چیلي کې ځنګلي اورلګېدنو لږترلږه ۱۲۰ کسان وژلي‌ دي

د چیلي په والپارایسو سیمه کې ځايي چارواکي‌ وايي، دغلته ځنګلي اورلګېدنو لږترلږه ۱۲۰ کسان وژلي دي.

ولسمشر ګابریل بوریچ بېړنی حالت اعلان کړی او ویلي یې دي چې له وضعیت سره مقابلې لپاره به "ټولې اړینې سرچینې" برابرې کړي.

باور دا دی چې دا به د چیلي په تاریخ‌ کې تر ټولو مرګونې ثبت شوې ځنګلي اورلګېدنې وي.

اکثریت قربانیان داسې خلک دي، چې د دوبنیو رخصتیو پر مهال دې ساحلي سیمې ته په چکر او تفریح تللي‌.

د چیلي روغتیا وزارت هم والپارایسو سیمه کې روغتیايي خبرداری خپور کړی دی.‌

دغه وزارت د غیر عاجلو جراحي عملیاتو د ځنډېدو غوښتنه کړې او په سیمه کې یې د لنډمهاله روغتون پرانیستل کېدو ته اجازه ورکړې ده.‌

د دغه وزارت چارواکو لخوا په خپاره شوي‌ بیان کې دا هم راغلي،‌ چې پر روغتیايي خدماتو د فشار کمولو هڅو په لړ کې به د طب پوهنځي داسې محصلان خدمت ته وګومارل شي‌ چې فراغت یې نږدې دی.‌

د کورنیو چارو وزیرې کارولینا توها ویلي ژغورونکي او مرستندویه ډلې هڅې کوي خو لا هم ډېر بدو ځپل شویو سیمو ته نه دي ورسېدلي‌.

هغې زیاته کړې چې په راتلونکو ساعتونو کې ښايي د قربانیانو شمېر پام وړ لوړ شي.

هممهاله د چیلي حکومت له خلکو غوښتي چې اغېزمنو شویو سیمو ته دې د ورتګ هڅه نه کوي.

د 'اېل اولیوار' سیمې یوه ۶۱ کلن ځايي اوسېدونکي 'رودریګو پولګار' په خپله سیمه کې وضعیت "دوزخ" ته ورته بللی دی.

هغه اې‌اېف‌پي خبري‌ اژانس ته ویلي، دی له یوې ګاونډۍ سره په مرسته بوخت و، چې پوه چې خپل کور یې هم اور اخیستی دی.

نوموړی وايي "له پاسه راباندې ایرې راورېدلې."

ښاغلي پولګار زیاتوي‌ چې د 'اېل اولیوار' سیمې ډېر اوسېدونکي زاړه او د پاخه منګ خلک دي.

دی وايي ګاوندۍ یې له کوره ونه شوه ایستلای.

د چیلي کور جوړونې وزارت ویلي، دغو اورلګېدنو کې د ۳ او ۶ زرو ترمنځ کورونه اغېزمن شوي‌ دي.

د رپوټونو له مخې د شنبې پر ورځ ورڅېرمه 'وینا دېل مار'، لیماچې، قویلپیو او ویلا الېمانا سیمو کې ګرځبندیز اعلان شوی دی.‌

ولسمشر بوریچ ویلي، دا ګرځبندیز به مرسته وکړي چې لارې پرانیستې وي او‌ مرستندویان ژر اغېزمنو سیمو ته ورسېږي.

د کورنیو چارو وزیرې یکشنبه وویل چې اغېزمنو شویو سیمو ته شاوخوا ۱۴۰۰ اور وژونکي‌ استول کېږي.

د بېړنیو خدماتو کارکوونکو ترڅنګ سیمې ته پوځیانو هم استول کېږي‌.

چارواکو ویلي د دغو اورلګېدونو د لامل په اړه به هم څېړنې وشي.

والپارایسو سیمه له پلازمېنې سانتیاګو سره ۱۱۶ کیلومتره واټن لري او د دوبي ورځو شپو کې ډېر سیلانیان په چکر ورځي.

ځايي رسنیو د پېښو د مدیریت سیمه ییزې کمېټې په حواله لیکلي، چې د قربانیانو له ډلې د پنځه څلوېښتو مړي‌ په سیمه کې موندل شوي او ۶ نور روغتیايي مرکزونو ته له لېږدېدو وروسته مړه شوي‌ دي.