سودارشان چاکرا: د هند نوې دفاعي طرحه څه ده؟

د عکس سرچینه، WION NEWS/X
هند له پاکستان سره له پوځي نښتې درې میاشتې وروسته، د اسلاماباد او بېجېنګ له ډډې د امنیتي اندېښنو زیاتېدو په غبرګون کې اعلان وکړ چې غواړي یو کورنی دفاعي سپر جوړ کړي.
لومړي وزیر نرېندرا مودي د اګسټ پر ۱۵مه د خپلواکۍ ورځې په وینا کې اعلان وکړ چې دا پروژه به "سودرشن چاکرا" نومیږي. دا د یوه افسانوي ډال نوم دی چې د خپل ځواک او اغېزمنتیا له امله پېژندل کېږي او په هندي افسانه کې د هندو خدای کرېشنا په لاس کې نیول کیږي.
یاد څو پوړیز دفاعي سیسټم چې ټاکل شوې تر ۲۰۳۵ پورې به فعال شي، دا به نه یوازې د مهمو پوځي تاسیساتو ساتنه وکړي بلکې ملکي بنسټونه به هم خوندي کړي.
د هند مهمو رسنیو دا پروژه د اسرائیلو له "وسپنیزې ګنبزې" او د امریکا له "طلایي ګنبزې" پروژې سره ورته بللې ده.
په مې میاشت کې د "سندور" عملیاتو پر مهال هند پر چین تور ولګاوه چې خپل نږدې متحد پاکستان ته یې د جګړې له ډګره نېغ په نېغه استخباراتي معلومات ورکړي دي. همدارنګه یې ټینګار وکړ چې اسلاماباد په دې جګړه کې له چینايي وسلو کار اخیستی.
که څه هم د چین له خوا د لانجمنې پولې پر سر ترینګلتیا یو څه کمه شوې خو هند لا هم د بېجېنګ د هر ډول احتمالي ګواښ په اړه په لوړه کچه پام ساتلی دی.
'سودارشان چاکرا' څه شی دی؟
سودارشان چاکرا د هند وړاندیز شوی هوايي او توغندیز دفاعي سیستم دی چې هدف یې د ټول هېواد په کچه د پوځي او ملکي مهمو بنسټونو ساتنه ده.
دغه پروژه د پراخو هوايي دفاعي سیستمونو په لرلو سره داسې جوړه شوې چې د لیرې واټن ویشتونکې توغندي، الوتکې او ډرونونه، د ځمکې، هوا او سمندر له لارې برېدونه شنډ کړی شي.
د هند رسنیو خبر ورکړی، دا طرحه به هغه دفاعي سیستمونه چې هند یې لا له وړاندې لري، لکه 'اېس ۴۰۰' اکاش پرایم او اکاشتیر سره یوځای کړي. نو په دې سره به هند د مهمو پروژو لکه 'کوشا' او د هېواد د نورو د کلیدي مرکزونو پر شاوخوا څو پوړیز دفاعي ډال رامنځته کړي.
تمه ده چې دغه سیستم به د پرمختللي څار تر څنګ د سایبري بریدونو پر وړاندې هم دفاع وکړلی شي.
دغه نوښت به بشپړ د هند دننه تولید شي. دا په دفاعي سکتور کې د هند د ځانبسیاینې عمومي تګلاره ده.
فرسټ پوسټ وېبپاڼې د اګست پر ۲۱مه راپور ورکړ چې دا ماموریت پر دریو ستنو ولاړ دی: "د څېړنو، پراختیا او تولید بشپړ هندي کول. د راتلونکو جګړو د مقابلو لپاره د وړاندوینې پر ټیکنالوژۍ تکیه. د خورا دقیقو بریدونو ضد سیستمونو جوړول." په کې شامل دي.
د هند لومړي وزیر ټینګار وکړ، دا سیستم د "دښمنانو د هر ډول احتمالي بریدونو د شنډولو" لپاره طرحه شوی دی.
ښاغلي مودي وویل: "هند اراده لري، داسې دفاعي سیستم جوړ کړي چې د حساسو مرکزونو په ګډون د ملکي سیمو ساتنه هم وکړی شي."
هغه زیاته کړه، دا سیستم "نه یوازې د ترهګریزو بریدونو مخه نیسي بلکې ترهګرو ته به پرې غوڅ ځواب هم ورکول کېږي."
ولې اوس؟
که څه هم هند له پخوا د ځانبسیاینې پر سیاست ټینګار درلود، په ځانګړي ډول په دفاعي برخه کې خو له پاکستان سره وروستۍ جګړې دغه دریځ ته یو نوی ستراتیژیک اړخ ورکړ.
هند اعلان وکړ، د "سندور" عملیاتو پر مهال یې د پاکستان هغه هڅې شنډې کړې چې غوښتل یې پوځي تاسیسات، جنګي الوتکې او ښاري سیمې په نښه کړي." دا یې د خپل کورنيو دفاعي سیستمونو بریا وبلله.
لومړي وزیر مودي په خپله وینا کې وویل:
"که موږ پر ځانبسیا نه وی نو هند د سندور عملیات په دې ډول بریالي نه شو ترسره کولی."
خو د پاکستان پرلهپسې ګواښونه چې د هند پر شتمنیو د بریدونو خبره کوي، ډهلي دې ته اړ کړی چې د څو پوړیزې دفاعي ستراتیژۍ پر لور ګامونه واخلي او نوم به یې "سودارشان چاکرا" وي.
