هغه کس چې د ایران په پلوۍ د "لېګو" په بڼه تبلغیاتي ويډیوګانې جوړوي

    • Author, مټ شیه
    • دنده, بي‌‌بي‌سي
    • Author, لاوري کالوس
    • دنده, بي‌‌بي‌سي
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

په لومړي نظر داسې ښکاري لکه د لېګو (Lego) په نوم فلم صحنې چې وي، که څه هم له رنګونو ډک کرېکټرونه یې په چټک ډول خوځېږي.

خو دغه ډېرې لاس په لاس شوې ويډيوګانې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د "لېګو" پر بڼه جوړې شوي او د مړو ماشومانو، جنګي الوتکو او امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انځورونه نندارې ته وړاندې کوي، په اصل کې د ایران په ګټه تبلیغات کوي.

موږ د بي بي سي پاډکاسټ د "لوړې تبصرې" (Top Comment) په نوم خپرونه کې د چاودېدونکې میډيا (Explosive Media) په نوم ډېجېټل رسنۍ له یوه استازي سره خبرې وکړې چې دغه ويډیوګانې جوړوي او خپروي. هغه له موږ وغوښتل چې "ښاغلی چاودېدونکی" (Mr Explosive) یې وبولو.

دی د ټولنیزو رسنیو یو داسې ځیرک کارکوونکی دی چې په پیل کې یې د ایران حکومت سره له کار کولو انکار کاوه. دغې رسنۍ پخوانیو مرکو کې ویلي وو چې دوی "په بشپړ ډول خپلواک" دي. خو له نورو پوښتنو وروسته بیا ښاغلي چاودېدونکي ومنله چې رژیم هم د دوی "پېرودونکی" دی. دا هغه څه دي چې پخوا یې هېڅکله نه وو منلي.

د دغو ویډیوګانو اصلي پیغام د هغه څه پر وړاندې د ایران مقاومت ښودل دي چې دوی یې پياوړې نړیواله زورواکي بولي: یعنې امریکا.

دغه لنډې ويډیوګانې ډېرې روښانه او ساده دي خو لا یې هم خلک په ‌ډېر شدت سره شریکوي او تبصرې پرې کوي.

یوه ویډیو کې، ډونلډ ټرمپ د "اېپسټین اسنادو" کې راڅرګندېږي په داسې حال کې چې د رپ موسیقي یې یوه داسې سندره ورسره چالانېږي چې وايي وايي، "رازونه افشا کېږي، فشار لوړېږي."

په بله ویډیو کې بیا جورج فلویډ (هغه تورپوستی چې امریکا کې پولیسو وواژه) د یوه پولیس تر بوټ لاندې لیدل کېږي، او بیا د یو کس غږ اورېدل کېږي چې وايي ایران "دلته د هر هغه تن لپاره ولاړ دی چې ستاسو نظام ورسره ظلم کړی."

د اټکل له مخې پر اې ای دغه جوړې شوې ویډيوګانې د جګړې په اوږدو کې په سلګونو میلیونه ځله لیدل شوي دي.

موږ بیا له ښاغلي چاودېدونکي سره پر یوې ویډیويي اړیکې یا زنګ خبرې وکړې، په داسې حال کې چې پر سکرین یې یوازې سیوری لیدل کېده او شاوخوا یې سره او شنه رڼا وه چې د ایران د بیرغ رنګونه هم دي. پر مېز یې داسې شنه خولۍ هم اېښودل شوې وه چې له بڼکو جوړه وه او د حسین بن علي(رض) له جنګي سمبولونو سره تړاو لري. دغه خولۍ یې په څو نورو ویډیو ګانو کې هم ښکاره شوې.

دی وايي: چاودېدونکې میډیا نومې رسنۍ تر لسو کم غړي لري چې د "لېګو" په بڼه ګرافیکونه کاروي ځکه دا "نړیواله ژبه" ده.

ایرانۍ او روسۍ دولتي رسنۍ بیا په منظم ډول دغه ویډیوګانې پر اېکس ټولنیزه رسنۍ له خپلو میلیونونو مینه والو سره شریکوي.

