تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا سرې کرښې، د ایران ځواب او د پاکستان هیلې؛ اوس به څه کېږي؟
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس له ایراني پلاوي سره د ۲۱ ساعته خبرو وروسته د یکشنبې په سهار له اسلام اباده بېرته امریکا ته روان شو.
د کومې ښکاره پایلې له اعلان پرته اسلام اباد کې د امریکا او ایران خبرو پای ته رسېدو سره څو پوښتنې را ولاړې شوې او هغه دا چې ایا دا خبرې به دوام وکړي که له سره جګړه نښلي؟ د امریکا او ایران بل لومړیتوب به څه وي؟ او بالاخره څه به کېږي؟
د امریکايي پلاوي له روانېدو مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس په لنډې خبري ناسته کې وویل " موږ له ایرانیانو سره پر یو شمېر مسایلو بنسټیز بحثونه وکړل خو بد خبر دا دی چې موږ کومې هوکړې ته ونه رسېدو." د خبرو د بې نتیجې اعلان سره کارپوهان په دې باور دي چې د اسلام اباد خبرې نه یوازې دا چې تاریخي وې بلکې د دې ډېره شونتیا شته چې دوام وکړي.
د ایران په دریځ او د پاکستان په هیله مندۍ له څه لیکلو مخکې که د امریکا د مرستیال ولسمشر په خبري کنفرانس لږ تم شو نو داسې څه نه ښکاري چې د خبرو راتلونکی دې وننګوي.
جي ډي ونس له ایرانیانو سره د خبرو پیل ښه خبر وباله خو ویې ویل بد خبر دا دی چې دوی کومې هوکړې ته نه دي سره رسېدلي. دا په نږدې پنځو لسیزو کې په دومره لوړه کچه د دواړو لورو لومړۍ مخامخ خبرې وې.
نوموړي وویل " موږ داسې کومې هوکړې ته ونه رسېدو چې ایران دې زموږ شرطونه ومني." جي ډي ونس دا هم وویل چې له اسلام اباده له ۱۲ ځلو ډېر له ولسمشر ټرمپ سره په اړیکه کې و.
په تګ تګ کې هغه وویل " موږ یو ډېر ساده وړاندیز پرېږدو او روانېږو، دا زموږ وروستی او تر ټولو غوره وړاندیز دی او موږ ګورو چې ایران به یې ومني که نه؟"
له دې جملې داسې ښکاري چې امریکا اوس د ایران وروستي ځواب ته په تمه ده.
کله چې له جي ډي ونس نه پوښتنه وشوه چې ایران د امریکا کومو شرطونو ته غاړه نه اېږدي نو د امریکا مرستیال ولسمشر وویل " زه نه غواړم ډېر په تفصیلاتو وغږېږم، ځکه د بندو دروازو تر شا د ۲۱ ساعتونو اوږدې خبرې وشوې چې نه غواړم دلته یې بیان کړم."
که څه هم هغه وویل " موږ ایران ته خپلې سرې کرښې په ډاګه کړې، موږ هغوی ته په روښانه توګه وویل چې موږ په کومو برخو کې نرمښت کولی شو او په کومو کې نه، خو هغوی زموږ شرطونه ونه منل."
ایران: له دوه دریو خبرو ور ها خوا په ډېرو ټکو تفاهم شوی و
د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د هغه اعلان وروسته چې د اسلام اباد خبرې یې بې پایلې ختمې وبللې ایران هم خپل دریځ روښانه کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل په ډېرو موضوعګانو "تفاهم" شوی و، خو په دوه دریو نورو مهمو موضوعاتو د دواړو لورو اتقاق رانغی چې په پایله کې یې خبرې کومې هوکړې ته ونه رسېدې.
نوموړي وویل " دا خبرې له ۴۰ ورځو سختې جګړې وروسته د شکونو او بې باورۍ فضا کې وشوې، فطري خبره دا ده چې په لومړۍ کومه ناسته کې باید کومې هوکړې ته د رسېدو دومره هیله مندي نه وي. د هیچا فکر هم دا نه و."
د اسماعیل بقایي په وینا په دې خبرو کې د هرموز تنګي په ګډون څو نور موضوعات هم ګډ شول چې هره موضوع خپله پېچلتیا لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي " سفارتي اړیکې او خبرې کله هم نه ختمېږي ځکه همدا د ملي ګټو د تضمین یوه لار ده."
د یکشنبې پر ورځ له پاکستانه د امریکايي پلاوي له روانېدو سملاسي وروسته ایراني پلاوی هم خپل هېواد ته روان شو.
پاکستان څه وايي؟
د امریکا مرستیال ولسمشر له خبري غونډې شاوخوا دوه ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د د دغې هېواد د لومړي وزیر مرستیال هم دی خبري غونډه کې هیله مندي څرګنده کړه چې " دواړه لوري دې په سیمه او نړۍ کې د سوله ییز ژوند لپاره مثبت رول ادا کړي."
اسحاق ډار له امریکا او ایران دواړو له دې کبله چې د اوربند او اسلام اباد ته ورتګ لپاره یې د پاکستان د لومړي وزیر غږ واورید مننه هم وکړه.
