په ترکیه کې د اسلام پیغمبر ته د منسوب کاریکاتور پر سر لاریونونه؛ د مجلې چلوونکي نیول شوي

د عکس سرچینه، OZAN KOSE/AFP via Getty Images
ترکي چارواکو ویلي، د لمان طنزیه مجلې له خوا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د منسوب کاریکاتور خپرولو په اړه یې څېړنې پیل کړي او د کاریکاتور جوړوونکي په ګډون یې د مجلې مسوول مدیر او د دغه بنسټ مشر نیولي دي.
پر نیول شویو کسانو "عامه توګه مذهبي ارزښتونو ته د سپکاوي" تور لګول شوی دی.
د مجلې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې دا تور په کلکه رد شوی دی. مجلې ویلي: "په انځور کې د اسلام د پیغمبر هیڅ توصیف نه شته."
د کاریکاتور په اړه پر خواله رسنیو له غبرګونونو وروسته د مجلې د ودانۍ مخې ته د ګڼ شمېر راټولو شویو کسانو ویډیوګانې خپرې شوې چې "ژوندی دې وي شریعت" شعارونه یې ور کول، لمونځونه یې کول او تکبیرونه یې ویل.
پولیسو د هغو معترضانو مخه نیولې چې هڅه یې کوله د مجلې ودانۍ ته ننوځي.
د استانبول د لوی څارنوال دفتر ویلي، د لمان طنزیه مجلې د وروستۍ ګڼې د راټولولو امر صادر شوی او په ټولنیزو رسنیو کې د مجلې د حسابونو د بندولو پروسه هم پیل شوې ده.
په هغه ګڼه کې چې د جون په ۲۶مه خپره شوه، د محمد او موسی په نوم دوه کرکټرونه یو بل ته یوه بمبار شوي ښار ته د ننوتلو پر مهال ښه راغلاست وايي.
د ترکیې د عدلیې وزیر اعلان وکړ چې د ترکیې د جزا قانون د ۲۱۶ مادې له مخې د مجلې پر ضد قضايي تحقیقات پیل شوي دي.
کوم کسان نیول شوي دي؟
د قضايي څېړنو د یوې برخې په توګه، د لمان مجلې مدیر زافر اکنار، ګرافیک ډیزاینر جبرايیل اوکچو، کارټونیسټ دوغان پهلوان او د مجلې مدیر علي یاووز نیول شوي دي.
پر خواله رسنیو د دوی د نیول کېدو یوه ویډیو هم خپره شوې ده.
د راپورونو له مخې، د مجلې د امتیاز څښتن تونجای اکګون او یو بل مدیر اسلان اوزدیمیر، چې د نیولو امر یې صادر شوی دی، دمګړۍ له ترکیې بهر دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر پر ایکس خواله رسنۍ د نیول شویو کسانو د خبر د خپرولو ترڅنګ وویل: "زه یو ځل بیا هغه کسان غندم چې زموږ د پیغمبر د کاریکاتورونو په رسمولو سره د کرکې او نفرت راپارولو هڅه کوي."