موږ له ښاغلي چاودېدونکي وپوښتل چې ولې په خپلو ویډیوګانو کې د "اېپسټین اسنادو" موضوع دومره ډېره کاروي.

ده وویل، هدف یې دا دی چې خلکو ته وښيي دوی له کوم ډول خلکو سره "مخ"دي. د ده په وینا، ایران "د حقیقت او ازادۍ په لټه کې دی" او مقابل لوری یې بیا هغه کسان دي چې له "انسان خوړونکو" سره تړاو لري.

دا د اېپسټین اسنادو په اړه هغې نظریې ته اشاره ده چې د ټرمپ اداره له انسان خوړونکو سره تړي. یوه داسې ادعا چې هېڅ د اعتبار وړ شواهد نلري.

دا ویډیوګانې له ګڼو حقیقي تېروتنو هم ډکې دي. موږ له ښاغلي چاودېدونکي په دې اړه هم وپوښتل.

په یوه ویډیو کې ښودل کېږي چې د ایران پوځ د یوې غورځول شوې امریکایۍ جنګې الوتکې پیلوټ نیسي. خو امریکایي چارواکو تایید کړې ده چې دغه پیلوټ چې د ایران په یوې لیرې او غرنۍ سیمه کې د الوتکې له په نښه کېدو وروسته ورک شوی و د اپرېل پر ۴مه د ځانګړو امریکايي ځواکونو په مرسته وژغورل شو.

خو ښاغلی چاودېدونکی دا خبره نه مني او وایي: "کېدی شي نه کوم پیلوټ ورک شوی وي او نه هم د ژغورنې کوم عملیات ترسره شوي وي. د هغوی اصلي هدف له ایرانه د یورانیمو غلا کول و."

کله چې موږ ورسره ونه منله او د امریکایي چارواکو هغه راپور مو وریاد کړ چې وایي هماغه پیلوټ اوس په کوېت کې درملنه ترلاسه کوي، نو په ځواب کې یې وویل: "یوازې ۱۳سلنه هغه څه چې ښاغلی ټرمپ یې وایي پر حقایقو ولاړ دي."

د پیلوټ په اړه د "چاودېدونکې میډیا" جوړه شوې ویډیو توانېدلی چې د انګرېزۍ ژبې کاروونکو ترمنځ یې بدیل روایت ډېر خپور کړي.

د ټېک‌ټاک یوې بلې امریکایۍ کاروونکې هم د ده په پلوۍ خپلو لیدونکو ته ویلي چې د "لېګو" په بڼه دغه ويډیوګانې تردې دمه ډېرې کره دي ځکه دوی د امریکایي پیلوټ د ماموریت په اړه هم خبر ورکړی و، چې په اصل کې د ژغورنې عملیات نه بلکې د یورانیمو لپاره ځانګړی پوځي هغه وو."

کارپوهان وایي مصنوعي ځیرکتیا ایران او نورو ته دا توان ورکړی چې لویدیځ کې مېشتو لیدونکو سره د پخوا په پرتله په ډېر اغېزمن او مستقیم ډول اړیکه ونیسي. په عام ډول دغه وسایل د لوېدیځو پر مالوماتو روزل شوي دي، ځکه نو له "کلتوري پلوه د مناسبو" محتواو جوړولو لپاره غوره دي.

د ناټېنګهم ټرېنټ پوهنتون د سایبري جګړې کارپوهه ډاکټره ټیني منک د ایران دا تګلارې د "دفاعي مزاحیه جګړې" (defensive memetic warfare) په نوم یادوي، چې جوړوونکي یې د امریکا د روایتونو پر وړاندې د مقابلې لپاره اړین بولي.

د "چاودېدونکې میډيا" ویډیوګانې په لومړي ځل د ۲۰۲۵ کال په پیل کې راڅرګندې شوې خو د امریکا او ایران جګړې له پیل وروسته یې شهرت په بې سارې ډول زیات شو.

