شهاب الدین دلاور: د مس عینک کان د استخراج عملي چارې باید پیل شي

د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور ایم سي سي چینايي شرکت ته یو میاشت وخت ورکړی چې د مس عینک کان د استخراج چارې عملاً پیل کړي.

د طالبانو په حکومت کې د اطلاعات او کتلور، او اوبو او انرژۍ وزارتونو چارواکو هم کابل کې د چین له سفیر ژاو شنک سره لوګر ولایت ته د سفر پرمهال د دغه کان د استخراج برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د مس عینک کان استخراج د افغانستان له لویو اقتصادي پروژو ګڼل کېږي چې تړون یې ۲۰۰۷ کال د حامد کرزي د حکومت پر مهال له چینايي شرکت سره شوی و،‌ خو د استخراج چارې یې تراوسه د بېلابېلو لاملونو له کبله پاتې دي.

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي د دغه کان د استخراج چارې کلونه کلونه ځنډیدلې او قراردادي چینايي شرکت ته یې نور وخت نشي ورکولی.

ښاغلي دلاور لوګر ولایت ته د سفر پر مهال وویل د 'ایم سي سي' شرکت ټولې غوښتنې پر ځای او له کانه د استخراج د پیلولو پر وړاندې ټول خنډونه لېري شوي دي.

له ایم سي سي چینايي شرکت سره د مس عینک کان د استخراج تړون په ۲۰۰۷ کال کې چې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر و، شوی و.

په پام کې وه چې له دغه کانه د استخراج عملي چارې په ۲۰۱۳ کال کې پیل شي خو د ناڅرګندو لاملونو له امله د دې سترې اقتصادي پروژې چارې پیل نه شوې.

دغه چینايي شرکت د عملي چارو پیلولو لپاره د اوبو او برېښنا د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنې کړې وې.

اوس طالب چارواکي وايي د څلور سوه میګاواټه برېښنا او اړتیا وړ اوبو برابرولو برخه کې چمتووالی نیول شوی دی.

په تېر کې د ایم سي سي چینايي شرکت په دې سیمه کې تاریخي اثارو شتون ته هم ګوته نیوله او ویل یې تر هغې چې د عینک له ساحې نه لرغوني اثار په خوندي توګه ونه اېستل شي د پروژې د عملي کار پیلول ګران دی.

خو د طالبانو حکومت کې د اطلاعات او کلتور وزارت چې دا کار یې مسوولیت ګڼل کېږي وايي چې وار دمخه یې زرګونه تاریخي اثار له دغه کانه ملي او د سیمې موزیم لېږدولي او زرګونه نور پاتې دي چې د استخراج له چارو سره به هممهاله لېږدول کېږي.

د دې وزارت سرپرست ملا خیرالله وايي په دې برخه کې له چینايي شرکت سره هوکړې ته رسېدلي دي.

په پام کې ده چې د ایم سي سي چینايي شرکت پر مس عینک کان، چې د مسو یو ستر کان بلل کیږي څه باندې درې میلیارد ډالره پانګونه وکړي چې نه یوازې د افغانستان اقتصاد لپاره ګټور دی بلکې زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابرېږي.

د دغه کان سپړل له بېلابېلو اړخونو ان د سیمې په کچه هم مهم ګڼل کېږي خو تېر کې پرلپسې ناامنیو، وخت نا وخت په قرارداد کې قانوني ستونزو او ښايي سیمه ییزو او نړیوالو رقابتونو په بیا بیا د کان د کیندنې او عملي چارو مخه ډب کړې وه.

اوس طالب چارواکي وايي سراسري امنیت یې ټینګ دی، د چینايي شرکت له غوښتنو سره سم ټولې اسانتیاوي برابرې شوې ځکه نو باید ژر تر ژره یې عملي چارې پیل شي.‌

خو دا به وکتل شي چې د طالب چارواکو له غوښتنې سره سم په یوه میاشت کې دننه د میس عینک کان د پروژې چارې پیلېږي او کنه.

طالب چارواکو تېر کال هم له اېم سي سي شرکته غوښتي وو چې د دغه کان عملي چارې ژر پیل کړي.