ملګري ملتونه: د تاوتریخوالي له کبله د سودان له الفاشر ښاره تر ۶۰ زرو ډېر خلک تښتېدلي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, انباراسن اتیراجن
- دنده, د نړیوالو چارو خبریال
- Author, نتاشا بوټي
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، د سوډان له 'الفاشر' ښاره وروسته له هغه تر ۶۰ زرو ډېر خلک تښتېدلي چې د اوونۍ په پای کې د چټک ملاتړ ځواکونو یا (اراېساېف) په نوم نیمهپوځي ملېشې ونیو.
دغه ځواکونه دې ښار ته په داسې حال کې ننوتلي چې له ۱۸ میاشتېنۍ کلابندۍ، لوږې او درنو بمباریو سره مخ و. له سیمې د ډلهييزو وژنو او د بشر ضد جرمونو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یواېناېچسيار) یوې چارواکې بوجین بایون بيبيسي ته ویلي، په وروستیو څو ورځو کې د هغو کسانو شمېر ډېر شوی چې د روان تاوتریخوالي له امله د الفاشر په ۸۰ کیلومترۍ کې پراته 'تاویلا' سيمې ته تښتېدلي دي.
اغلې بایون ویلي چې دغه کسان هلته د جنسي تېري په شمول، د سختو وحشتونو او ظلمونو کیسې کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې دا چارواکې همداراز وايي چې دا اداره دغو بېځایه شوو کسانو ته د سرپناه او خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ ده. په وینا یې، هر ماشوم یې له خوارځواکۍ کړېږي.
د اټکل له مخې، تر ۱۵۰ زرو ډېر خلک لا هم په الفاشر ښار کې بند پاتې دي.
دا هغه ښار دی چې د 'دارفور' په لوېدیځه سیمه کې د چټک ملاتړ ځواکونو د مخالف پوځ وروستی مهم مرکز و.
د چټک ملاتړ ځواکونو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په الفاشر کې شوې وژنې قومي رنګ یا انګېزه لري او د عربو نیمه پوځي ځواکونه پکې غیرعرب وګړي یا عجم په نښه کوي او وژني یې.
خو دغو ځواکونو منلې چې د 'ابو لولو' په نوم یې د خپلې ملېشې هغه غړی نیولی چې په اعدامونو تورن دی.
وروسته له هغه چې د بيبيسي 'وریفای' برخې د ابو لولو پېژندګلوي تایید کړه چې الفاشر ښار ته نږدې د ځینو بېوسلې سړیو د وژلو مسئول دی، د چټک ملاتړ ځواکونو دغه کس ونیو. دې ډلې د هغه د نیولو ویډيو هم خپره کړې ده.
خواله رسنۍ ټېکټاک هم بيبيسي ته منلې چې په لولو پورې تړلی اکاونټ یې تړلی دی. دا روښانه نه ده چې پر ټېکټاک هغه ته منسوب حساب ده په خپله کاراوه او که نه.
سوډان کې ولې کورنۍ جګړه پیل شوه؟
په سوډان کې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې وروسته له هغه کورنۍ جګړه پیل شوه چې پر دغه هېواد د واک ترلاسه کولو لپاره د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ نښتې پیل شوې.
دا نښتې په لوېدیځ دارفور سیمه کې د قحطۍ او د ټولوژنې د ادعاو لامل شوې دي.
تر اوسه د دغو نښتو له کبله په ټول سوډان کې تر ۱۵۰ زرو ډېر خلک وژل شوي او شاوخوا ۱۲ میلیونه وګړي له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.
ملګرو ملتونو دا د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین بللی دی.
د الفشر ښار نیول په دې جګړه کې د ښکېلو لورو ترمنځ سیمهييز یا جغرافیايي وېش هم پیاوړی کوي.
اوسمهال لوېديځ سوډان او په جنوبي ګاونډ کې د 'کوردوفان' ډېره برخه د چټک ملاتړ ځواکونو په ولکه کې ده. پوځ بیا پر پلازمېنه خرطوم، مرکزي او ختیځو سیمو او سره سمندر ته څېرمه برخو باندې واکمن دی.
دغه دواړه جنګي سیالان یو وخت سره متحدان وو او په ۲۰۲۱ کې د یوې کودتا په ترڅ په ګډه واک ته ورسېدل. خو په کور دننه یا د ملکي واکمنۍ لپاره د نړیوال ملاتړ ترلاسه کولو پلان باندې یې ترمنځ اختلاف پيدا شو او د یوه او بل پر ضد یې جګړه پيل کړه.