د "لېګو" په بڼه جوړې شوې دغه ویډیوګانې اوس د وخت تېرېدو سره ډېر جزییات وړاندې کوي او د خلیجي هېوادونو ډېرې ځانګړې سیمې لکه برېښناکوټونه، هوايي ډګرونه او صنعتي تاسیسات ښيي چې د ایران توغندیو په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

خو په حقیقت کې ګڼ شمېر دغو ځایونو ته یوازې محدود زیان رسېدلی دی.

دا ویډیوګانې ډېری وخت "له وخت سره سمې" جوړېږي او د جګړې له مهمو پېښو وروسته ډېر ژر خپرېږي. ان یوه ویډیو یې چې د اوربند د تړون په اړه وه، تر رسمي اعلانونو واردمخه خپره شوې وه.

ایران، لبنان او منځني ختیځ کې د نورو هېوادونو د چارواکو په وینا، زرګونه کسان وژل شوي دي. اوسنی شخړه د فبرورۍ په میاشت کې هغه وخت پیل شوه چې امریکا او اسراییلو پر ایران بریدونه پیل کړل.

موږ سره له څو ځله بحث وروسته، ښاغلي چاودېدونکي ومنله چې د ایران حکومت یې په ریښتیا "پېرودونکی" دی. ده د انسټاګرام پیغامونو کې موږ ته وویل چې فعالیتونه یې د ایراني چارواکو له خوا په مستقیم ډول د ګڼو پروژو لپاره تمویل شوي وو.

د روان کال جګړې له پیله مخکې، د رژیم د سختې ځپنې په ترڅ کې زرګونه لاریون کوونکي وژل شوي وو. د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس هرانا (HRANA) چې مرکز یې په امریکا کې دی د لږ تر لږه ۷زرو ملکي کسانو د مرګژوبلې راپور ورکړی و.

خو ښاغلی چاودېدونکی له حکومت سره د خپلې ډلې د اړیکې دفاع کوله او ویل یې چې د "وطن لپاره کار کول یو ویاړ دی". دی ایران کې وروستي پراخ لاریونونه د ولسمشر ټرمپ له خوا تمویل شوې "کودتا" بولي.

ښاغلی چاودېدونکی همدا راز هغه تورونه ردوي چې ګواکې د ده ویډیوګانې د یهودانو ضد سمبولونه کاروي. دی وایي: "زموږ ویډیوګانې یهود ضد نه دي بلکې د صهیونیزم ضد دي." د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د وینې څښلو په بڼه د انځورولو په دفاع کې بیا وایي چې دا ډول انځورونه هغو "کړنو ته اشاره کوي چې دوی یې ظلمونه بولي".

ګڼ شمېر ایرانیان هېواد کې د انټرنټ له پراخ ډول بندېدلو وروسته اوس انټرنټ ته لارسی نلري. ښاغلی چاودېدونکی وايي کولی شي له بي بي سي سره د "ژورنالیست انټرنېټ" نومې شبکې له لارې اړیکه ونیسي چې د ایران حکومت لاسرسی ورکړی دی.

ایران په پرله پسې ډول د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه د نړۍ له تر ټولو محدودو هېوادونو شمېرل کېږي.

د ټولنیزو رسنیو پلټفورمونه په پرله پسې ډول هغه اکونټونه تړي چې د "لېګو" په بڼه ویډیوګانې خپروي. خو ډېر ژر بیا نور نوي اکونټونه جوړېږي.

د منک په وینا، دا د انټرنېټ د ډیپلوماسۍ یوه چټکه او یرغلګره بڼه ده چې ښکاري موخه یې دلته پاتې کېدل وي.

هغه زیاتوي چې دا مهمه خبره ده ځکه دا "منځګړي له منځه وړي، رسنۍ او عام مطبوعات له بهیره باسي، او پر ځای یې په پرله پسې ډول مزاحیه ويډیوګانې خپروي."

همداراز دا وایي: "دلته دودیزه ډیپلوماسي نشته. دا زموږ د پېښو د درک کولو طریقه هم ګډوډوي. خو همداراز د تېراېستنې او شخړې د زیاتېدو خطر هم لوړوي."

په پای کې وايي: "نو موږ اوس په یو ډول نامعلوم حالت کې یوو."