د طالبانو حکومت: چین د ټېکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتیا په برخه کې افغان کادرونه روزي

د عکس سرچینه، Anayatullah Alokozay
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت وايي چې له یوه چینايي شرکت سره یې په دغه هېواد کې مخابراتي خدمتونو، ټېکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتیا یا اېای ته د ودې ورکولو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي پرخپله اېکس پاڼه په دې هکله خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د چین اېمسيسي شرکت له عمومي رییس وانګجي او ورسره پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې، "د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې د ټېکنالوژۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې د سیمې او له ګاونډيو هېوادونو سره په ګډه همکارۍ خپل پرمختګ چټک کړي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چینايي شرکت د لوګر ولایت د 'مېس عینک' کان قراردادي هم دی او مشر یې له مولوي حقاني سره په کتنه کې ویلي چې هلته به "غوره مخابراتي اسانتیاوې" برابرې شي.
د ښاغلي وانګجي له خولې ویل شوي چې په افغانستان کې د مېسو د دغه ستر کان د "ښه مدیریت لپاره یې افغان کادرونه د ټېکنالوژۍ په برخه کې چین ته استولي چې د مصنوعي ځيرکتیا اړوند زدکړو تر څنګ به د کان کیندنې د چارو مدیریت او پرمختګ ورسره چټک شي."
د مصنوعي ځیرکتیا وده او ورسره تړلې ننګونې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت داسې مهال په ټېکنالوژۍ او په ځانګړي ډول د مصنوعي ځيرکتیا برخې ته د ودې ورکولو خبره کوي چې په کور دننه پکې د کادرونو کمی له پخوا راهیسې احساسېږي او په دې وروستیو کې له مصنوعي ځیرکتیا راټوکېدونکو ننګونو هم بېلابېل هېوادونه له مختلفو سرخوږیو سره لاس او ګرېوان کړي دي او ورسره د مبارزې هڅه کوي.

د عکس سرچینه، REUTER
د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت دې ویناپاڼه کې نه ده روښانه کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا لپاره دوی سم لاسي څه ډول پلانونه لري او دا چې په کومو برخو کې پرې پانګونه کېږي.
اوس مهال د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د زدکړو او کاري اغېزمنتیا لپاره په لویه کچه کار کېږي.
سعودي عربستان د سیمې په هېوادونو کې یو له هغو دی چې غواړي د مصنوعي ځیرکتیا د ودې لپاره د یوې لویې پروژې په اډانه کې سل میلیارده ډالره پانګونه وکړي.
د طالبانو حکومت چې ګوښی او له نړیوالې ټولنې سره مخامخ ډېپلوماتیکې اړیکې نه لري، له چینه د دا ډول مرستې او همکارۍ غوښتنه ورته یو فرصت بلل کېږي ځکه دغه هېواد د طالبانو له حکومت سره په تېرو درې کلونو کې ښه راشه درشه لري او د ټېکنالوژۍ په ډګر کې له مخکښانو بلل کېږي.











