د قاسم سلیماني لخوا جوړه شوې د مقاومت کړۍ به پر ځای پاتې شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره میاشت سوریه کې د ایران له ملاتړه د برخمن حکومت نسکورېدل، د مقاومت محور ته یو ستر ګوزار ورکړ. دا هغه ځواکمنه ټلواله وه چې د منځني ختیځ کړکېچ کې یو له مهمو لوبغاړو بلل کېده.
بي بي سي د قاسم سلیماني د مړینې د پنځم تلین په تړاو د اېتلاف راتلونکي ته نظر کړی دی.
پنځه کاله وړاندې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال، امریکايي ځواکونو قاسم سلیماني په بغداد کې په نښه کړ او ویې واژه. سلیماني د ایران د قدس ځواک قوماندان و، د سپاه پاسداران د هغې څانګې چې د بهرنیو عملیاتو مشري په غاړه لري. نوموړی د ایران د سیمه ییز نفوذ او پوځي ستراتیژۍ یو مهم معمار و.
سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۳ مه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې له وژل کېدو درې میاشتې وړاندې، د سپاه پاسداران قومندانانو ته یوه پټه وینا کړې وه چې په کې یې د "مقاومت د کړۍ کمیتي او کیفیتي پراخوالي" خبره کړې وه.
داسې ښکارېده چې سلیماني د خپل مرګ په اړه پوهېده او غوښتل یې، د قدس ځواک په اړه د خپل دوه لسیزو مشرتابه رپوټ وړاندې کړي. هغه ویلي و، "سپاه پاسداران د کمیت او کیفیت له پلوه مقاومت ته وده ورکړې او د لبنان په سوېل کې یې له دوه زره مربع کیلومتره مساحت څخه نیم میلیون مربع کیلومترو ته پراخ کړی دی."
هغه زیاته کړې وه: "سپاه پاسداران د مقاومت لپاره یوه ځمکنۍ سیمه ییزه اړیکه جوړه کړه؛ هغه دا چې ایران له عراق، عراق له سوریې او سوریه یې له لبنان سره وتړل. نن تاسو کولای شئ په تهران کې یوه موټر ته پورته شئ او د پلازمېنې بیروت سوېلي سیمو ته ولاړ شئ."
په ایران کې د مقاومت کړۍ ته د سلیماني د یوې مهمې لاسته راوړنې په سترګه کتل کېدل، خو تېر کال دغه محور څو ستر ګوزارونه وخوړل.
یوه مفکوره چې کولای شي منځنی ختیځ بدل کړي

د عکس سرچینه، Khamenei.ir
د ایران سیمه ییزه پراختیا د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې پیل شوه. هغه مهال دوی په لبنان کې د شیعه حزب الله غورځنګ په رامنځته کولو کې مرسته وکړه، چې له امریکا او اسرائیلو دواړو سره مقابله وکړي.
وروسته په سیمه کې بې ثباتۍ چې په هغو کې په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا برید، د ۲۰۱۱ کال د عربو پسرلي او د داعش ډلې په څېر د سني افراطي غورځنګونو راڅرګندېدل، د ایران لپاره په سیمه کې د خپل حضور د لا پیاوړي کېدو فرصت برابر کړ.
په سوریه کې د اسلامي انقلاب ګارډ قول اردو ځواکونو ځای پرځای کول، او په عراق او لبنان کې د شیعه وسله والو ډلو حضور، د ایران له پولو د مدیترانې تر سواحلو سیمه ییزه اړیکه رامنځته کړه، چې ان د اسرائیلو تر پولو هم ورسېده.
د بیت المقدس په عبراني پوهنتون کې د استاد ډانېل سوبلمن په باور، په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا له برید مخکې د ایران او د هغه تر کنټرول لاندې سیمو ترمنځ د ځمکني دهلیز د جوړولو مفکوره ممکنه نه وه. هغه وايي: "د عراق جګړې ایران ته دا زمینه برابره کړه چې دا سیمې سره ونښلوي، خپله لاره له عراق، سوریې او له هغه ځایه مخامخ لبنان ته وباسي."
"دا په ریښتینې توګه مهمه وه، ځکه په لبنان کې حزب الله د ایران د سیمه ییزې پروژې بیرغ او د مقاومت د محور بنسټ کېښود."
یمن هم په کورنۍ جګړه کې کېوت، پلازمینه صنعا او ډېری مهم ښارونه یې د ایران تر اغېز لاندې شیعه ملیشو په ولکې کې راغلل.
د اسرائیلو په شاوخوا کې د 'اور کړۍ'

