اسپانیا غواړي پر هغو ملکیتونو ۱۰۰ سلنه مالیه ولګوي چې بهرنیانو اخیستي وي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مایا ډېويس
- دنده, بيبيسي نیوز
اسپانیا غواړي پر هغو ملکیتونو تر سل سلنه مالیه ولګوي چې د بریتانیا غوندې له اروپايي ټولنې د بهر هېوادونو خلکو اخیستي دي.
د اسپانیې لومړي وزیر پېدرو سانچېز ویلي چې په هېواد کې یې د کورونو د کمښت له کبله له روان حالت سره د مبارزې لپاره د دغه "بې ساري" ګام اوچتول اړین وو.
هغه ویلي، "لوېديځ له یوې داسې پرېکنده ننګونې سره مخ دی چې باید داسې ټولنه و نه اوسي چې پر دوو طبقو وویشل شي چې یوې خوا ته یې شتمن کرایه اخیستونکي وي او بلې خوا ته یې بې وسه یا غریب کرایه ورکوونکي."
په مادرید کې د یوې اقتصادي غونډې پر مهال ښاغلي سانچېز وویل چې په ۲۰۲۳ کې له اروپايي ټولنې د بهر هېوادونو وګړو په اسپانیا کې ۲۷۰۰۰ ملکیتونه پېرلي دي، خو "پکې اوسېږي نه بلکې پیسې او ګټه وټه ترې ترلاسه کوي."
په وینا یې، "همدې ته په کتو، معلومه خبره ده چې د هستوګنیزو کورونو د کمښت په دې شرایطو کې موږ د دې اجازه نه شو ورکولی."
د اسپانیې لومړي وزیر همدا راز ویلي چې د دې ګام په ترڅ کې یې لومړیتوب دا دی چې د دغه هېواد وګړي کورونه ترلاسه کړای شي.
ښاغلي سانچېز په دې هکله نور جزیات ور نه کړل چې دا مالیه به څنګه وي او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې کله به یې پارلمان ته د تصویب لپاره ولېږي، هغه ځای چې دی پکې ډېر کله د قانون د تصویب لپاره د کافي رایو په راټولولو کې له ستونزو سره مخ شوی.
د هغه دفتر ویلي چې له دغه اقدامه موخه دا ده چې یو ډول "له اروپا وتلو بهرنیو او د هغو خلکو لپاره محدودیت رامنځته شي چې کورونه د اوسېدو لپاره نه اخلي بلکې د ګټې وټې لپاره یې پېري."
دفتر یې زیاته کړې، "د کور د اخیستلو پر مهال به د ډنمارک او کاناډا په څېر د ملکیت ارزښت ته په کتو د مالیې کچه تر سل سلنه واخیستل شي."
د اسپانیې حکومت ویلي چې دا وړاندیز شوی پلان به "تر دقیقې مطالعې" وروسته نهايي شي.
دا د دغه هېواد د لومړي وزیر له لوري د دوشنبې پر ورځ اعلان شوو ګڼو پلان شوو اقداماتو له شمېرې یو دی چې موخه یې په اسپانیه کې د کورونو ارزانه کول یاد شوي دي.
په نورو اعلان شوو ګامونو کې د کورونو هغو څښتنانو لپاره د مالیې بښل یا معافیت شامل دی چې خلکو ته په ارزانه کرایه کورونه چمتو کوي. همدا راز ۳۰۰۰ کورونه به د نوې عامه هستوګنیزې ادارې په واک کې ورکړل شي او پر ګرځندوی اپارتمانونو به هم مالیات لوړ او مقررات ورته سخت شي.
ښاغلي سانچېز ویلي، "دا عادلانه نه ده چې د درو، څلورو یا پنځو اپارتمانونو څښتنان د لنډمهاله کرایې په توګه د هوټلونو تر مالکانو کمه مالیه ورکړي."











