ویرات کوهلي او انوشکا شرما راتلونکې جنورۍ کې د خپل ماشوم زېږېدو خبر ورکړ

انوشکا اویراټ کوهلي

د عکس سرچینه، Twitter/@AnushkaSharma

بالیووډ ممثلې انوشکا شرما او د هند د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر مېړه یې ویرات کوهلي اعلان کړی چې انوشکا شرما مېندواره ده او راتلونکې جنورۍ میاشت کې به یې ماشوم زېږي.

دوی دواړو دغه اعلان د خواله رسنیو له لارې کړی او له دې سملاسي وروسته د دواړو د مخفف نامه هشټګ (ویروشکا) لاس پر لاس کېدل پیل شول.

دوی له خپل رسمي توټیر حسابه ولیکل:

''او بیا موږ درې شوو، د ۲۰۲۱ په جنورۍ کې یې د راتلو تمه ده. ''

دغې مشهورې جوړې د ۲۰۱۷ کال په دسمبر کې په ایټالیا کې له څو کاله اړیکو وروسته واده وکړ.

د خواله رسنیو له لارې د عالیه بهټ، ورون دهون او پریانکا چوپړه په ګډون ځینو نورو بالیووډ ستوریو له دې اعلان وروسته انوشکا شرما او ویرات کوهلي ته د مبارکۍ پیغامونه لیکلي.

د دوی دواړو مینه والو هم له دې اعلانه وروسته پر خواله رسنیو د مبارکۍ پیغامونه لیکلي دي.

انوشکا شرما او ویراټ کوهلي له څو کاله اړیکو وروسته د ۲۰۱۷ کال دسمبر کې واده وکړ

د عکس سرچینه، @AnushkaSharma/Twitter

د عکس تشریح، انوشکا شرما او ویراټ کوهلي له څو کاله اړیکو وروسته د ۲۰۱۷ کال دسمبر کې واده وکړ

دغه جوړه پر خواله رسنیو خورا ګڼ مینه وال لري او میلیونونه کسان یې څرګندونې او پیغامونه تعقیبوي.

په یوازې دوو ساعتونو کې د مېرمن شرما انسټاګرام پوسټ دوه اعشاریه شپږ میلیونو کسانو خوښ کړی دی.

د انوشکا شرما په مشهورو فلمونو کې (پي کي، سلطان، دل دهړکنې دو، اي دل هې مشکل) د یادولو وړ دي. د

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې ښاغلی کوهلي د هند غوره لیګ سیالیو کې د ګډون لپاره د بنګلور رایل چیلنجرز په نامه خپلې کرېکټ لوبډلې سره دوبۍ ته تللی.

د ۲۰ اوریزو سیالیو دغه ۱۳ م سیزن به په متحدو عربي اماراتو کې د سپتمبر له ۱۹ د نومبر تر ۱۰ پورې کېږي.

په هند کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر ډېرېدو له کبله دغه لوبې په دوبۍ کې تر سره کېږي.