یونان کې د یوې مافیا ډلې مشر په ډزو وژل شوی؛ پولیسو پلټنې پیل کړي

د عکس سرچینه، CCTV/X
د یونان آتن ښار په جنوب کې د یوې مافیا ډلې مشر په ډزو وژل شوی دی.
د ونجلیس زامبونیس په نامه دا کس د تېرې یکشنبې پر ورځ په ډزو وژل شوی او د قاتلینو د موندلو په اړه یې پلټنې روانې دي.
زامبونیس چې د یونان د مافیا په تاریخ کې یوه ځواکمنه څېر وه، په له ۹۰ زیاتو ګولیو لګېدلی دی.
ادعا ده چې، هغې د باج اخیستنې یوه ډله رهبري کوله او د سګرټو او تېلو په قاچاق کې یې لاس لاره.
د امنیتي کمرو په یوه ویډیو کې چې د هغې له وژنې څو ساعته وروسته خپره شوه، لیدل کېږي چې زامبونیس د بي اېم ډبلیو یوه زغروال ګادي کې سپرېږي. دا موټر د اتن په نیوس کوزموس سیمه کې د تېلو یوه پمپ ته څېرمه چې ویل کېږي د زامبونیس دی، درول شوی و.
بل موټر هم په همدې پارکېنګ کې د بي اېم ډبلیو شاته ولاړ دی، پولیسو وروسته بیا د پلټنو پر مهال مالومه کړه چې، دا د جعلي پلېټ لرونکی موټر څو میاشتې وړاندې په ایټالیا کې غلا شوی و.
کمره کې لیدل کېږي چې، له دې ګاډی دوه سړي راښکته کېږي چې یوه یې تورې جامې اغوستي او مخ یې هم پوښلی دی.
دا نامالوم کسان بي اېم ډبلیو ته نږدې کېږي او په Ak-47 ټوپک یې د د موټر چلوونکي پر کړکۍ د ډزو پرلپسې ګوزارونه پیل کړل.
ورسره دویم کس هم په کلاشینکوف د موټر دننه ډزې وکړې او بیا دواړه موټر ته وختل او له سیمې وتښتېدل.
د دوی سوځېدلی موټر ، وروسته پولیسو د آتن ښار څنډه کې وموند.
یونان کې د ښاغلي زامبونیس د وژنې په اړه ډول ډول رپوټونه ورکړل شوي.
ځیني په دی باور دي چې، نوموړی په ۲۰۲۳ کال جون کې د خپل مافیايي سیال واسیلیس روبتیس د وژنې په غچ کې ووژل شو.
ځینې بیا وايي د زامبونیس وژل د تنباکو د محصولاتو د کورنیو قاچاقبرانو او بهرنیو قاچاقبرانو تر منځ رامنځته شوي تاوتریخوالي سره، چې له اوکرایینه ارزانه سیګرټ واردوي تړاو لري.
سیمه ییزو رسنیو هم رپوټونه ورکړي چې، د زامبونیس د موټر شاته یو کلاشینکوف هم موندل شوی، له دې ښکاري چې هغه هم وسله لرله.
نوموړی په ۲۰۱۸ کال کې داسې مهال له یوه بریده روغ ووت، چې بریدګر پرې د برید هڅه وکړه خو بریالی نه شو.
د یونانۍ ورځپاڼې کاتیمِرینی د رپوټ له مخې، له ۲۰۱۷ کال راهیسې په دغه هېواد کې د باج اخیستنې او د نورو فعالو جنايي ډلو کې د مافیا د مشرانو په ګډون له ۲۰ ډېر قراردادي وژنې شوي دي.











