'د ماشومانو لاسونه وتړل او ووژل شول' - د بریتانیا پخواني پوځیان د خپلو همکارانو پر 'جنګي جرمونو' په لومړي ځل غږېږي

    • Author, هنه اوګراډې او جوئل ګیونتر
    • دنده, بي بي سي پانوراما

د بریتانیا ځانګړو ځواکونو (اېس‌اې‌اېس) ځینو پخوانیو غړو له کلونو وروسته د هغو ادعا شویو جنګي جرمونو په هکله د بي‌بي‌سي پانوراما خپرونه کې خاموشي ماته کړې، چې ویل کېږي، د دوی ځینو همکارانو په عراق او افغانستان کې ترسره کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې دا پوځیان په ښکاره په دې اړه غږېږي. دوی ویلي د اېس‌اې‌اېس همکاران یې په داسې حال کې لیدلي چې بې وسلې کسان یې، په خوب ویده وژل. په توقیف کې بندي شوي کسان یې وژل، چې ماشومان هم پکې شامل وو.

یو پخوانی پوځي چې په افغانستان کې یې له اېس‌اې‌اېس ځواکونو سره پوځي خدمت کړی یوه پېښه داسې یادوي: ''دوی د یوه زلمکي لاسونه وتړل او په ډزو یې وویشت. هلک له ورایه ښکارېد چې ماشوم و او ان د جګړې کولو عمر ته نژدې هم نه و.''

دی زیاتوي د توقیف شویو کسانو وژل ''په معمول بدل شوی و.''

نوموړی وايي: ''دوی به یو څوک تالاشي کړ، لاسونه به یې وروتړل او بیا به یې ووژل. بیا به یې د پلاستیکي لاس‌تړونې له پرېکولو مخکې له مړي سره یوه تفنګچه کېښوده.''

د عیني شاهدانو په دې شاهدیو کې د نژدې یوې لسیزې ادعا شویو جنګي جرمونو حال شامل دی. دا موده د هغو درې کلونو مودې پرتله څو برابره زیاته په بر کې نیسي، چې اوسمهال یې د بریتانیا یوه قضايي پلاوي په مشرتابه ارزونه کېږي.

د بریتانیا شاهي سمندري پوځي کنډک اېس‌بي‌اېس یو غړی هم، لومړی ځل دی، چې د بې وسلې او ټپي کسانو وژلو په دې خورا جدي تورونو کې ښکېل دی.

یو پوځي چې له اېس‌بي‌اېس ځواکونو سره یې خدمت کړی د عملیاتو پر مهال د پوځيانو چلن د ''پارېدلو خلکو یوې ډلې ته ورته بولي چې یرغلګرانه وي'' او په وینا یې پوځیانو ''وحشیانه'' رویه درلوده:

''ما تر ټولو غلي کسان ولیدل، چې بدل شول. دوی د داسې کسانو غوندې چلن کاوه، لکه ذهناً چې روغ نه وي. قوانینو ته یې پام نه کاوه. ګومان یې کاوه، چې د چا لاس نه شي وررسېدلای.''

ځانګړي ځواکونه د دې لپاره افغانستان ته استول شوي وو، چې بریتانوي ځواکونه له وسله‌والو طالبانو او بم جوړوونکو وساتي. د بریتانوي ځواکونو لپاره دا کړکېچ خورا خونړی و. ۴۵۷ پوځیانو پکې ژوند بایلود او زرګونه نور پکې ټپیان شول.

د عیني شاهدانو د وروستیو شاهدیو په هکله د بي‌بي‌سي یوې پوښتنې ته په ځواب کې د بریتانیا دفاع وزارت وویل، دوی ''په بشپړه توګه ژمن دي'' چې د ادعا شویو جنګي جرمونو په تړاو له روانو پوښتنو، ګروېږنو سره به همکاري کوي او له ټولو پوځیانو غواړي چې که په دې تړاو کوم معلومات لري، نو باید رامخکې شي.

