لرغونپوهانو سکاټلنډ کې ۳۰۰۰ کاله پخواني مرموز ډلهییز قبرونه موندلي
- Author, جیانکارلو رینالدي

د عکس سرچینه، Guard Archaeology
نوی خپور شوی څېړنیز راپور ښيي، چې د سکاټلنډ په سویل کې د شاوخوا ۳۳۰۰ کاله وړاندې "د ښخېدو یوه مرموزه ډلهییزه پېښه» رامنځته شوې وه.
د ګارډ لرغونپوهنې دا ځای هغه مهال وموند، چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې د سانکهار ښار ته نږدې د ډمفریز او ګالوې په سیمه کې د ټوینټيشیلینګ (Twentyshilling) بادي برېښنايي فارم ته د لارې ورجوړولو لپاره کیندنې روانې وې.
په دې کیندنو کې د برونزو دورې د ښخولو یوه غونډۍ وموندل شوه، چې د څو کسانو سوځول شوي هډوکي په کې په پنځو نږدې ایښودل شویو لوښو کې ساتل شوي وو.
لرغونپوه توماس مویر، چې د کیندنو مشري یې کوله وویل، داسې ښکاري لکه د قحطۍ په څېر کومه "ډېره بده پېښه" د دې لامل شوې، چې په یو وخت کې دومره ډېر کسان ښخ شي.

د عکس سرچینه، Guard Archaeology
د بادي برېښنا دا فارم د سانکهار ښار څخه شاوخوا درې میله (۴.۸ کیلومتره) سویل خوا ته، په لوړو او نااوارو ځمکو کې جوړ شوی.
د دې ځای د ارزونې پر مهال ګارډ لرغونپوهنې هغه لوښي وموندل، چې لږ تر لږه د اتو کسانو سوځول شوي هډوکي په کې وو او دا ټول له میلاد مخکې د ۱۲۸۷ او ۱۴۳۹ کلونو ترمنځ په یوه واحده او ډله ییزه توګه اېښودل شوي وو.
همدارنګه، د شمال لوري ته په لږ واټن کې د کندو یوه کوچنۍ ډله هم وکیندل شوه، چې د وروستي نوې ډبرې (لېټ نیولېتیک) دورې فعالیتونه یې د ۲۸۶۷ او ۲۵۰۴ ق م تر منځ ښودل.
ښاغلي مویر وویل" :په ټوینټيشیلینګ بارو کې پنځو لوښو کې د لږ تر لږه اتو کسانو پاتې شوني وو. "
"لوښي ټول په یو وخت کې اېښودل شوي وو، ځکه ډېر کلک سره نښلول شوي او ټول له میلاده د ۱۳ او ۱۵ ترمنځ پېړۍ مخکې وخت سره تړاو لري. "
هغه زیاته کړه، چې دا یوه واحده ډله ییزه ښخونه وه "ښايي د یوې کورنۍ یا یوې ډلې خلک به وو."

د عکس سرچینه، Guard Archaeology
نوموړي وویل":د ټوینټي شیلینګ د پاتې شونو مهمه ځانګړنه دا ده، چې مړي سوځول شوي او بیا نږدې سملاسي ښخ شوي دي. "
هغه زیاته کړه دا کار غیرمعمولي و، ځکه د برونزو دوره کې "پیاوړی دود" دا و، چې مړي به د څه مودې لپاره بهر پرېښودل کېدل، لکه څنګه چې د بارډرز په بروټن کې د بلې کیندنې پر مهال وموندل شول.
ښاغلی مویر وايي: "هغه ځای څو ځله بېرته پرانیستل شوی او بیا کارول شوی، نو دا د یوې ټولنې له خوا د اوږدې مودې لپاره کارېدلی دی."
"خو څه چې موږ په ټوینټيشیلینګ کې لرو، دا ښيي چې ښايي په ټولنه کې کومه ډېره بده پېښه شوې وي. کېدای شي قحطي به وه او ډېر خلک به په ډېر لنډ وخت کې یو په بل پسې مړه شوي وي."
د سیمې نور د ښخولو ځایونه هم د قحطۍ او پرېښودو نښې لري.
په ټوینټيشیلینګ کې لرغونپوهنيزې څېړنې د بادي برېښنا فارم د پلان د اجازه لیک یوه لازمي برخه وه، او دا فارم اوس په بشپړ ډول فعال دی.











