غور کې د میندو روغتیا: څنګه دوه متخصصې ټول ولایت ته رسېدنه کوي؟

د پریزاد د نوي زېږېدلي ماشوم کڅوړنه څو ورځې د هغې په نس کې پاتې شوی وه، ځکه په روغتون کې دستکشې نه وې، ترڅو ډاکتران یې له نسه را ایستلې وای.
د عکس تشریح، په غور کې د پنځو اولادونو مور

غور د اسمانڅکو غرونو په منځ کې یو ولایت دی چې ورته تللې لارې خاورینې او کنډ و کپرې دي. دغه ولایت ته سفر کول زړه تنګوونکی او د سر په بیه تمامېدلای شي. دلته يوازې دوه د ښځو متخصصې ډاکټرانې دي چې د ټول ولایت ښځو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې دي.

په غرونو کې را چاپېره غور هغه ولايت دی چې په ځینو لېرو پرتو کليو کې یې د لارې د اوږدوالي، خرابوالي او بېوزلۍ له امله روغتیايي درملنه د خوب او خیال په شان ګرځېدلې ده.

د غور په مرکز کې د فيروزکوه روغتون دغه زړه ودانۍ چې په انګړ کې یې څو ونې زرغونې دي، د ناروغانو يوازينۍ هيله ده. روغتون کمې سرچینې لري او د کار فشار په کې نه ختمېدونکی دی.

میندوارې مېرمنې په ساعتونوـ ساعتونو په خرابو لارو مزل کوي تر څو دې ځای ته ځانونه ورسوي. دا داسې سفر دی، چې د ځينو لپاره د ژوند او مرګ پوله ټاکي.

د چارواکو په وينا، په ورځني ډول نژدې ۱۵۰ ښځې دې روغتون ته مراجعه کوي.

په تنګو او تياره دهليزونو کې، ناروغان د هغو خونو لور ته روان وي چې په کې زاړ فلزي چپرکټونه کتار ایښودل شوي دي.

د زېږون په دې څانګه کې کافي تجهيزات نه شته او د میندو لپاره مناسب ځای هم نه شته.

د خلکو د مراجعې کولو اصلي مرکز همدا روغتون دی، خو په روغتون کې نه یوازې د طبي وسایلو کمښت شته، بلکې بشري قوه یې هم له ټاکل شي اندازې کمه ده، نو ځکه د کار فشار په کې ډېر دی.
د عکس تشریح، د غور ولایتي روغتون

په دې روغتون کې همدا دوه ډاکټرانې او ورسره څه باندې ۱۶قابلې د روغتیا اړوند ټولو خدمتونو ته غاړه ورکړې ده.

دا روغتون يوازې دوې ښځینه متخصصینې لري. یوه هم ډاکتره خاطره جهش چې د څانګې مشره هم ده، او بله ډاکتره نسرين لعلزاد.

دواړه د خپل عمر درېیمه لسیزه بشپړوي. خاطره له نهو کلونو راهيسې په دې روغتون کې کار کوي او نسرين له يو نيم کال راهیسې دلته دنده لري. تجربه به یې کمه وي، خو مسؤلیت یې لوی دی.

ډاکتره لعلزاد وايي: "ځينې ورځې څلورويشت ساعته کار کوم؛ په ورځ کې پنځوس تر شپېته ښځې معاينه کوم، خو بيا هم ټولو ته نه رسېږم."

زاړه امبولانسونه له خامه لارو داسې تېرېږي، چې پرله پسې ټکانونه خوري او بالاخره د روغتون په کوچني انګړ کې درېږي.

د ناروغانو پایوازان پیتاوي ته ناست وي، د ځینو په لاس کې د درملو پلاستيکي کڅوړې وي او د دروازې خوا ته را ګوري، ځکه سړي د ښځو څانګې ته د ننوتلو اجازه نه لري. دوی په دې هیله دي، چې یو څوک به ورشي او د ناروغ درمل به ترې واخلي.

ډاکتره خاطره چې له ماسک او تور ټیکري يې تورې سترګې ښکاري، وايي: " په روغتون کې دیارلس بستونه خالي لرو. که نورې ډاکترانې وګمارل شي، نو موږ به لږې هوسا شو."

هغې په ستومانۍ سره يوه جوړه دستکشې پيدا کړې او د ناروغانو ليدو ته ولاړه.

وروسته یې را ته وويل: " تېره مياشت دوې میندواري مېرمنې، چې لوړ فشار يې درلود، له ۴۸ ساعته څارنې وروسته مړې شوې. ډېر ځله میندې ناوخته را رسېږي او ماشوم یې روغتون ته له را رسېدو مخکې مړ شوی وي."

ډاکتره خاطره جهش د زېږون څانګې سرطبیبه ده.
د عکس تشریح، ډاکتره خاطره جهش

یو سړی، چې توره او سپینه ږېره لري او توره پګړۍ یې پر سر ده، د دروازې تر څنګ خواشینی ولاړ دی. وايي، مېرمن يې روغتون ته د رسېدو په ورځ زېږون وکړ، خو ماشوم يې مړ شو.