د دفاع وزارت مسوولین وايي، د دوی لپاره به ''مناسبه نه وي'' چې د هغو تورونو په هکله څه ووايي، چې په پلټنې یې روانې دي.

'په کنډک کې رواني ناروغه قاتلان'

د پخوانیو پوځیانو له لوري د عیني شاهدانو په توګه بیانونه تر اوسه د بریتانوي ځانګړو ځواکونو په هکله چې د اېس‌اې‌اېس، اېس‌بي‌اېس او ځینو نورو ملاتړو پوځي کنډوکونو یوه ټولګه ده، تر ټولو پرېمانه معلومات دي، چې وړاندې کېږي.

له ۳۰ د زیاتو داسې کسانو شاهدي چې په بریتانوي ځانګړو ځواکونو کې او یا یې د دوی تر څنګ پوځي خدمت کړی، دا بیانونو د هغو رپوټونو معلومات نور هم زیاتوي، چې د بي‌بي‌سي په پانوراما خپرونه کې له کلونو راهیسې وړاندې کېږي.

بي‌بي‌سي پانوراما دغه راز د لومړي ځل لپاره په ډاګه کولای شي، چې د بریتانیا هغه مهال لومړي وزیر ډېوېډ کامرون ته په تکرار سره خبرداری ورکړل شوی و، چې بریتانوي ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې ملکي خلک وژني.

د ځانګړي ځواکونو د عملیاتو په هکله د پټه خوله پاتې کېدو یوه بالقوه کوډ له کبله عیني شاهدانو بي‌بي‌سي ته د نوم نه څرګندولو په شرط وویل، چې په افغانستان او عراق دواړو کې د بریتانیا تر ټولو مهمو پوځي ډلګیو له لوري د جګړې قوانین په لوی لاس او معمول سره مات شوي وو.

دغه قوانین وايي، په داسې عملیاتو کې خلک یوازې په هغه صورت کې په لوی لاس وژل کېدای شي، چې دغه کسان د بریتانوي ځواکونو یا نورو ژوند ته مخامخ ګواښ پېښ کړي خو عیني شاهدان وايي، د اېس‌اې‌اېس او اېس‌بي‌اېس پوځیانو ځان لپاره خپل اصول ټاکل.

یوه پخواني پوځي چې له اېس‌اې‌اېس سره همکار و، هغو کسانو ته په اشارې سره چې له نیول کېدو، پوښتنو وروسته خوشي شوي وو وویل:

''که یو هدف به په لیست کې دویم یا درېیم ځل راڅرګند شو، بیا به نو موږ د وژلو لپاره ورتلو، د نیول کېدو لپاره یې هڅه نه کېده.''

''کله- کله موږ د په نښه شوي کس یا کسانو پېژندګلوي معلوموله بیا به مو ویشتل، خو اکثر مهال به داسې کېدل چې د ډلګۍ کسان به ورغلو او هغه ټول کسان به یې ووژل چې هلته به وو.''

یوه شاهد چې له اېس‌اې‌اېس سره همکار و، ویلي، وژنه د ځینو لپاره ''د روږدیتوب'' غوندې یو څه وو او په خبره یې په افغانستان کې ځینو دې پوځیانو لپاره دا احساس داسې یو څه و، ''لکه نشه چې کوي.''

دی زیاتوي: ''هلته داسې ډېر ذهني ناروغ قاتلان وو.''

دغه پوځي زیاتوي: ''ځینې وختونه به پوځیان د مېلمستونونو په څېر ودانیو ته ورغلل او هلته شته کسان به یې له یوې مخې ووژل. دوی به دې ودانیو ته له ننوتو سره هلته ویده کسان په ډزو وویشتل. په خوب د ویدو خلکو وژل هېڅ توجيه نه لري.''

