د کرېکټ د وتلي ستوري ویرات کوهلي او انوشکا شرما نوی ماشوم؛ مبارکۍ چا ورکړي؟

د عکس سرچینه، ANI
د هند مشهور کرېکټ لوبغاړي ویرات کوهلي او د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې انوشکا شرما په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د دویم ماشوم د زېږېدو خبر ورکړی دی.
ویرات کوهلي پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) کې د زوی د پيدا کېدو اعلان کړی او لیکلي یې دي: "موږ په ډېرې خوښۍ سره اعلان کوو چې د فبرورۍ پر ۱۵مه خپل زوی او د وامیکا کوچني ورور "اکای" ته، خپل کور ته ښه راغلاست وایو."
ویرات کوهلي او انوشکا په خپل ګډ پیغام کې لیکلي: "موږ د ژوند په دې ښکلې شېبه کې ستاسو دعاګانو او نېکو هیلو ته اړتیا لرو. مهرباني وکړئ په دې وخت کې زموږ محرمیت ته درناوی وکړئ."
د مبارکیو پیغامونه
له هغه وخته چې ویرات کوهلي او انوشکا شرما دا خبر خپور کړی، په ټولنیزو رسنیو کې کوهلي، انوشکا شرما او د هغوی زوی ډېر یاد شوي دي. له کرېکټ نړۍ څخه بیا تر بالیووډ ستورو او سینما هر چا مبارکۍ ورکړې دي.
که څه هم کوهلي څه نه دي ویلي چې زوی یې چېرته زېږېدلی، خو د هندي رسنیو په وینا "اکای" په لندن کې زېږېدلی دی، ځکه کوهلي له تېرو څو ورځو راهیسې په لندن کې لیدل شوی.
اوسمهال د هند کرېکټ د ملي لوبډلې او انګلنډ ترمنځ د ټېسټ لوبو لړۍ روانه ده، خو په هندي لوبډله کې ویرات کوهلي نه دی شامل شوی. مخکې اعلان شوی و چې نوموړی به په لومړیو دوو ټیسټ لوبو کې نه وي، خو وروسته اعلان وشو چې هغه په راتلونکو دوو ټېسټ لوبو کې هم نه شي لوبېدلی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په هندي رسنیو کې وار دمخه خبرونه خپرېدل چې دوی ته یو بل کوچنی مېلمه راځي.
مشهور پخواني هندې کرېکټ لوبغاړي سچن ټنډولکر ویرات کوهلي او انوشکا شرما ته مبارکي ویلې او په یوه ټویټ یې لیکلي "د اکای راتګ ستاسو ښکلې کورنۍ ته یوه قیمتي ډالۍ! لکه څنګه چې د هغه نوم ښيي، ستاسو نړۍ به له بې شمېره خوښیو او خندا ډکه کړي. دا هغه ځای دی چې سفرونه او یادونه پیلېږي.'
ګڼو نورو کسانو هم پیغامونه ورته پرې ایښې دي.
ویرات کوهلي او انوشکا شرما د وامیکا په نوم یوه لور هم لري. وامیکا په ۲۰۲۱ کال کې زېږېدلی او اوس درې کلنه ده. ویرات کوهلي او انوشکا شرما په ۲۰۱۷ میلادي کال کې واده وکړ. دا په هند کې د ژوند د دوو مشهورو څانګو، کرېکټ او فلم ښکېلتیا وه، چې ډېرو یې تود هرکلی وکړ.











