صفوي: "د اسرائیل یو سفارت هم خوندي نه دی"، د اسرائیل دفاع وزیر وايي هر ډول مقابلې ته چمتو دي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د اسرائیل دفاع وزیر یواو ګالات وايي هېواد یې له ایران سره د هر ډول مخامختیا مقابلې ته چمتو دی.
نوموړي دا خبرې ظاهرآ دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوايي برید کې د وژل شویو کسانو په یاد یوې جوړه شوې غونډه کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د مخکیني قوماندان رحیم صفوي څرګندونو ته په غبرګون کې کړې دي.
ښاغلي صفوي ویلي وو چې "تر دې وروسته د صهیونیستي رژيم یو سفارت هم خوندي نه دی."
هغه د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ستر سلاکار هم دی.
د اسرائیل دفاع وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې هر ډول احتمالي سناریو ته ځواب ویلو لپاره اړین چمتووالی بشپړ شوی دی.
ویل کېږي اسرائیل او امریکا خپلو ځواکونو ته د تیارسي امر کړی او د ایران احتمالي برید ته یې چې ښايي د اسرائیل یا سیمه کې د امریکا پر اهدافو وشي، چمتووالی نیولی دی.
رحیم صفوي د کومې سرچینې د نوم له اخیستلو پرته ادعا کړې چې "تر تېرې ورځې د مصر، اردن، بحرین او ترکیې په ګډون د [صهیونیستي] رژیم ۲۷ سفارتونه رخصت شوي او دا کار له وېرې شوی دی."
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي د اسرائیل سفارتونو کې یوازې د خبرداري کچه لوړه شوې ده.
رپوټونه وايي، اسرئیل په کور دننه هم د ایران او یا سیمه کې دغه هېواد ته د نږدې لخوا د احتمالي بریدونو پر وړاندې امنیتي تدابیر پیاوړي کړي دي.

د عکس سرچینه، REUTERS
هممهاله د ایران د سپاه پاسداران اوسني مشر حسین سلامي هم د قدس ورځې په مناسبت دولتي لاریون کې ژمنه کړې چې اسرائیل ته به درس ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو د ایران له اړخه د هر ډول اقدام پر وړاندې له اسرائیل سره د درېدو خبره کړې ده.
جو بایډن د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په تلېفوني خبرو کې ډاډ ورکړی چې د ایران د احتمالي ګواښونو پر وړاندې اسرائیل سره ملاتړ کوي.
بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان یکشنبه (د اپرېل ۷مه) عمان ته سفر کړي.
دا دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ له برید وروسته د نوموړي لومړنی بهرنی سفر دی.
تر اوسه د دغه سفر اصلي هدف مالوم نه دی، خو تهران ویلي چې د فلسطین او غزې بدلونونه مسقط کې د هغه د لیدنو او خبرو مهمه برخه جوړوي.











