ترکیه کې د کردانو پلوي مشران او د پارلمان استازي نیول شوي

د عکس سرچینه، Reuters/AP
د ترکیې امنیتي ځواکونو د ترکیې پارلمان کې د کردانو پلوي ګوند - د خلق ډیموکراتیک ګوند - دوه مشران فیګن یوکسکداغ او صلاح الدین دیمیرتاش نیولي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د خلق دیموکراتیک ګوند نهه نور استازي هم پلازمېنه انقره ددغه ګوند پر مرکز او د هغوی پر کورونو د پولیسو په شپنۍ چاپه کې نیول شوي.
مېرمن یوکسکداغ او ښاغلی دیمیرتاش په انقره او دیاربکر کې خپلو کورونو کې ونیول شول.
اردیس بالکن د خلق ډیموکراتیک ګوند د پارلماني ډلې مشر هم ددغه ګوند په دفتر کې ونیول شو.
ښاغلي دیمیرتاش تر نیول کېدو وړاندې پر ټویټر د یوه پیغام خپرولو له لارې ویلي و چې دده د نیول کېدو له حکم سره پولیس یې کور ته ورغلي و.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د لویه کچه د خلق ډیموکراتیک ګوند د استازو نیول کېدو لامل محکمې ته د هغوی نه حاضرېدل او د ترهګرۍ په تړاو قضیو په اړه له شهادت ورکولو ډډه بللی دی.
ددغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د څارنوالۍ د حکم له مخې په کرد مېشتو ولایتونو دیاربکر، شرناق، وان، حکاري او بینګول کې دا کسان نیول شوي دي.
د خلق ډیموکراتیک ګوند د استازو نیول کېدو سره هم مهاله، ترکیه کې ټولنیزو شبکو ته لاسرسی محدود شوی.
د ترکیې پارلمان سږکال پسرلي کې د یوه قانون په تصویبولو سره د پارلمان د یوې ډلې قانوني خوندیتوب لغوه کړ.
استانبول کې د بي بي سي خبریال خشایار جنیدي وایي؛ د خلق ډیموکراتیک ګوند د مشرانو نیول کېدل، پسرلي کې تر ناکامې کودتا راوروسته، د ترکیې پارلمان کې له درېیم مهم ګوند سره ترټولو سخت چلند دی.
وړاندې د دیاربکر ګډ ښاروالان ګلتن کیشینک او فرات آنلی نیول شوي و او پرځای یې د ترکیې په دغه ترټولو لوی کرد میشتي ښار کې د ښاروالۍ لپاره دولتي سرپرست ټاکل شوی و.
مېرمن کیشینک چې وړاندې د ترکیې پارلمان غړې وه، په ترکیه کې د کردانو یو له نوموتو سیاستوالو ده.
د ترکیې دولت د خلق ډیموکراتیک ګوند او د هغوی استازي د کردستان کارګرانو ګوند (پي کې کې) په ملاتړ تورن کړی، خو دغه ګوند دا تور ردوی.
د خلق ډیموکراتیک ګوند د ترکیې پارلمان کې ۵۹ څوکۍ لري او په دغه هېواد کې دویم مخالف ګوند دی.
دغه ګوند د ۲۰۱۵ نومبر کې د ترکیې له وخته مخکې پارلماني ټاکنو کې له پنځو میلیونو د ډېرو رایو ترلاسه کولو سره وشوای کولی چې د ټولو رایو نژدې ۱۱ سلنه خپلې کړي.








