بنګله دېش کې اورلګېدنه؛ تر ۸۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د عکس سرچینه، Getty Images
بنګله دیش کې د بېړنیو خدماتو اداره وايي یوه کارخانه کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۵۲ کسان مړه او ۳۰ ټپي شوي دي.
دا پېښه پلازمېنې ډاکې ته نږدې روپګاني صنعتي ښارګوټي کې د هاشم په نوم د خوراک او څښاکتوکو په یوه تولیدي فابریکه کې شوې ده.
چارواکو اې پي خبري اژانس ته ویلي دا اور د کارخانې ودانۍ کې د پلاستیک او کیمیاوي توکو د زېرمه کېدو له کبله لګېدلی.
د بنګله دیش د اور وژنې ادارې چارواکو بي بي سي ته وویل کېدای شې د پېښې د قربانیانو شمېر لوړ شي، ځکه کڼ کسان نادرکه دي.
د رپوټونو له مخې دې فابریکې چې یوې شپږ پوړیزه ودانۍ کې فعاله وه، د میوې جوس، آش او شیریني تولیدوله.
که څه هم د شپې له مخې د دې اور لګېدنې پر مهال د فابریکي ګڼ کارکوونکې رخصت او خپلو کورونو کې ول، خو ویل کېږي بیا هم سلګونه کسان پکې د شپې پر کار بوخت وو.
عیني شاهدانو ویلي ډېر کار کوونکي له دې کبله ټپي شوي چې د اور له لمبو د ژغورل کېدو لپاره یې د فابریکي له لوړ پوړه ځانونه را غورځولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
چارواکو اسوشېټېد پرېس ته ویلي کارکوونکې له دې کبله تښتېدو کې پاتې راغلي چې د ودانۍ چت ته د غځېدلې پوړۍ (زینې) دروازه تړلې وه.
دا په څو وروستیو کلونو بنګله دیش کې د خونړیو اور لګېدنو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.
دغو اور لګېدنو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بنګله دیش حکومت په ۲۰۱۳ کال تر هغې وروسته رغنیزو سټنډرډونو کې د اصلاحاتو ژمنه وکړه چې یوې اورلګېدنه کې تر ۱۱ سوه ډېر کسان ووژل شول.
خو منتقدان وايي دغه هېواد کې د خوندیتوب سټنډرډونه لا هم پر معیار برابر نه دي.