د عکس سرچینه، Leman dergisi
کاریکاتور په اړه غبرګونونه څه وو؟
د لمان طنزیه مجلې له خوا د یاد کاریکاتور خپرولو له امله په ځانګړي ډول د حاکم ګوند له خوا سخت غبرګون ښودل شوی دی.
د ترکیې د عدلیې وزیر، د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو مرکز مشر، د بهرنیو چارو وزیر او د کورنۍ او ټولنیزو خدماتو وزیره د هغو چارواکو په ډله کې وو چې د کاریکاتور د غندلو پیغامونه یې خپاره کړل.
د ترکیې د کورنۍ او ټولنیزو خدمتونو وزیرې ماهینور ګوکتاش وویل: "د دې رسوایۍ نوم، چې د 'لمان' په نامه مجلې لخوا رهبري کېږي، نه طنز دی او نه د بیان ازادي ده."
د ملي حرکت ګوند مشر دولت باحچلي هم ویلي: "زه، زموږ پر پیغمبر باندې دا برید غندم."
هغه د سې شنبې په ورځ د خپل ګوند د پارلماني ډلې په غونډه کې وویل: "د اسلاموفوبیا پر وړاندې د قانوني چلند پلان باید چمتو شي."
خو ورته مهال د ترکیې د کارګرانو ګوند د لمان ودانۍ مخې ته د خلکو راټولېدنه غندلې او لیکلي یې دي "د یوې ډلې متعصبو له خوا چې حکومت یې ملاتړ کوي، زموږ پر خلکو او لمان ودانۍ فزیکي برید په هیڅ حالت کې د منلو نه دی."
یاد ګوند د برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه هم کړې ده.
د ګوند په اعلامیه کې ویل شوي: "موږ چارواکو ته د اتباعو د ژوند او ملکیت د خوندیتوب په برخه کې د دوی د دندو او مسؤلیتونو یادونه کوو."
لمان مجله څه وايي؟
د لمان مجلې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې "په نړۍ کې ۲۰۰ میلیونه خلک د محمد په نوم یادېږي."
په بیان کې ویل شوي: "د کارټونیسټ هدف د مظلومو مسلمانانو دفاع کول او د اسرائیلو لخوا د مسلمانانو وژنې ته پام را جلبول و چې مذهبي ارزښتونو د سپکاوي هیڅ اراده په کې ښکېله نه وه."
مجلې پر ایکس خواله رسنۍ خپل خپاره کړي پیغام کې زیاته کړې: "موږ هغه بدنامي نه منو چې موږ ته منسوبه شوې ده، ځکه چې په دې کاریکاتور کې د اسلام د پیغمبر هیڅ انځور نه شته. تاسو باید د داسې یوه تفسیر لپاره خورا بد نیت ولرئ."
د بیان په یوه بله برخه کې ټینګار شوی چې مجلې په مکرر ډول د فلسطین مسله په خپله اجنډا کې نیولې ده:
"د یوې مجلې په توګه چې د فلسطین په اړه یې پنځه ځانګړي ګڼې خپرې کړي او د مرمرې کښتۍ په اړه یې سل مقالې خپرې کړې دي، موږ اعلان کوو چې هیڅوک حق نه لري زموږ وجدان او ایمان په غلط او تحریف شوي ډول تر پوښتنې لاندې راولي."

د عکس سرچینه، OZAN KOSE/AFP via Getty Images
د مجلې د کارمندانو لپاره امنیتي اندېښنې
د پولیسو لسګونه بسونه او د بلوا ضد پولیس په هغو سړکونو کې ځای پر ځای شوي چې د مجلې ودانۍ ته غځیدلي دي.
یوې ډلې چې ځان د "لوی ختیځ اسلامي مبارزه جبهه" بولي، پر ایکس پاڼه یې د لمان مجلې ودانۍ مخې ته د لاریون ویډیوګانې او عکسونه خپاره کړل او ور سره یې ولیکل: "د توحید بیرغ به د لمان پر ودانۍ پورته شي."
په دغو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې په سیمه کې سلګونه کسان راټول شوي دي.
یو کس چې ویل کېږي په استانبول کې د لوی ختیځ اسلامي مبارزې جبهې سیمه ییز مشر دی، په یوه وینا کې یې وویل، دا د اناتولیا اسلامي ځمکه ده: "موږ ځو یا دوی، موږ مړه کېږو یا دوی، موږ چمتو یو چې له دې رڼا سره ژوند وکړو او مړه شو."
د مجلې کارکوونکو له عدلیې وزارت او امنیتي ادارو څخه د اقدام غوښتنه کړې ده.
د استانبول والي پر ایکس خپاره کړي یوه بیان کې ټینګار کړی چې د لاریونوالو په منځ کې داسې کسان شته چې پاروونکې کړنې یې کړي. هغه ویلي: "هیڅوک دا حق یا ازادي نه لري چې د کوم دلیل لپاره جرم وکړي."
د فرانسې خبري اژانس په وینا، پولیسو د لاریون له پیل څو ساعتونه وروسته د لاریونوالو د تیت او پرک کولو لپاره د مرچ سپری او ربړي مرمۍ کارولې دي.
د راپورونو له مخې، په سیمه کې د لاریونوالو پر بیا راټولېدنه بندیز لګول شوی او د تاکسیم چوک سیمه کې اضافي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.