د اګست په میاشت کې راپور ورکړل شو چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر هند ته د اټومي بریدونو ګواښ کړی او خبرداری یې ورکړی چې که په راتلونکي کې جګړه وشي نو د ګجرات ایالت د صنعت مرکز "ریلاينس" به چې د نړۍ له سترو تصفیهخانو بلل کېږي، په نښه کړي.
په داسې چاپیریال کې چې ګواښونه ورځ تر بلې ډېرېږي، لومړي وزیر مودي پر راتلونکو امنیتي اقداماتو ټینګار وکړ او ویې ویل:
"موږ یوازې د پېښو پرمهال غبرګون نه شو ښودلی، باید ګواښونه مخکې له مخکې وپېژنو او تیاری ورته ونیسو."
اوس مهال هند د هوایي قوماندې او کنټرول یو سیستم لري چې د پاکستان د توغندیزو بریدونو پر وړاندې د سندور عملیاتو پر مهال وکارول شو. خو د رسنیو په وینا، د سودارشان چاکرا ټیکنالوژي به هند ته دا توان ورکړي چې ګواښونه له لرې وڅاري او د دوښمن پر وړاندې په دقیقه توګه برید وکړي.
روسیه چې د هند د پوځي تجهیزاتو یو تاریخي عرضه کوونکی دی، په دې پروژه کې یې هم علاقه ښودلې ده.
د روسیې سفارت د اګسټ پر ۲۰مه وویل: "موږ باروي یو چې د دغو سیستمونو په پراختیا او پرمختګ کې به روسي تجهیزات هم وکارول شي."
په هند کې د روسیې سفارت په خبره، دوی لا له وړاندې له هند سره د دفاعي سیستم په برخه کې د 'اېس ۴۰۰' هوايي دفاعي سیستم مرسته کړې ده.
نوی سیستم به څنګه کار وکړي؟
که څه هم تر اوسه د دې پروژې تخنیکي جزییات پټ ساتل شوي خو ویل کېږي چارې به یې د هند نوښتګرې مخکښې څېړنیزې ادارې، دفاعي سازمانونه او خصوصي سکتور پر غاړه ولري.
د هند د ستراتیژېکو چارو کارپوه او متقاعد برید جنرال راجن کوچار د اګست پر ۱۵مه د ویون خبري شبکې سره په مرکه کې وویل: "په عمومي ډول به دا یو څو پوړیز دفاعي سیستم وي."
هغه زیاته کړه: "په دې پروژه کې به پرمختللې ټیکنالوژي وکارول شي، د 'اېس ۴۰۰' سیسټم، د کوشا پروژه چې له ځمکې د اوږده واټن ویشونکی توغندیز سیستم دی او همدارنګه اکاش پرایم سره یوځای کېږي او دا به ډېر پرمختللی دفاعي سیستم شي."
هندی خبریال شیو ارور هماغه ورځ د NDTV په خپرونه کې وویل: "ځمکني رادارونه به د دښمن هغه توغندي کشفوي چې د ځانګړو تاسیساتو پر لور ویشتل کېږي، وروسته به پر ځمکه د مرکزي کنټرول سیستم محاسبه کوي چې دغه توغندی چیرته لګېږي او بیا به یې د له منځه وړلو لپاره له موټرونو توغندي ویشتل کېږي تر هغه چې په هوا کې یې له منځه یوسي."
د هند حکومت تر اوسه د دې پروژې د مالي سرچینو په اړه کوم رسمي جزئیات نه دي خپاره کړې خو د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د دې پروژې د پلي کېدو ستر لګښتونه د پام وړ بللي دي.
راتلونکی ګام څه دی؟
له پاکستان سره د نښتې او له چین سره د پولو د کړکېچ پرمهال هند په فعاله توګه د خپلو دودیزو وسلو زېرمتون پراخوي.
دغه هېواد د پرالای په نوم نیمهبالستیک توغندي چې تر ۵۰۰ کیلومترو واټن ویشتلی شي او د نربهای په نوم کروز توغندي چې تر ۱۰۰۰ کیلومترو واټن پورې رسېږي، د ځای پرځای کولو بهیر پیل کړی دی.
خو پاکستان هم په ورته وخت کې د نوې ټیکنالوژۍ او د دقیقو بریدونو د وړتیاوو په ترلاسه کولو بوخت دی.
د اګسټ پر ۱۳مه، د خپلواکۍ له ورځې وړاندې یې د پوځ د توغندیز ځواک د قوماندې له جوړېدو خبر ورکړ. داسې جوړښت چې ویل کېږي له چینه په تقلید رامنځته شوی او د دودیزو جګړو او د توغندیزو عملیاتو مشري به پر غاړه ولري.
په داسې فضا کې د سودارشن چاکرا پروژه د هند لپاره یو ستر ګام بلل کېږي چې د راتلونکې لیدلوري او د دفاعي ځواک د پیاوړتیا څرګندونه کوي.
د هوايي ځواک پخوانی مرستیال او د دفاعي چارو شنونکي راجیو کاپور د اګست پر ۱۵مه له NDTV سره په یوه مرکه کې وویل: "دا پروژه نړۍ ته یو مهم پیغام دی چې ښيي هند اوس د ټیکنالوژۍ پوخ پړاو ته رسېدلی او چمتو دی چې بېلابېلې ټیکنالوژۍ سره یو ځای کړي، څو د راتلونکو جګړو لپاره حللارې ومومي."











