"دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید کې د انقلابي ګارد جګپوړی قومندان هم وژل شوی"

د ویډیو تشریح،

د ایران د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو وايي، په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید کې د دوی اوه غړي وژل شوي.

دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په وژل شویو کې لوی قومندان محمد رضا زاهدي او د هغه مرستیال جنرال محمد هادي حاجي رحیمي هم شامل دي.

سپاه پاسداران دغه برید په کلکه غندلی دی.

د سوریې دولتي رسنیو ویلي، د برید شک پر اسرائیلو کېږي چې دمشق کې یې د ایران کونسلګرۍ ودانۍ ویجاړه کړې ده.

د ایران د اسلامي انقلاب ګارد قول اردو وايي، په برید کې د دوی اوه غړي وژل شوي دي.

ایران د زاهدي د وژنې پړه پر اسرائیلو اچولې چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د کړکېچ د زیاتېدا نښه ده.

د اسرائیلو پوځ ویلي، د بهرنیو رسنیو په راپورونو تبصره نه کوي.

دا یران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي ایران حق لري چې په دمشق کې د نن ورځې د برید تر شا د "تیریګرو" پرضد متقابل عمل وکړي.

محمد رضا زاهدي څوک و؟

محمد رضا زاهدي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، جنرال زاهدي له دې مخکې تر ۲۰۱۶ کال پورې په لبنان او سوریه کې د قدس ځواکونو مشري کوله

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ایران "العاَلم" چینل په وینا، برید جنرال محمد رضا زاهدي د سوریې او لبنان لپاره د سپاه پاسداران د قول اردو قوماندان و.

زاهدي له څلوېښتو کلونو راهیسې د ایران د انقلابي ګارډ په پوځي پوستونو کې دنده ترسره کړې ده.

هغه د ۱۹۶۰ کال د نومبر په دویمه په اصفهان کې زیږېدلی او په ۱۹۸۰ کال کې له "اسلامي انقلابي ګارد" سره یو ځای شو او د ایران او عراق د جګړې پر مهال د انقلابي ګارډ له قوماندانانو څخه و.

زاهدي د اته کلنې جګړې په ترڅ کې په انقلابي ګارډ کې په مختلفو پوځي پوستونو کې دندې ترسره کړې، د ۱۹۸۳ او ۱۹۸۶ کلونو ترمنځ یې د امام حسین د څوارلسمې فرقې قومانده په غاړه واخیسته او بیا د انقلابي ګارډ د ځمکنیو ځواکونو قومندان شو.

په ۱۹۸۶ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر رهبر او د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان ایت الله سید علی خامنه ای په یوه فرمان زاهدي ته په خطاب کې وویل: "په اسلامي جمهوریت کې ستاسو د پوځي خدمت روښانه خدمت ته په پام او د مقدسې دفاع په دوره کې، زه تاسو د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو د ځمکني ځواک د قوماندان په توګه ټاکم."

په ۲۰۰۵ کې، زاهدي تر ۲۰۰۸ پورې د "ثأر الله (د خدای غچ)" اډې قومانده په غاړه واخیسته، دا هغه اډه ده چې د تهران د پوځي واکمن په توګه فعالیت کوي.

په ۲۰۰۸ کال کې زاهدي په قدس ځواک کې دنده ترسره کړه، تر ۲۰۱۶ کال پورې یې د قدس ځواک لوړپوړی قوماندان شو، بیا یې د سوریې او لبنان لپاره د ایران په انقلابي ګارډ کې د قدس ځواک د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې او د اسلامي انقلابي ګارډ د عملیاتو د مرستیال په توګه یې هم کار کړی دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ویل شوي چې د ایران انقلابي ګارد له ۱۹۰٫۰۰۰ ډېر فعال غړي لري.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ویل شوي چې د ایران انقلابي ګارد له ۱۹۰٫۰۰۰ ډېر فعال غړي لري.

د برید له ځایه ثبت شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د کونسلګرۍ ودانۍ سخته زیانمنه شوې ده.

په سوریه کې د ایران سفیر حسین اکبري او کورنۍ یې پکې نه ده خوږ شوې. نوموړي له برید وروسته د ایران (شبکه خبر) ته ویلي: "د اسرائیلو اېف ۳۵ جنګي الوتکو له جولان څخه شپږ توغندي د کونسلګرۍ پر ودانۍ توغولي."

"زه سفارت کې وم او ومې لیدل چې د سفارت ودانۍ زیانمنه او ښیښې یې ماتې شوې."

دا په سوریه کې په تېرو څه کمو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو دویم هوايي برید دی.

دوه ورځې وړاندې هم اسرائیلو په سوریه کې خونړی برید وکړ چې له ۴۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

اسرائيلو په تېرو څو کلونو کې سوریه کې د ایران اړوند هدفونه په نښه کړي، خو ډېر کم یې دغه ډول بریدونه تایید یا تکذیب کړي دي.

د امریکا غبرګون: د برید ارزولو حال کې یو

دمشق

د عکس سرچینه، REUTERS

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د نن ورځې د هوايي برید په غبرګون کې ویلي چې د پېښې د څېړلو لپاره یې یو ځانګړی ټیم ګومارلی او د پېښې د عاملینو د موندلو لپاره یې جزئیات څېړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د دوشنبې په ماښام - د اپریل په لومړۍ نیټه خبریالانو ته وویل چې امریکا په سیمه کې له خپلو متحدینو سره مشورې او خبرې کوي او معلومات راټولوي.

ښاغلي میلر وویل چې دا مهال د متحده ایالاتو حکومت نشي کولی د هدف شوي ځای "تایید" یا د "برید د عامل" په اړه تبصره وکړي.

دغه امریکايي چارواکي د سیمه ییزو پرمختګونو په اړه د ننني هوايي برید د پایلو په اړه وویل: "زه نه غواړم په دې اړه تبصره وکړم مخکې له دې چې موږ کافي توضیحات او معلومات راټول کړو، مګر دا روښانه ده چې موږ تل د هر هغه څه په اړه اندېښمن یو چې په سیمه کې تاوتریخوالی او شخړې زیاتوي."