د ۵۵۰ بچیانو پلار ته د محکمې امر؛ نور به خپل سپرم نه اهدا کوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د هالنډ په هاګ کې محکمې یوه هالنډي سړي ته – چې ممکن له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې د خپل سپرم د اهدا کولو له لارې تر اوسه په بېلابېلو هېوادونو کې تر ۵۵۰ ډېر بچیان لرلي وي - امر کړی چې د خپل سپرم ډالۍ کول ودروي.
که دا سړی چې د ۴۱ کلن جنتن په نامه معرفي شوی، بیا هم خپل سپرم ډالۍ کړي، څه باندې سل زره یورو به نغدي جریمه کړل شي.
محکمې جنتن ته اړایستلی د ټولو هغو روغتیايي مرکزونو نوملړ وړاندې کړي، چې ده خپل سپرمونه ورته ډالۍ کړي دي او هغوی ته ووايي چې دده سپرمونه له منځه یوسي.
د هالنډ میندوارۍ اړوندو کلینیکونو په سپارښتنو کې راغلي د سپرم اهدا کوونکي باید د ۱۲ کورنیو تر ۲۵ ډېر بچیان ونه لري.
د محکمې قاضي ویلي، جنتن په لوی لاس هغه میندې او پلرونه ګمراه او لارورکي کړي چې غوښتل یې د ده له سپرم ګټه واخلي.
په ۲۰۱۷ کې هالنډ پر جنتن وروسته تر هغه د خپل سپرم اهدا کولو بندیز ولګاوه چې روښانه شوه دده له سپرم په ګټه اخیستو تر ۱۰۰ ډېر ماشومان زیږېدلي.
خو ددې پر ځای چې دی خپل دا کار ودروي، بهر کې او پر انټرنېټ یې د خپل سپرم د اهدا کولو ته دوام ورکړ.
قاضیانو ویلي، دې سړي له ۲۰۰۷ کال راهیسې د خپل سپرم د اهدا له لارې د ۵۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ ماشومانو زیږېدو کې مرسته کړې ده.
جنتن د ماشومانو د حقونو د ساتنې د مؤسسې له لوري محکمې ته وړاندې شو او د یوه ماشوم مور ویلي ګومان کوي چې دده له نطفې نه یې زوی پیدا شوی دی.
د محکمې ویاند ګیرټ مارک سمیلټ ویلي: "مهم ټکی دا دی چې د سلګونه نا سکه وروڼو او ناسکه خویندو د قرابت دا شبکه ډېره لویه ده".
ددغه سړي له سپرمونو زیږېدلي تر ۱۰۰ ماشومان د هالنډ په روغتونونو کې زیږېدلي او نور بیا په پټ ډول (چې روغتونونو کې هېڅ ثبت شوي نه دي) زیږېدلي. ده د ډنمارک ځینو روغتیايي مرکزونو ته هم خپل سپرمونه ورکړي.
د ده له سپرم نه د زیږېدلو ماشومانو له احتمالي مور او پلار سره د اړیکو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.
محکمې ویلي ددې سړي دا کار په راتلونکې کې ښايي پر ماشومانو له رواني او ټولنیزو اړخونو منفي اغېز وکړي.
په تېر کې پر هالنډ د ښځو د ښېرازۍ اړوندو مسلو له کبله نیوکې شوې دي.
په ۲۰۱۹ کال، په هالنډ کې د ښېرازۍ یو هالنډی ډاکټر پر دې تورن شوی و چې د ځینو ښځو له موافقې پرته یې د هغوی په تخمدان کې خپل سپرمونه کارولي او دی د کابو ۴۹ ماشومانو پلار دی.