د اېس‌بي‌اېس ځواکونو یوه پخواني غړي له بي‌بي‌سي سره خبرو کې وویل، د یوې ساحې کنټرول له ترلاسه کولو وروسته به ځینې پوځیان ووتل او هلته موجود کسان به یې له یوه مخ ووژل، بیا به یې مړي هم کتل او که کوم یو به ژوندی پاتې و، بیا به یې پرې ډزې کولې، چې ووژل شي.

دی وايي: ''دا داسې څه و، چې تمه یې کېده، پټ پناه نه و، هر چا ته معلوم وو.''

د داسې ټپي کسانو وژل چې خطر نه شي رامنځته کولای له نړیوال قانونه ښکاره سرغړونه کېدای شي خو د اېس‌بي‌اېس پخواني پوځي بي‌بي‌سي پانوراما خپرونې ته وویل، چې ټپي کسان معمولاً وژل کېدل.

دی د یوې پېښې یادونه کوي، چې روغتیاپالانو د یوه داسې کس درملنه کوله، چې ټپي شوی و، خو لا یې هم ساه اخیسته. دی وايي: ''زموږ له همکارانو یو ورغی، د ډز غږ واورېدل شو. هغه (ټپي) کس یې له خورا نژدې واټنه پر سر ویشتلی و. داسې وژنې په بشپړه توګه غیر ضروري وې، دا د مهربانۍ له مخې [له ځورېدو د خلاصون لپاره د ټپي کس وژنه] نه وې، بلکې دا قتل دی.''

دغه عیني شاهد وايي، د بریدګرو ډلګیو ټيټ‌پوړیو پوځیانو ته به د اېس‌اې‌اېس ځینو افسرانو له لوري د کوډ په ژبه د توقیف شویو کسانو د وژلو لارښوونه کېده. د بېلګې په توګه پوځیانو ته به یې د توقیف شوي کس په هکله ویل: ''دی له موږ سره بېرته پوځي اډه ته نه ځي'' یا ''دغه کس، باید له هدفه بهر نه شي''.

بندیان هغه کسان وو، چې تسلیمېدل، د ځانګړو ځواکونو له لوري به تالاشي کېدل او معمولاً به یې لاسونه تړل شوي وو. د بریتانوي او نړیوالو قوانینو له مخې پوځیان د بې وسلې ملکي کسانو او یا جنګي اسیرانو له وژلو منع دي.

د اېس‌اې‌اېس یو پخوانی اپرېټر په عراق کې د هغو عملیاتو یادونه کوي، چې یو کس پکې وژل شوی و.

''څمره چې ما لیدل او پوهېدم، ښکاره وه، چې هغه خطر نه پېښاوه، وسله یې نه درلوده. بې رحمي وه. هېڅ مسلکیتوب نه دی.''

دی زیاتوي، د یادې پېښې په هکله هېڅکله مناسبه پلټنه و نه شوه او په وینا یې افغانستان ته د دوی د کنډک له لېږد ډېر مخکې دا ستونزې پیل شوې وې او ''لوړپوړي قوماندانان په دې موضوع خبر وو.''

دغه شاهدي او هغه ویډیويي ثبوتونه چې بي‌بي‌سي ترلاسه کړي د بي‌بي‌سي پانوراما هغو رپوټونه تائیدوي چې ښيي په ۲۰۰۶ کال کې د اېس‌اې‌اېس ځینو پوځي ډلګیو له یوه بل سره د سیالۍ په توګه د وژنو شمېر ساته.

سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، ځینې پوځیانو په شخصي توګه د وژنو شمېر ساته او یوه پوځي په افغانستان کې د خپلې شپږ میاشتنۍ دورې په ترڅ کې لسګونه کسان وژلي وو.

د یوه پوځي پخوانی همکار د خپل ملګري پوځي په هکله وايي: ''داسې ښکارېده چې په هر عملیات کې به یې یو څوک واژه. هره شپه به یو کس وژل کېده. دی په ټوله ډلګۍ کې بدنام و، رښتیا وایم، د یوه ذهني ناروغ غوندې ښکارېد.''

