جي۷ هېوادونه: د روسیې له شتمنیو به اوکرایین ته۵۰ میلیارده ډالره پور ورکول کېږي

د عکس سرچینه، GETTYIMAGES
د جې-۷ ډله په دې سره همغږي شوې، چې د روسیې کنګل شوې شتمنۍ به اوکرایین لپاره د ۵۰ میلیارد ډالرو مرسته کې حساب کړي ترڅو د روسیې د یرغلګرو ځواکونو سره مبارزه کې ورنه ګټه پورته کړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وویل، دا روسیې ته یوه بله یادونه ده، چې "موږ نه په شا کېږو" خو مسکو کې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، دا "غلا" ده او "بې سزا به " پاتې نه شي.
همدارنګه په ایټالیا کې د جې-۷ ډلې په سرمشریزه کې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي او ښاغلي بایډن ۱۰ کلن دوه اړخیز امنیتي تړون د اوکرایین او متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک کړ او کېیف دا یو "تاریخي" هغه وباله.
په دې تړون کې له اوکرایین سره د امریکا پوځي او روزنیزې مرستې په پام کې نیول شوې، خو دا په کې نه شته، چې واشنګټن دې خپل همدې متحد هېواد ته د جګړې لپاره پوځيان واستوي.
د سپینې ماڼۍ په وینا، د امنیتي تړون معنی دا ده، چې واشنګټن به د اوکرایین دفاعي وړتیاو لوړولو کې له کېیف سره مرسته کوي همدارنګه د اقتصاد بیا رغونه او د انرژي خوندي ساتلو کې به لاس ورکوي.
له دې مخکې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي و، تمه لري چې د نړۍ د اوو بډایه هېوادونو د جې-۷ ډلې په سرمشریزه کې به "مهمې پرېکړې" وشي.
هغه پر ټېلېګرام یوه پوسټ کې لیکلي و: "یوه لویه برخه به اوکرایین، زموږ دفاعي او اقتصادي مقاومت ته ځانګړې شي."
سپینې ماڼۍ ویلي و، جې ۷ د امریکا د هغه پلان په تړاو ښه پرمختګ کړی چې د روسیې کنګل شوې شتمني دې اوکرایین لپاره د کال ۵۰ میلیارد ډالرو راغونډولو لپاره وکارول شي.
د نړۍ د اوو بډایه هېوادونو امریکا، کاناډا، بریتانیا، جرمني، جاپان، فرانسې او ایټالیا د مشرانو دا ناسته د ایټالیا اپولیا کې روانه ده.
دغه هېوادونه د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د اوکرایین مهم مالي او پوځي ملاتړي پاتې شوي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي هم په دې سرمشریزه کې ګډون کړی او دا تمه وه، چې هغه د دې ناستې په څنډه کې له جاپان او متحدو ایالتونو سره نوي امنیتي تړونونه هم لاسلیک کړي.
پر اوکرایین له برید وروسته د جي۷ هېوادونو او اروپايي ټولنې لخوا د روسیې د کنګل شوې شتمنۍ اندازه ۳۲۵ میلیارد ډالرو ته رسېده.
د نړیوال قانون له مخې، هېوادونه نشي کولی چې د روسیې شتمني مصادره او اوکرایین ته ورکړي.
خو له دې کڅوړې د کال شاوخوا ۳ میلیارد ډالر سود لاسته راځي او نظر دا دی چې د سود دغه پیسې په خلاقانه ډول وکارول شي.
پلان دا دی چې له نړیوالو بازارنو پور واخیستل شي او هر کال اوکرایین ته ۵۰ میلیارد ډالر ورکړل شي او د دغه پور سود بیا د روسیې د کنګل شوې شتمنۍ له ترلاسه کېدونکو ۳ میلیارد ډالر ګټې پرې شي.
دا چاره ظاهرآ ساده ښکاري خو خورا پېچلې ده او ډېر تخنیکي ټکي پکې دي چې باید حل شي.
د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان وايي د دغه پلان اصلي چوکاټ برابر او هوکړه پرې شوې، نو د ښو پایلو تمه کېدای شي.
روسي چارواکو بیا په دې وروستیو د دوی د کنګل شوې شتمنۍ د سود ګرځولو پلان 'غلا' بللې ده.

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
په داسې حال کې چې ښاغلی بایډن بیا ولسمشر کېدو لپاره د سختې ټاکنیزې سیالۍ په درشل ولاړ دی او د نظرپوښتنو له مخې ځینې نور لوېدیز مشران هم شا ته دي، اوکرایین ته د ملاتړ استولو فشار پر ځای دی، تر هغه وخته چې دوی یې کولی شي.
ټاکلې د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک چې د راتلونکې میاشتې له ټولټاکنو مخکې له سختې مبارزې سره مخ دی، د اوکرایین د انرژۍ او بشري اړتیاوو لپاره تر ۳۰۹ میلیون ډالرو ملاتړ اعلان کړي.
همدا راز د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون هم، چې واکمن ګوند یې تېره اوونۍ د اروپايي ټولنې پارلمان ټاکنې د توند لارو ښي اړخي ګوند ته وبایللې، فرانسه کې له وخت مخکې د پارلماني ټاکنو پرېکړه کړې ده.
د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا مېلوني بیا د اروپايي پارلمان د تېرې اوونۍ په ټاکنو کې له پیاوړي دریځ سره په جې۷ ډله کې "له ټولو د خواکمن حکومت په توګه" د دې ناستې کوربتوب کوي.
په ټوله کې د جي۷ په ډېرو غړو کې ګډوډ سیاسي وضعیت د دې لامل شوی چې ځینې څارونکي یې له دې ناستې د ډېرو لاسته راوړنو تمه ونه کړي.
د ایټالیا د نړیوالو چارو اېنسټیټیوټ مدیر ناتالي توچي امریکا کې د ډونلډ ټرمپ او فرانسه کې د توندلاري ښي اړخي ګوند په مشرۍ د نویو حکومتونو د راتګ احتمال ته په شارې وايي، "که له دې غونډې څه لاس ته راځي، نو زموږ د سترګو پر وړاندې د یوه ناورین د رامنځته کېدو وېره ده."

د عکس سرچینه، PA MEDIA
د یادونې د چې د جي۷ مشران پر اوکرایین سربېره د غزې پر جګړه، کډوالۍ، اقتصادي امنیت او د مصنوعي ځیرکتیا (اېای) پر خوندیتابه هم غږېږي.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس هم دې سرمشریز ته وینا کوي.
دی به په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا پر موضوع وغږېږي.
هغه لا مخکې اېای لپاره د نړیوالو اصولو غوښتنه کړې او اخلاقو او بشري حقونو ته یې د دې ټېکنالوژۍ له دې اړخه د پېښ ګواښ خبرداری ورکړی دی.











