د ترکیې پارلمان کې د وکیلانو ترمنځ اخ و ډب شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د "عدالت او پراختیا" او د "خلق دیموکراتیک" ګوندونو ځېنو غړو د ترکیې په پارلمان کې دننه دعوا کړې او یو پر بل یې ګوزارونه کړي دي.
اخ و ډب د دوشنبې په ورځ د هغې کمېټې په ناسته کې رامنځته شو چې غوښتل یې د پارلمان د غړو قضایي مصوونیت لغو کول وارزول شي.
<link type="page"><caption> د پېښې ویډیو</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/news/world-europe-36188470" platform="highweb"/></link> ښيي چې ځېنې د اوبو پر بوتلونو ګوزار کوي او ځېنې نور په سوکانو او لغتو یو بل وهي.
تېره پنجشنبه هم د دواړو لورو ترمنځ شخړه رامنځته شوه او غونډه یې لغو شوه.
د خلق دیموکراتیک چپ اړخی ګوند وايي، حاکم ګوند غواړي د پارلماني مصوونیت په لغوه کولو سره ددغه کوردانو ملاتړي ګوند استازي په نښه کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خلق دیموکراتیک ګوند د کوردستان کارګرانو ګوند (پ ک ک) ملاتړی بولي او له وړاندې یې د استازو د عدلي تعقیب غوښتنه کړې ده.
پ ک ک په ترکیه کې یوه ترهګره ډله اعلان شوې ده. ددې ډلې مشران وایي، د مرکزي دولت د ظلم او ناروا پروړاندې د اقلیت کوردانو د حقونو دفاع کوي.
د عدالت او پراختیا حاکم ګوند د ترکیې د اساسي قانون د بدلون غوښتونکی دی. د ترکیې اوسنی اساسي قانون د پوځ د واکمنۍ پرمهال په ۱۹۸۰ کال کې ترتیب او دین پکې هېڅ رول نه لري.
ترکیه کې مخالف ګوندونه ددې اندېښنه لري چې نوی اساسي قانون به رجب طیب اردوغان ته پراخ واک ورکړي.








