اسرائيلو د يرغمل شويو کسانو د خوشي کېدو خبرو ته "چمتووالی" ښودلی

د راپورونو له مخې اسرائیلو په غزه کې د خپلو یرغمل شوو د خلاصون پرسر د په ټپه ولاړو خبرو د بېرته پیلېدو په موخه یوه نوي چوکاټ ته غاړه اېښې ده.

اسرائيلي رسنۍ وايي، دا هوکړه په پاريس کې د اسرائيلو د استخباراتو د مشر، د امريکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې د مشر او د قطر د لومړي وزير تر منځ تر ليدنې وروسته شوې ده.

د اسرائیلو او حماس تر منځ د منځګړیتوب خبرې د روانې میاشتې په پیل کې وروسته له هغې ودرېدې چې اسرائیلو له پراخو نړیوالو اندېښنو سره سره په رفح کې پوځي عملیات پیل کړل.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د قطر له لومړي وزير او د سعودي عرب، مصر او اردن د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د غزې د شخړې پر سر جلا خبرې کړې.

ټاکلې د دوشنبې په ورځ هم د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې پر همدې موضوع سره جرګه شي. د اردن، مصر، قطر، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیران او د عرب لیګ عمومي منشي به هم په دغو خبرو کې ګډون کوي.

خو دا هر څه داسې مهال دي چې په غزه کې جګړه روانه ده او په تېرو څلورویشت ساعتونو کې هلته لږ تر لږه ۴۶ فلسطینیان وژل شوي.

بلخوا د اسرائیلو پوځ د حماس هغه ادعا رد کړې چې ګنې په غزه کې یې یو اسرائیلی سرتېری نیولی. د حماس وسله والې څانګې القسام لوا ویلي وو چې د غزې په شمال جبالیه سیمه کې د جګړې پر مهال یې پر یو شمېر اسرائیلي پوځیانو په یوه تونل کې ناڅاپه برید کړی او لږ تر لږه یو عسکر یې ترې یرغمل کړی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جې) اسرائیل ته امر کړی، چې ''په رفح کې سملاسي خپل پوځي بریدونه ودروي.''

یادې محکمې د سویلي افریقا یوې عریضې په ځواب کې دا پرېکړه کړې، چې تېره اونۍ یې پکې پر اسرائیل تور پورې کړی و، چې د عریضې په ټکیو د ډله ییزې توکمي وژنې پر لور ګامونه پورته کوي.

د قضائیه هیئت مشر قاضي نواف سلام وايي، له هغه وروسته چې تېر ځل دغې محکمې اسرائیل ته په غزه کې د وضعیت ښه کولو امر کړی و، هلته حالت لاپسې خراب شوی دی.

اسرائیلي چارواکو بیا دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي او داسې اشارې یې څرګندې کړې، چې د خپلو عملیاتو درولو په تړاو به هر ډول پرېکړه و نه مني.

بل لور د جمعې پر ورځ د ای سي جې قاضي نواف سلام د پرېکړې اورولو په ترڅ کې وویل: ''اسرائیل باید سملاسي په رفح ولسوالۍ کې پوځي بریدونه او نور عملیات ودروي'' چې له کبله یې فلسطینیانو ته ''فزیکي زیان رسېږي'' او دا داسې څه دي، چې د نړیوال قانون له مخې توکمیزه ډلوژنه څرګندولای شي.

نوموړي زیاته کړه، اسرائیل باید له هر ډول خنډ پرته د ملګرو ملتونو کسانو ته اجازه ورکړي، چې په غزه کې د توکمیزې ډلوژنې تورونو په هکله پلټنې وکړي.