تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران لپاره اوربند څه معنا لري او راتلونکي کې به څه کېږي؟
- Author, کسری ناجي
- دنده, ځانګړی خبریال-بي بي سي فارسي
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
یوازې همدا څو ورځې وړاندې د تهران ښاروالۍ کې د اسلامي جمهوریت سخت دریځو مسوولینو د پلازمېنې په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه څلور لارې کې یو لوی بینر ځوړند کړ، چې پرې لیکلي وو:" د هرمز تنګی به تړلی پاتې شي."
دا د ایران د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه يي د فرمان نښه وه، چې تېره میاشت د مشر په توګه له ټاکل کېدو راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.
دا بینر وروسته له هغه ښايي لېرې شي، چې ایران د دوه اونیو اوربند او د پاکستان لخوا د تنګي بیا پرانیستلو له غوښتنې سره موافقه وکړه، چې د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب کوي.
ایران بیا بیا ویلي وو چې له لنډمهاله اوربند سره به موافقه ونه کړي او غواړي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه د تل لپاره پای ته ورسېږي.
سخت دریځي خوښ نه دي. له تهرانه راپورونه وايي، چې دوی د اوربند موافقې له اعلان وروسته د امریکا او اسرائیلو بیرغونو ته اور ورته کړ.
د بسیج رضاکارو ملېشو یوې ډلې د شپې په نیمایي کې د بهرنیو چارو وزارت ته د دې پریکړې د مخالفت لپاره لاریون وکړ.
څو ساعته وروسته د سخت دریځې ورځپاڼې کیهان مدیر ولیکل چې له اوربند سره موافقه "دښمن ته ډالۍ" وه، چې دا فرصت ورکوي چې بیا تجهیز او جګړې ته دوام ورکړي.
سخت دریځي د ایران د هغې وړتیا له امله زړور شوي وو چې د خلیج په ساحلي هېوادونو کې د خپلو توغندیو او ډرونونو سره ویجاړي رامنځته کړي.
دوی ټینګار کاوه چې ایران د امریکا او اسرائیلو سره په شخړه کې برلاسی درلود او باید جګړې ته دوام ورکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د هغه هېواد د پوځ د مشر، فیلډ مارشل عاصم منیر د غوښتنې د منلو پریکړه د ملي امنیت عالي شورا (اېس این اېس سي) لخوا وشوه، چې د هېواد ترټولو مهمه پرېکړه کوونکې اداره ده او د مذهبي مشر په مشرتابه او د منځلاري ولسمشر مسعود پزشکیان په مشرۍ اداره کېږي.
اېس این اېس سي اعلان وکړ چې د هرمز تنګي له لارې به د دوو اونیو لپاره خوندي لاره په داسې حال کې چې امریکا او ایران په خبرو کې ښکېل دي، د امریکا او اسرائیلو لخوا د اوربند په بدل کې شونې وي.
راپورونه وايي د ایران نژدې متحد چین د پاکستان غوښتنې ته د ایران په قانع کولو کې د پام وړ رول لوبولی دی.
موقته کراري؟
خو ایران له مخکې په ۴۰ ورځنۍ جګړه کې ډېر زیان لیدلی دی.
د بشري حقونو فعالان وايي، له ۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او د امریکا ولسمشر په لا لویه کچه د نورو مرګونو او ویجاړیو ګواښ کړی و. ان د سخت دریځو کړیو په منځ کې دا روښانه کېده چې د ایران د مهمو زیربناوو د لا ویجاړېدو مخکې باید یوه لاره وموندل شي.
د اوربند له اعلانه یوازې څو ساعته مخکې، سخت دریځي قاضي القضات غلام حسین محسني ایجي، د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل چې په داسې حال کې چې لاهم برلاسی دی، ایران د جګړې پای ته رسولو په لټه کې دی.
هغه په پراخه کچه هغه څه تکرارول چې د بهرنیو چارو پخواني منځلاري وزیر محمد جواد ظریف څو ورځې وړاندې د امریکا (فارن افئیرز) کې په یوه مقاله کې لیکلي وو.
اېس این اېس سي د اوربند موافقه د ایران لپاره د بریا په توګه انځور کړې او د رژیم له ملاتړو یې غوښتي چې متحد پاتې شي.
د سخت دریځۍ له متنه یو بل انحراف هم شته، د ایراني رسنیو په وینا، د ایران د پارلمان رئیس، محمد باقر قالیباف به په اسلام اباد کې له امریکا سره په خبرو کې د ایراني پلاوي مشري وکړي، چې مستقیم به د امریکا له مرستیال ولسمشر جې ډي وینس سره خبرې وکړي.
له امریکا سره مستقیمې خبرې تل د پخواني مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي لخوا منع شوې وې، چې د جګړې په پیل کې په خپل کور د اسرائیلو په برید کې ووژل شو.
داسې ښکاري چې مستقیم تماس د نوي مشر، د هغه د زوی مجتبی لخوا تصویب شوې وي.
خو دواړه خواوې، امریکا او ایران له تلپاتې سولې لېرې پاتې دي. که خبرې ناکامې شي، نو جګړه بیا پیل کېدای شي. دا هغه امکان دی چې ځینې ایرانیان چې د جګړې ملاتړ یې کاوه، دا د هغه څه د لېرې کولو لپاره د یوې لارې په توګه ویني چې دوی یې یو بد رژیم ګڼي، ښايي تمه یې ولري.
خو د ډېرو نورو لپاره اوربند د دوی په شاوخوا کې د مرګونو او ویجاړۍ پرتله خورا ډېر اړین راحت وړاندې کوي.