پاکستان: دین ته د سپکاوي وژنې قضیه کې د اعدام سزاوې ورکړل شوې

People in Pakistan hold a vigil for Priyantha Diyawadanage on Sunday in protest of his violent mob death

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پاکستان او شري لنکا کې د دې پېښې پر ضد احتجاجونه وشول

د هغې ډلې شپږ کسانو ته د اعدام سزا ورکړل شوی، چې پاکستان کې یې دین ته د سپکاوي په تور سریلانکایی سړی وژلی و.

تېر دسمبر کې د پاکستان سیالکوټ کې د قهریدلو خلکو یوې لویې ډلې ۴۸ کلن پریانتا دیاواداناګ چې د یوې فابریکې مدیر و، په وهلو ټکولو وواژه او مړي ته یې اور ورته کړ.

په دې قضیه کې ۸۸ کسان تورن شوي وو، چې نهو ته د عمري زندان سزا او پاتې نورو ته له دوو تر پنځو کلونو پورې زندان سزا ورکړل شوې ده.

دې قضیې پاکستان لړزولی و او د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان هغه ورځ د پاکستان لپاره ''له شرمه ډکه '' بللې وه.

په ویډیويي کلیپونو له کارځایه تر واټه پورې د ښاغلي دیاواداناګ راکاږلو او وهلو ټکولو صحنه پر خواله رسنیو هم خپره شوې وه.

ځینې کسان داسې حال کې هم ولیدل شول، چې د نوموړي له سوځېدونکي مړي سره یې سیلفي تصویرونه اخیستل.

A man walks past funeral banners of Sri Lanka's factory manager Priyantha Diyawadanage in Ganemulla, about 33 km from Colombo on December 7, 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له دې وژنې وروسته چې سلګونه کسان پکې شامل وو، په شري لنکا کې هم احتجاجونه وشول.

د هغه مېرمن نیلوشي دیسانیاکا وايي، پر انټرنېټ یې د خپل مېړه وژل کېدو پېښه ولیده، چې په وینا یې ''ناانساني (رویه) وه. ''

پېښه له ګنګوسو وروسته رامنځته شوه، چې ګواکې ښاغلي دیاواداناګ هغه بنرونه پرې کړي چې د اسلام پیغمبر نوم پرې لیکل شوی و.

خو د نوموړي یوه همکار چې د پېښې پر مهال یې د هغه د ژغورنې هڅه کړې، وروسته وویل، هغه بنرونه پرې کړي نه وو، بلکې د فابریکې ودانۍ صفايۍ پر مهال یې له هغه ځایه لېرې کړي وو.

پاکستان کې دیني اجتماع ګډوډول، پر هدیرو تېری، مذهبي عقایدو ته سپکاوی، او یا په قصدي توګه د عبادتځایونو بې حرمتي یا ورانول دین ته سپکاوی بلل کېږي او د قانون له مخې تورنو کسانو ته د اعدام سزا ورکول کېدای شي.