅې روانې وي.
په پام کې وه، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان به د پارلمان پرانیستغونډې ته وینا کوي، چې په ناټو پوځي ائتلاف کې به د سویډن شمولیت تائیدوي.
تمه کېږي چې د ترکیې پارلمان به د سږ مني په غونډه کې ناټو ائتلاف ته د سویډن ګډون تصویب کړي. په تېره جولای کې ترکیه د سوئیډن له غوښتنې سره له مخالته لاس پر سر شوه.
د یادونې ده، چې ترکیې تر څو میاشتو پورې د سویډن له لوري د کردي وسله والو د ملاتړ موضوع پر سر ناټو کې د سویډن د ګډون مخالفت کاوه.
د کردانو کارګر ګوند چې غیرقانوني بلل شوی، وسله والو غړو مخکې د ترکیې په لراوبر کې پرلپسې بریدونه کړي دي.
ترکیې چارواکو بیا د دې ډلې پر ضد پرلپسې سخت اقدامات کړي، د دې ډلې مشران یې زنداني کړي او په ترکیه کې دننه او له عراق او سوریې سره یې د پولو په سیمو کې د دې ډلې وسله والو پر ضد پراخ عملیات کړي دي.











