د اسرائیلو پوځ وايي د حزب‌الله یو ستر قومندان وژل شوی

د اسرائیلو پوځ ویلي، د حزب‌الله غورځنګ "ستر قومندان" وژل شوی چې د لبنان جنوب کې یې پر اسرائیلي ځواکونو د توغندیو توغولو او د زغرې‌ضد توغندیو د څار دنده لرله.‌

پوځ ویلي، ابو علي رضا د لبنان سوېل برعشیت سیمه کې بمبارۍ کې "وژل شوی"، خو د وژل کېدو دقیقه نېټه یې نه ده ښودلې.

د پوځ د بیان له مخې، ابو علي رضا "د توغندیو توغولو او د اسرائیلي ټانکونو ضد توغدیو د پلان مسؤل و، همدارنګه په سیمه کې د حزب‌الله د غړو د فعالیتونو څارنه یې هم کوله."

حزب‌الله لا تر اوسه د ابو علي رضا د وژل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.‌

د اسرائیلو پوځ دا هم ویلي چې د سپتمبر پر ۳۰مه لبنان کې د دوی د عملیاتو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۸ پوځيان وژل شوي.

د غزې جګړه؛ د اسرائيلو په تازه بريدونو کې د "لږ تر لږه ۳۰ تنو" د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وايي د اسرائیلو په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي چې نيمايي يې د غزې شمال کې دي چې اسرائيلو کلابنده کړې ده.

فلسطیني روغتیايي سرچینې وايي دیارلس تنه په جبالیا او بیت لاهيا کې وژل شوي دي.

په همدې مهال د رپوټونو له مخې وړاندې پر خان یونس شوي یوه برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي وو.

د پېښې يو فلسطينی عيني شاهد وايي، "هغو ماشومانو د خېمې مخې ته لوبې کولې، هغوی کور نه درلود، هغوی خپل کور له لاسه ورکړی و، په لوبو بوخت وو چې يو توغندی پرې ولګېد او ټوټې ټوټې يې کړل."

دا وروستي بریدونه داسې مهال شوي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسېف) په جبالیا کې په اته څلوېښت ساعتونو کې د پنځوسو ماشومانو مړینه غندلې ده.

اسرائیل وايي د بریدونو موخه یې د حماس د بیا منظمېدو مخنیوی دی.

د غزې شمال چې له څو اونیو راهیسې د اسرائیلي ځواکونو پراخ عملیات پرې روان دي، دا څووم ځل دی چې د ملکي خلکو د وژنې رپوټونه ترې خپرېږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یوه مشره کاترین رسل وایي د غزې شمال کې ټول وګړي د ناروغیو، قحطۍ او روانو بمباریو له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

په همدې تړاو د يادې ادارې یوه ویاند جیمز ایلډر بي‌بي‌سي ته ويلي چې په غزه کې د ماشومانو د وژنې د مخنیوي لپاره یوې جدي کړنلارې ته اړتیا ده، "که د زرګونو او زرګونو ماشومانو د وژلو حساب ورنه کړل شي دا وضعیت به نور هم خراب شي، تر دې به نور هم خراب شي. باید مسئولان یې ځواب ویونکي شي، او که همداسې روان وي بیا نو وحشت به لا پسې زياتېږي او د وحشت دغه لړۍ به همداسې روانه وي. له بده مرغه دا هغه څه دي چې موږ یې اوس په اړه خبرې کوو، دا هغه څه دي چې له یوه کاله په غزه کې روان دي."

وړاندې يونيسېف له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي وو چې اشخاص او شيان د پوځي هدفونو په توګه په نښه نه کړي.

د حماس روغتیا وزارت وايي، غزه کې د جګړې له پیل راهیسي نژدې ۴۳ زره کسان وژل شوي دي.

دا جګړه تېر کال د اکتوبر ۷مه له هغه وروسته پیل شوه چې د حماس وسله والو له دې تراړې د اسرائیلو پر جنوب ناڅاپه برید وکړ. په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل نیول شوي وو.