پریګابالین: ولې له اضطراب ضد درملو ناوړه ګټه اخیستل کېږي؟ او څومره خطرناکه دي؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
پریګابالین په نوم ګولۍ کارول په ټوله نړۍ کې ډېر د مړینې لامل ګڼل کېږي، ځکه د نشه يي توکو ډېری کاروونکي دا له تور بازار څخه پېري.
یادې ګولۍ د یوه ناقانونه ویب سایټ څخه هم اخیستل کېږي.
دا درمل د مېرګي، عصبي دردونو (نیوروپاتیک) او د اضطراب د درملنې لپاره جوړ شوي وو.
خو اوس د یو شمېر ځوانانو ترمنځ د نشه يي توکو په ډول ترې ناوړه ګټه اخیستل کېږي.
رسمي راپورونه ښیي، چې په سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او اردن کې هم له دې درملو په پراخه کچه د نشه یي توکو په ډول ناوړه ګټه اخیستل کېږي.
په ۲۰۱۷ کال کې د متحده عرب اماراتو د بیارغونې ملي مرکز راپور خپور کړ، چې پریګابالین او ګیباپینټین د ۳۰ کلونو څخه کم عمر لرونکو کسانو ترمنځ تر ټولو د ډېرو کارېدونکو توکو په ډول یاد شوي وو.
په وروستیو وختونو کې متحده عربي اماراتو او کویت کې د ناقانونه پریګابالین د نیول کېدو ډېر خبرونه خپاره شوي وو.
یوازې مارچ میاشت کې له یوې قاچاقبرې ډلې دوه نیم میلیونه ګولۍ متحده عرب اماراتو کې نیول شوې وې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې کویتي چارواکو ۱۵ میلیونه کپسولونه او نیم ټن د نشه يي توکو پوډر یې نیولي وو.
د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په سربیا کې هر کال د پریګابالین او ګیباپینټین کارول کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی و.
پریګابالین (Pregabalin) څه دي او د څه لپاره کارول کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پریګابالین (Pregabalin) د مېرګي، عصبي دردونو (نیوروپاتیک) او اضطراب په څېر روغتیايي ستونزو درملنې لپاره کارول کېږي چې د ټابلیټ، کپسول او مایع په بڼه دي.
ځینې کسان پریګابالین د "نوي ویلیم" یا "بډ" (لکه د بډویزر بیر په څېر) نومونو هم یادوي ځکه کاروونکو ته د شرابو په څېر ارامښت وربښي.
یاد درمل که له نورو نشه يي توکو سره یو ځای وکارول شي تنفسي ستونزې پېښوي.
همدارنګه له هېروینو او اپین (تریاک) سره د پریګابالین کارول ډېر خطرناکه تمامېدی شي.
د متخصصینو په وینا، له تریاکو سره یو ځای د پریګابالین کارول تنفس یا ساه اخیستل ورو کوي.
ایا تاسو کولی شئ په پریګابالین روږدي شئ؟
پریګابالین یو ارامه کوونکی اغېزه لري، چې ځینې وختونه د "معمولي نشې" په نوم یادېږي.
په ځینې کاروونکو باندې د وخت په تېرېدو سره کېدای شي د نشې اغېز یې کم شي.
بریګابالین کېدای شي د هغو کسانو لپاره خطرناکه وي چې په نشه يي توکو اعتیاد تجربه ولري.
د دې درملو له کارولو لاس اخیستل کېدای شي د ځینو اغېزو لامل شي لکه غوسه، اضطراب، وېره، خولې کېدل او رېږدېدل.
هغه خلک چې دا درمل د درملنې لپاره اخلي خو اوس غواړي چې دا درمل ودروي باید لومړی له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.
د دې درملو د یوې بستې کارول معمولا د یوې اونۍ یا یوڅه اوږده موده کې په تدریجي ډول را کم شي او سپارښتنه کېږي چې کارول یې په ناڅاپي ډول بند نشي.
ایا د پریګابالین پلورل ناقانوني دي؟

د بريتانيا په ګډون، په ډېری هېوادونو کې پریګابالین یوازې د نسخې له مخې کارول کېږي او له طبي اړتیا پرته یې کارول جرم دی.
په هر حال دا درمل د منځني ختیځ په ډېری هېوادونو او همدارنګه په هند کې د ډاکټر له نسخې پرته پلورل کېږي.
باید یادونه وشي، چې پریګابالین په ۱۹۹۳ کال کې په امریکا او بریتانیا کې رامنځ ته شو او بیا بازار ته وړاندې شو.
یوه څېړنه ښيي، چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۲۸ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې د پریګابالین او ورته درملو ګیباپینټین کارولو کې څلور برابره زیاتوالی راغلی دی.
بریتانیا کې په ۲۰۲۲ کال کې د پریګابالین اړوند له اتو میلیونو ډېرې پېښې ثبت شوې. په هغه کال کې په انګلنډ او وېلز کې د یادو نشي توکو اړوند ۴۴۱ د مړینو راپورونه ورکړل شوي وو.
د بریتانیا ریکارډونه ښیي، چې د پریګابالین له کبله ډېری مړینې د ۲۰۰۴ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ پېښې شوې او دا هغه وخت د مرګ لامل کېږي چې له میتهاډون یا مورفین ډول درملو سره یو ځای وکارول شي.
په ډېری مواردو کې یاد درمل د ډاکټر لخوا نه ورکول کېږي.