پاکستان چې لومړۍ یې د امریکا د ګواښ ضرب الاجل پوره کېدو سره د دوه اونیو اوربند غوښتنه وکړه او بیا یې په خپل کوربتوب د امریکا او ایران مخامخ تاریخي خبرو ته لار هواره کړه دا هیله هم کړې چې د خبرو له پای ته رسیدو سره سره دې د دوه اونیو اوربند دوام وکړي.
ښاغلي ډار ویلي، د دواړو لورو تر منځ د ' ستونزمنو ' مذاکراتو څو پړاونه وشول چې هغه او د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر یې تر منځ زمینه سازي کوله.
د کارپوهانو پوښتنې او اندیښنې
د خبرو بې پایلو پای ته رسېدو سره د کارپوهانو ګڼې پوښتنې او اندیښنې ښکاره شوې دي.
یوه څيړونکي مائیکل کوګلمین په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې امریکا داسې هوکړه غواړي چې له جګړې په وتلو کې ورسره مرسته وکړي. دی وايي پاکستان ته د لوړې کچې امریکايي پلاوي له سفره ښکاري چې امریکا خبرو ته جدي ده. ښاغلی کوګلمین وايي چې د امریکا د مرستیال ولسمشر له اعلان سره سره داسې ښکاري چې خبرې لا په بشپړ ډول نه دي بندې او لا خبرې کیدای شي خو د هغه په ټکو دا نه ده روښانه چې بل پړاو به یې پاکستان کې وشي او که بل چېرې؟
یوه بل امریکايي څیړونکي پیټر شکف پوښتنه کړې چې اوس به څه کېږي؟ که ټرمپ د ایران تمدن ختمولو په ګواښ عمل ونکړي بیا به څه کوي؟
دی وايي، داسې ښکاري چې موږ له پخوا اوس په کمزوري دریځ کې یو او ایران په دې پوهېږي.
د افغانستان یوه پخواني ډيپلوماټ اشرف حیدري په خپلو خواله رسنیو لیکلي " د اسلام اباد په خبرو کې لومړی مقصد تر لاسه شوی، یعنې دواړه لوري سره مخامخ شول او خپل دریځونه یې ښه په ډاګه کړي او دواړه د یوه بل په غوښتنو او دې هم پوه شوي چې په څه جوړه کیدی شي."
ښاغلي حیدري هیله څرګنده کړې چې "دواړه لوري د یوه بل په دریځونو له غور او فکر وروسته بیا خبرې پیل کړي."
اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل د خبرو ناکامه کېدو ته په اشارې لیکلي "داسې ښکاري چې سیمه په چټکۍ د یو لوی کړکېچ خوا ته روانه ده چې اغېزې به یې د سیمې پر امنیت او نړیوال اقتصاد دواړو باندې وي. هغه لیکلي " پاکستان چې غوښتل یې د دواړو تر منځ پل ووسي اوس ورو ورو د همدې کړکېچ تر سیوري لاندې راځي."
له امریکا خپریدونکي نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د چارو یوه بل څارونکي ډېوډ سېنګر لیکلي " له پیله دا فکر ستونزمن و چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس به له ایران سره په خپله لومړۍ ناسته کې کومې هوکړې ته ورسېږي."
ډېوډ سېنګر وايي " د مسئلو پېچلتیا، ایران کې د هستوي پروګرام مرکزي حیثیت او د هورمز په تنګي د واک په څرنګوالي له بحثونو واضح ښکاري چې د خبرو اترو پړاو به اوږد وي."
تر ټولو مهمه پوښتنه، مخکې به څه کېږي؟
د بي بي سي نړیوالې څانګې خبریال جو ووډ وايي، دا چې دواړو لورو د خبرو له پیله مخکې د خپلو فتحې اعلانونه وکړل نو دې وار له مخه کومې هوکړې ته ژر رسیدل ستونزمن کړل. هغه وايي بیا د خبرو پر مېز هم دواړو لورو یو بل د خبرو په ناکامه کېدو تورن کړل او لاړل.
جو ووډ وايي دا لا نه ده روښانه چې د خبرو پای ته رسېدو سره به امریکا بیا په ایران بریدونه پیل کړي که نه خو د دې کار شونتیا ډېره شوې ده.
د هورموز تنګي په اړه هم ښاغلی ووډ وايي چې د ایران له خوا د دې تنګي خلاصولو امکان هم نږدې په ختمېدو دی.
دی خلیج ته د دوه نورو امریکايي جنګي بیړیو لېږلو ته اشاره کوي او وايي چې امریکا ښايي له دې کار سره پر نورو لارو غور کوي.
جو ووډ چې دا خبرې یې له نږدې څارلي لیکي " د ایران له خوا د هستوي وسلو د راتلونکي په اړه د ضمانت او ډاډ نه ورکول د دې خبرو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ و.
د امریکا او ایران تر منځ دا مخامخ خبرې له شک پرته چې تاریخي وې... خو ښايي د ډیپلوماټیکې ناکامۍ په ډول هم تر ډېره یادې شي.