"موږ ناوخته ورسېدو. قابلو ډېره هڅه وکړه، خو اکسيجن خلاص شوی و، اړې شوې چې له نورو ناروغانو اکسیجن پور کړي، اکسیجن چې ورته چمتو کېده، ماشوم ساه ورکړې وه."

دلته دا ډول کيسې ډېرې دي. د پنځو ماشومانو مور، پريزاد وايي: "پلاسېنټا (هغه کڅوړه، چې ماشوم پکې د مور په نس کې وي) مې په نس کې پاتې ده، ځکه ډاکتران دستکشې نه لري چې دا را وباسي."

ګل‌ باغ، چې د شپږو ماشومانو مور ده، وایي ۳۰ کلنه ده. دا لومړی وار دی، چې روغتون ته راوستل شوې ده، ځکه خونرېزي لري: "درې ځلې مې ماشوم سقط کړ. زموږ په سيمه کې اوبه نشته، له لېرې ځایه په درنو بوشکو کې اوبه راوړو. فکر کوم همدا لامل شو چې ماشوم مې زیان کړ."

ډاکتره نسرين، د پريزاد خبرې په نرم او صميمي غږ تائيدوي: "يوازې د يوې معاينې لپاره بايد نسخه کې د دستکشو یا لاسماغوګان اخیستل هم وليکم. د ناروغانو اقتصاد ډېر کمزوری دی او زياتره يې د درملو او نورو توکو د پېرلو توان نه لري."

په غور کې د زېږون په برخه کې له دوو متخصصو ډاکترانو یوه ده.
د عکس تشریح، ډاکتره نسرین لعلزاد

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د هرو سلو زرو ژوندیو زېږونونو له ډلې، په ۶۳۸ کې یې میندې مري، چې دا په نړیواله کچه د زېږون پر مهال د مورګانو د مړینې لوړه کچه ښيي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ښځو لپاره د طبي زده کړو بنديز د میندو روغتیا له ګواښ سره مخامخوي.

په يو تازه راپور کې ويل شوي چې د دغو محدوديتونو امله نه یوازې ښځي ګوښه شوي، بلکې د هغوی ژوند هم له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

د طالبانو حکومت وايي، د نجونو د طبي زده کړو مخالف نه دي، خو په وینا یې د "يوې شرعي حل‌لارې" په لټه کې دي، تر څو د زده کړو دوام یقیني کړي.

وړاندوینې ښيي که دغه بهير همداسې دوام وکړي، نو تر ۲۰۲۶م کال پورې به د زېږون پرمهال د میندو مړينه ښايي تر ۵۰ سلنه ډېره شي.

طالبان بيا وايي: "د ښځو حقوق په افغانستان کې تضمین شوي دي."

ګل‌باغ، چې د شپږو ماشومانو مور دی، فکر کوي ۳۰ کلنه ده او د ویني له کمښته شکایت کوي.
د عکس تشریح، دا درېیم وار دی، چې ګل‌ باغ ماشوم سقط کوي.

ډاکتره خاطره او ډاکتره نسرين له نړيوالې ټولنې او مرستندويه بنسټونو غوښتي چې څومره ژر کېدای شي له روغتون، په ځانګړي ډول د ښځو او زېږون څانګې، سره مرسته وکړي، تر څو د میندو او ماشومانو د لا زياتې مړينې مخه ونیول شي.

ډاکتره خاطره وايي: "بېړنۍ اړتياوې مو درمل او طبي وسايل دي. زموږ سره اوس هېڅ موسسه او يا سازمان مرسته نه کوي. حکومت تر خپله وسه مرسته کوي، خو بسنه نه کوي."

وروسته له هغه، چې په ۲۰۲۱م کال کې طالبان بیا واک ته ورسېدل، ډېری مرستندويه بنسټونه له افغانستانه وتلل، خو هغه چې پاته دي، زياتره یې پر بېړنو مرستو تمرکز کوي.

په دغه څانګه کې یوازې دوې متخصصي ډاکتراني کار کوي، چې په ورځني ډول له ۵۰ تر۶۰ ښځنیه ناروغاني معاینه کوي.
د عکس تشریح، د غور په ولایتي روغتون کې د نسايي او ولادي څانګه

له دغو ستونزو سره سره بیا هم ډاکتره خاطره او ډاکتره نسرين په دې روغتون کې د تپانده زړۀ په څېر فعالې دي؛ شپه او ورځ د ناروغانو درملنه کوي او د ګل‌ باغ، پريزاد او لسګونو نورو ښځو ژوند ژغوري.

له روغتونه د وتلو پر مهال مې پام شو، چې بې‌ درېغه او بې‌ ځنډه له يوې کوټې بلې ته ځي، دوسيې يې ګوري او په ارامۍ له ناروغانو سره خبرې کوي.

د باندې، يوه ښځه له مېړه سره په موټر کې ناسته وه، په غېږ کې يې يوه وړه بسته ده. نه پوهېدم چې په بسته کې یې نوی زیږېدلی ماشوم و او که به د هغه مړی.

په غور کې، ژوند او مرګ څنګ پر څنګ مزل کوي، خو د تور تم په دغو تيارو کې دوو مېرمنو ډیوه بله ساتلې ده.