ترکیه کې د چاودنو پړه 'د کوردستان د آزادۍ بازانو' پرغاړه واخیسته
یوې کوردۍ وسلوالې ډلې چې ځان د 'د کوردستان د آزادۍ بازان' بولي د ترکیې استانبول ښار کې د چادونو پړه پر غاړه واخیسته.
د دوو بمونو په چاودنه کې چې ویل کېږي د ترکیې بلوا ضد پولیسو په نښه کولو لپاره ځای پرځای شوي و، لږ ترلږه ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۶۶ نور ټپيان دي.
د 'د کوردستان د آزادۍ بازانو' ډله د 'کوردستان د کارګرانو د ګوند' پي کې کې جلا شوې ډله ده چې تر دې وړاندې یې هم ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.
چاودنې د شنبې په ورځ (دسمبر ۱۰مه) د ترکیې بشیکتاش لوبغالي ته څېرمه د فوټبال سیالۍ پایته رسېدو ساعت وروسته وشوې.

د عکس سرچینه، Reuters
د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي؛ په دغه پېښه کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو د وژلو په هدف چول شوی او بله چاودنه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.
استانبول کې د بي بي سي خبریال خشایار جنیدي چې د پېښې د سیمې په ۲۰۰ مترۍ کې و، د دوو چاودنو غږ او ډزو غږونه یې اورېدلي او لیدلي یې دي چې د سټډیوم نژدې تورې لوخړې پورته کېدې.

د عکس سرچینه، Reuters
دی وایي؛ د چاودنې سیمې له تقسیم میدان نه شاوخوا ۸۰۰ متره واټن لري او د چاودنې څپو د بي بي سي دفتر په ګډون د ډېرو ودانیو ښیښې ماتې کړې دي.
پولیسو د یکشنبې په شپه (دسمبر ۱۰مه) وویل؛ په ددې چاودنو په تړاو یې ۱۰ شکمن کسان نیولي دي.
سره له دې، د پولیسو مامورینو په نښه کول دا ګومانونه رامنځته کړي چې ښایي د رجب طیب اردوغان دولت مخالفې وسله وال له ډلې یې، کردان پکې رول ولري.

ښاغلي اردوغان تر دغو چاودنو ساعت وروسته د قربانیانو د شمېر اعلانولو ترڅنګ دا دوه چاودنې "ترهګریزې" وبللې او ویې ویل چې هدف یې پولیس او عام خلک و.
ورته وخت کې د ترکیې د ترانسپورت وزیر احمد ارسلان پر خپل ټویټر ادعا کړې چې دا چاودنې یو "ترهګریز" برید دی.
استانبول کې د بي بي سي فارسي خبریال د راپور له مخې؛ تر چاودنو وروسته، پولیسو سملاسي سړکونه بند کړل او د پولیسو لږ ترلږه یوه چورلکه او یو شمېر امبولانسونه د پېښې ځای ته راغلل.

د عکس سرچینه، Getty Images
چاودنې د ترکیې فوټبال دوو مطرح لوبډلو بشیکتاش او بورسا سپور ترمنځ لوبې دوه ساعته وروسته رامنځته شوي.
د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې؛ لومړۍ چاودنه د ترکیې بلوا ضد پولیسو لېږدوونکي موټر ته نژدې شوې ده.