د سرچینې په وینا په افغانستان کې یوه پېښه په اېس‌اې‌اېس ځواکونو کې خورا مشهوره وه، چې یوه پوځي د یوه ټپي شوي افغان سړي مرۍ په چاړه غوڅه کړې وه، ځکه چې افسر یې ورته ویلي و، چې بیا پرې ډزې و نه کړې. د دې پوځي همکار وايي، ''ځکه نو دی له چاړې سره ورغی، چې هغه ټپي شوی سړی ختم کړي. پوهېږئ، غوښتل یې خپل چاکو په وینو سور کړي.''

د دې شاهدۍ پر بنسټ د ادعا شویو جنګي جرمونو په هکله معلومات یوازې د پوځ تر کوچنیو ډلګیو او کنډکونو پورې محدود نه و، بلکې په وینا یې د بریتانوي ځواکونو د قوماندې په اډانه کې ''هر څوک خبر وو'' چې څه کېږي او څه روان دي.

دغه پخوانی پوځي وايي: ''دا زه له شخصي مسوولیته نه وایم، بلکې هر څوک خبر وو. په یو ډول د هغه څه لپاره چې کېدل یو ډول ضمني تائید موجود و.''

عیني شاهدان وايي، د اېس‌اې‌اېس او اېس‌بي‌اېس غړو به د وژنو په هکله د څېړنې مخنیوي لپاره د وژل شویو کسانو تر څنګ وسله کېښوده او د ځانګړو ځواکونو پوځیانو په اخیستل شویو تصویرونو کې له مړیو سره ایښې وسله داسې څرګندېده، چې ګواکې وژل شوي کسان وسله وال وو.

د اېس‌اې‌اېس یو پخوانی غړی په دې هکله وايي: ''دوی به د په نښه شوي هدف ته له ځان سره یو جعلي لاسي بم لېږداوه. داسې بم چې نه چاودېد.''

یو بل عیني شاهد بیا وايي، دوی به له ځان سره داسې کلاشنکوفونه وړل چې غبرګ شي، په اسانۍ سره د دوی په شاتنیو بېکونو کې ځای پر ځای شي او ''په اسانۍ سره یې هلته یوسي او د مړي تر څنګ یې کښېږدي.''

'خیالي رپوټونه'

د شاهدانو په وینا افسرانو به بیا د دې لپاره چې د بریدګرو ډلګیو فعالیتونو خلاف د پلټنو مخه ونیوله شي، د عملیاتو په تړاو چمتو شویو رپوټونو کې لاسوهنه کوله.

یوه پخواني پوځي وویل: ''موږ پوهېدلي وو، چې د جدي پېښو ارزونې رپوټونه څنګه ولیکو، چې پر اساس یې موږ څوک پوځي پولیسو ته ونه لېږي. که کله داسې معلومېده چې د ډزو یوه پېښه د جګړې له قوانینو ښايي یوه سرغړون وي، نو په مرکز کې به قانوني ماهر زنګ راته وواهه. د ټیکو د انتخاب په برخه کې به یې مشورې راکولې. مثلاً ویل به یې 'لکه څوک دې په یاد چې ناڅاپه حرکت یې کاوه؟' 'هو رښتیا، اوس مې یاد شي'، دغسې شیان به وو. دغسې شیان چمتو شوي وو، چې له مخې به یې موږ فعالیت کاوه.''

د یو‌کې‌اېس‌اېف یوه پخواني پوځي په وینا دا رپوټونه'' خیالي کیسې'' وې.

د څارګرو ادارو یو کارکوونکی چې له اېس‌بي‌اېس ځواکونو سره یې فعالیت درلود هغه رپوټونه په زړه کوي چې د پوځیانو په وینا، په نښتو کې د ښکېلتیا وو خو وايي د مړو تصویرونو کې په څرګند ډول لیدل کېدل چې وژل شوي کسان څو ځله پر سر ویشتل شوي وو.