د عکس سرچینه، Khamenei.ir
په وروستیو کلونو کې، د "مقاومت کړۍ" په منځني ختیځ کې د لوېدیځ او اسرائیلو له نفوذ سره د مقابلې لپاره د فلسطیني ډلو حماس او اسلامي جهاد په څېر شیعه ډلو او ځینو سني اسلامپالو تر منځ د سیمه ییز اتحاد په سمبول بدل شوی.
دا کړۍ چې په لبنان کې د نا دولتی لوبغاړو لکه حزب الله، په عراق کې د شیعه ملېشو او په یمن کې د حوثي یاغیانو او همدارنګه په سوریه کې د بشار الاسد پخواني حکومت په څېر فعالینو څخه جوړ شوی، د ایران تر ټولو مهم جیو پولیټیکل اهرام په توګه کار کړی دی.
که د دې شبکې یا کړۍ ملاتړ نه وای، د بشارالاسد رژیم به وختي پرځېدلی و.
د مقاومت کړۍ د اسرائیل د پولو په شاوخوا کې هم "د اور کړۍ" رامنځته کړه، چې د اسرائیلو او امریکا دواړو په وړاندې د ایران یو له مهمو وسیلو و.
په عراق او افغانستان کې د امریکا پوځ جګړې چې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش په واکمنۍ کې پیل شوې او په سوریه کې له سپاه پاسداران سره د امریکا د ښکېلتیا له امله د ایران د اټومي تړون (اوس له منځه تللی) د سقوط په اړه د اوباما ادارې اندېښنې، له هغو عواملو وو، چې د تهران سیمه ییز دریځ او د مقاومت محور پراخولو او ځواکمنتیا سره یې مرسته وکړه.
د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، د ایتلاف پراخولو تر څنګ د خپلو پوځي وړتیاو لوړولو لپاره د ایران هڅې بریالۍ وې.
هغه وايي، "د هغه څه په اړه چې دوی یې د مقاومت کړۍ بولي، په اړه یې د ایران هڅې، هغه څه و، چې سلیماني او د قدس ځواک د اسرائیلو پر وړاندې د "د اور کړۍ" ستراتیژۍ په توګه یادوله او هغه خورا جدي هڅه وه."
"زه فکر کوم دوی په دې برخه کې په اوږدې مودې کې د میلیاردونو ډالرو پانګونه کړې چې په حقیقت کې په لبنان کې د حزب الله د رامنځته کېدو له بریالیتوب سره پیل شوې."
د ایران د نفوذ کمښت

د عکس سرچینه، Soleimani.ir
پنځه کاله وړاندې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قاسم سلیماني د وژلو امر وکړ، چې د مقاومت کړۍ د نفوذ کمښت ته یې زمینه برابره کړه.
اوس چې بیا ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د ور ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي، ایران له تېرو دوو لسیزو په سیمه کې په خپل کمزوري دریځ کې دی.
کله چې ټرمپ ولسمشر و، پر ایران یې د "سخت فشار" کمپاین کارولی و، چې د نړیوال اټومي تړون څخه وتل او د سختو بندیزونو بیا لګول پکې شامل وو، چې په تېرو اوو کلونو کې په ایران کې د پام وړ مالي فشار لامل شوی دی.
د یوه کلیدي قوماندان په توګه د سلیماني له وژل کېدو سره یوځای دغه فشار، په سیمه کې د ایران په کمزوري کولو کې مرسته کړې ده.
په همدې حال کې، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د حماس له خوا پر اسرائیلو برید نورې سترې ننګونې هم رامنځته کړې دي.
په غزه کې د حماس د مشرانو وژل او په غزه کې یې د پوځي ځواک له منځه تلو، په بیروت کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله وژل کېدل او د شیعه ډلې د ډېرو جګپوړو قوماندانانو په نښه کول د اسرائیلو پر وړاندې د ایران دفاعي توان د پام وړ کمزوری کړی دی.
د ډاکټر ډانیل سوبلمن په وینا، د حزب الله د پوځي وسایلو شنډولو، د ایران د نفوذ تر ټولو مهم سیمه ییز ځواک، په سیمه کې حالات په اوږد مهال ډول د اسرائیلو په ګټه بدل کړل.
ډاکټر سوبلمن وايي، "حزب الله د ډېرو کلونو لپاره، د مقاومت کړۍ تر ټولو ځواکمنې برخې په توګه ځان جوړ کړی و."
"اوس موږ د دې محور د پاېښت په اړه د بحث کولو حقیقت سره مخ یو، چې د حیرانتیا خبر ده."
هغه زیاتوي، د مقاومت کړۍ د ایران په ګټه د قدرت د توازن د بدلولو توان درلود خو اوس وضعیت په بشپړه توګه بدل شوی دی.
له بلې خوا په سوریه کې د بشارالاسد رژیم نسکورېدل چې د ایران د ملاتړو له خوا د مقاومت د ستنې په توګه یادېده، د مقاومت کړۍ ته نه جبرانېدونکی ګوزار ورکړ.
د مقاومت کړۍ راتلونکی
اوس ایران د مقاومت کړۍ ډېری قومندانان او مشران له لاسه ورکړي او له خپلو متحدینو سره د ځمکنیو اړیکو په نشتوالي کې ځان په یوه ستونزمن حالت کې ویني.
په عراق کې د شیعه ملیشو تر څنګ، په یمن کې حوثي یاغیان په سیمه کې د ایران لپاره یوازینی پاتې شوني دي، خو هغوی هم د امریکا او اسرائیلو تر پراخو بریدونو لاندې دي.
د ایران د میلیاردونو ډالرو پانګونې او په سوریه او د جګړې په نورو سیمو کې د سلګونو زرو کسانو له وینې توېیدو سره سره، د مقاومت کړۍ، چې یو وخت یو ستر سیمه ییز ځواک ګڼل کېده، اوس له بې ساري ننګونو سره مخ دی.
په همدې حال کې واک ته د ډونالډ ټرمپ له ورستنېدو سره داسې ښکاري چې که د ایران او امریکا تر منځ کومه موافقه ونه شي، ښايي سپینه ماڼۍ خپل ګواښونه چین او عراق ته واړوي چې تهران د تېلو له عوایدو محروم کړي او د مشهورو شیعه ملیشو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي.











