د هند ګجرات کې اورلګېدنې ۲۰ کسان وژلي

هند

د عکس سرچینه، REUTERS

د هند په لویدیز کې د ګجرات ایالت په راجکوټ ښار کې د کمپیوټري ګېمونو یوه کلب کې پراخې اورلګېدنې لږترلږه ۲۰ کسان وژلي دي.

چارواکو ویلي اندېښنه شته چې د دې پېښې د قربانیانو شمېر لوړ شي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د کمپیوټري ګېمونو د کلب ودانۍ د اور په لمبو کې سوځي او لوګي ترې پورته کېږي.

چارواکي وايي اور اوس کنټرول شوی او د نورو احتمالي قربانیانو لټون روان دی.

هند

د عکس سرچینه، BBC GUJARATI

وېره ده چې د ماشومانو په ګډون ځينې قربانیان ښايي تر ویجاړیو لاندې ایسار پاتې وي.

تر اوسه نه دي ویل شوي چې دا اور ولې لګېدلی، خو د ګجرات مشر وزیر بهوپېندرا پټېل ویلي، د لامل مالومولو لپاره یې یوه "ځانګړې څېړونکې ډله" ګومارل شوې ده.

پاکستان

د عکس سرچینه، BBC GUJARATI