په اسنادو کې لاسوهنه یا جعل‌سازي کولی شوی د بریتانیا شاهي پوځ پولیسو لخوا د پلټنو مخه ونیسي خو د بریتانوي ځانګړو ځواکونو فعالیتونو د افغان قوماندانانو او حکومتي چارواکو غبرګونونه هم درلودل.

د افغانستان هغه مهال ولسمشر حامد کرزي او د بریتانیا د هغه مهال لومړي وزیر ډېوېډ کمرون تر منځ د غونډو یو شمېر ګډونوال وايي، ښاغلي کرزي له ښاغلي کمرون سره په غونډه کې په تکرار سره دا اندېښنې شرېکې کړې.

ښاغلي کمرون د لومړي وزیر په توګه له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ کال پورې افغانستان ته اووه ځله سفر کړی. دا هماغه موده ده، چې اوس یې په افغانستان کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو فعالیتونو په تړاو بریتانیا کې پلټنه کېږي.

د افغانستان ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا بي‌بي‌سي پانوراما ته وویل: ''ښاغلي کرزي په تکرار سره او بیا بیا دا موضوع یادوله.''

ښاغلی سپنتا وايي، له لارډ کمرون سره باید هېڅ شک او شبه پاتې نه وای، چې پر بریتانوي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ماشومانو په ګډون د ملکي کسانو وژلو تورونه موجود وو.''

په ناټو کې د امریکا پخواني سفیر جنرال ډګلاس ليوټ په دې هکله وايي، د شپنیو چاپو، ملکي تلفاتو او خلکو توقیف په تړاو د افغان ولسمشر شکایتونه دومره زیات او پرله‌پسې وو، چې هېڅ لوړپوړی لوېدیځوال دیپلومات یا پوځي مشر به له دې واقعیته بې خبره پاتې شوی نه وي، چې دا موضوع د هغه لپاره د خواشینۍ لامل کېده.

جنرال لیوټ وايي، ''دا به خورا غیر عادي خبره وه، چې د بریتانوي ځواکونو په هکله له کومه شکایته به د بریتانوي ځواکونو د قوماندې مرکز ناخبره پاتې شوی وي.''

د ډېوېډ کمرون یوه ویاند بیا د بي‌بي‌سي پانوراما ته وویل، ''تر کومه بریده چې د لارډ کمرون ښه په یاد شي، هغه مسائل چې ولسمشر کرزي راپورته کول، په عام ډول د ناټو ځواکونو په هکله وو، د بریتانوي ځانګړو ځواکونو په تړاو کومه ځانګړې پېښه نه وه یاده شوې.''

ویندوی زیاتوي ښه ده چې د پلټنو رسمي موندنو ته انتظار وکړو او زیاتوي چې ''هر داسې فکر چې ګواکې لارډ کمرون به د جدي جرمونو په پټولو کې همکاري کړې وي، په بشپړه توګه بې بنسټه ده.''

د امریکا او فرانسې برعکس د بریتانیا پارلمان د خپلو ځانګړو ځواکونو فعالیتونه نه څاري. د دوی د فعالیتونو ستراتيژیک مسوولیت بالاخره لومړي وزیر، دفاع وزیر او د ځانګړو ځواکونو مشرتابه ته ورګرځي.

بروس هولډر چې د پوځي خدمت قانوني تعقیب څانګې پخوانی مشر دی او اداره یې د فعالو پوځیانو قانوني تعقیب مسوولیت لري، بي‌بي‌سي پانوراما ته وویل، هیله من دی، چې دغه روانه پلټنه کې چې د ادعا له مخې د بریتانوي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د شویو جرمونو او ملکي تلفاتو په اړه ده دا هم معلومه شي چې د هغه مهال لومړي وزیر ډېوېډ کمرون په دې اړه څومره معلومات درلودل.

دی وايي: "باید پوه شو، چې د دې موضوع ریښې څومره ژورې دي".