د اوکرایین جګړه؛ کیېف وايي اودیسا کې یې د روسیې ۲۲ ډرونونه نسکور کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
اوکرایین ویلي چې تورې بحیرې ته نږدې پر اودیسا سیمې یې د روسیې لخوا د ډرونونو یو نسبتآ پراخ برید ناکام کړی دی.
د اوکرایین هوايي ځواکونو ویلي، چې دغلته یې ۲۲ چاودېدونکي ډرونونه راغورځولې دي.
د دوی اړوند د ټېلېګرام په یوه کانال کې لیکل شوي، چې په دغه برید کې "شاهد ۱۳۱ او ۱۳۶" ډرونونه کارول شوي.
د اوکرایین د پوځ په وینا پر اودیسا سیمې دغه برید د سویل او سویل ختیځ لخوا شوی و.
د شاهد په نوم ډرونونه ایران جوړوي.
اوکرایین او لوېدیځ متحدان یې وايي، چې روسیه د اوکرایین خلاف د ایران چاودېدونکي ډرونونه کاروي.
خو تهران له دې انکار کوي چې مسکو ته دې یې د اوکرایین جګړې لپاره ډرونونه ورکړي وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
فایننشل ټایمز تېره اوونۍ یوه رپوټ کې لیکلي و چې امریکا پر ایران له دې کبله فشارونه ډېر کړي دي.
دې ورځپاڼې په دې تړاو خپل ځانګړي رپوټ کې د باخبره سرچینو په حواله ویلي وو چې روسیې ته د ډرونونو د نه ورکولو موضوع د امریکا او ایران ترمنځ په غیرمستقیمو اټومي مذاکراتو کې هم یاده شوې ده.
فایننشل ټایمز د یوې سرچېنې له خولې راخیستي چې د جو بایډن حکومت دا غوښتنه روان کال په قطر او عمان کې د غیرمستقیمو خبرو اترو پر مهال د ایران مخ ته ایښې ده.
دغو سرچینو د تهران او واشنګټن ترمنځ د بندیانو پر تبادلې هم د خبرو یادونه کړې ده.
د ایران حکومت تېره اوونۍ څلور په خټه ایراني-امریکایان د اوین له زندان کورني بند ته ولېږدول.
په رپوټ کې راغلي چې امریکا له ایرانه دا هم غوښتي چې روسیې ته دې د اوکرایین په جګړه کې کارېدونکي پوځي ډرونونه نه ورکوي.

د عکس سرچینه، FARS NEWS AGENCY
فایننشل ټایمز د یوه ایراني چارواکي په حواله ویلي وو چې امریکا ترې ان دا هم غوښتي، چې مسکو باندې دې د دغو بې پیلوټه الوتکو پرزې هم نه پلوري.
دې ورځپاڼې ویلي، تهران که څه هم په ښکاره د اوکرایین جګړه کې د ایراني ډرونونو له کارېدو انکار کوي، خو په پټه یې څو ځله له روسیې غوښتي چې په اوکرایین کې دې دوی ډرونونه نه کاروي.
امریکا بیا په دې برخه کې د لا ملموسو ګامونو غوښتونکې ده.











