تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه وخت چې د اسامه بن لادن ټوپک چلول نه و زده، خو د بلډوزر چلول یې زده و
- Author, روحان احمد، عمیر سلیمي
- دنده, بي بي سي- اردو
اسامه بن لادن له نن پوره ۶۹ کاله مخکې یعني د ۱۹۵۷ کال د مارچ پر لسمه په سعودي عرب کې وزیږېد. دی د خپلو دوستانو او خپلوانو له نظره له کوچینوالي یو شرمندوکی هلک و، خو په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال له پېښو وروسته او د نړیوال سخت دریځي تنظیم القاعده د مشر په توګه په ټوله نړۍ کې د ډېرو پام ورواوښت.
په هغه پېښه کې د نژدې درې زره کسانو له وژل کېدو لس کاله وروسته اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد سیمه کې د امریکايي پوځيانو په یوه چاپه کې ووژل شو.
په دې لیکنه کې د اسامه بن لادن د زوی، پخوانیو افغان قوماندانانو او د بن لادن د خپلوانو د څرګندونو په رڼا کې د هغه شخصیت ته کتنه شوې، چې څنګه یوه شرمندوکي یا ارام هلک په یوه داسې سخت دریځي کس بدل شو، چې ګڼ شمېر استخباراتي او دفاعي ادارو یې تر کلونو پورې لټون کاوه.
د اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن چې په فرانسه کې مېشت دی، له بي سي سي سره خبرو کې وايي، بن لادن ''د پخوا زمانې پلرونو غوندې و. اکثر به یې چلن نرم و، خو کله – کله به یې غوسه کوله او ډېره سختي به یې کوله، ځکه خپل ژوند یې خورا سخت و. ده فکر کاوه، چې د ډېر څه مسوولیت یې پر غاړه دی، ځکه زه داسې فکر کوم چې کله – کله به یې د یوه سخت چلنه پلار غوندې رویه درلوده.''
عمر بن لادن وايي، پلار یې د ۱۹۹۰ تر لسیزې پورې مطلوب نه و او ''له شوروي جګړې وروسته یې زما په هېواد (سعودي عرب) کې له خپلې کورنۍ سره اړیکه نه درلوده. دوی (بن لادن کورنۍ) په تېر کې هڅه کړې وه، چې له سعودي پاچا یا شاهي کورنۍ سره یې کومه ستونزه پیدا نه شي.''
عمر بن لادن څه موده په افغانستان کې له پلار سره یو ځای تېره کړې. دی وايي، د سپتمبر ۱۱ مې له پېښې وروسته دی او مور یې نجوه غانم له افغانستانه ووتل.
دی وايي، ''له امریکا سره لویې جګړې ته خوښ نه وم. زه له هغه وضعیت سره موافق نه وم، ځکه مې پرېکړه وکړه، چې له هغه ځایه ووځم او له پلاره مې اجاز واخیسته. هغه نه غوښتل زه لاړ شم، خو بالاخره یې اجازه راکړه.''
عمر وايي، ''د اسامه بن لادن د اولاد په حیث ژوند سخت دی او نن هم خلک له موږ سره لیدو کې یو ډول وېره محسوسوي.''
یو ارام ځوان چې 'په سعودي پوهنتون کې سخت دریځی شو'
دا د ۱۹۷۱ کال خبره ده، چې د بریتانیا په اکسفورډ سیمه کې د ژبې زدکړې یوه کورس لپاره یې هلته ژوند کاوه. دا زلمی د سعودي عرب له خورا شتمنو کورنیو د یوې داسې کورنۍ اړوند و، چې له سعودي شاهي کورنۍ سره یې هم تاوده اړیکي درلودل.
یوه اسپانوۍ ښځه چې هغه وخت یې له اسامه او د ده له دوو نورو وروڼو سره لیدلي وو، څو لسیزې وروسته وویل، اسامه د خپل عمر پرتله ډېر ځیرک معلومېد، خو په ظاهره یې مذهب یا سیاست ته ډېره لېوالتیا نه څرګندوله.
بي بي سي -۲ په ۲۰۰۲ کال کې د (ای میټ اسامه) په نامه یوه خپرونه کې له هغو خلکو سره خبرې وکړې، چې اسامه یې په هلکتوب کې لیدلی و. په جده کې د سعودي اشرافو د یوه ښوونځي ښوونکي برائن فای فیلډ شائلر وویل، هغه شرمندوکی و او ډېر به نه غږیده، ''نورو سعودي ماشومانو به له ما غوښتل چې مسلمان شم، خو اسامه له دوی نه و، بلکې په ټولګي کې دچا د پام وړ نه و."
دی وايي، اسامه د انګلیسي زدکړې ته لېوالتیا درلودله، خو په مذهبي چارو کې یې هم دلچسپي ډېره وه. د انګلیسي ژبې دا ښوونکی وايي، د اسامه ځینې میرنیو وروڼو له هېواده بهر زدکړې کړې وې او د لوېدیځوالو ژوند، ژواک یې منلی و، خو اسامه داسې نه و.
اسامه د سعودي عرب په جده کې پوهنتوني زدکړې وکړې او همالته یې له سخت دریځو استادانو سره راشه، درشه پیدا کړه.
اسامه د جده په شاه عبدالعزیز پوهنتون کې د ملکي انجینرۍ زدکړې وکړې او د محصلۍ له دورې یې په فکر کې بدلون راغی.
د اسامه بن لادن مور عائله غانم لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې په عام محضر کې راڅرګنده شوه او ګارډین ورځپاڼې ته یې وویل، چې زوی یې د شاه عبدالعزیز پوهنتون د محصلۍ په دوره کې سخت دریځۍ ته وهڅول شو. هغې وویل: ''خلکو په پوهنتون کې دی بدل کړ، دی بالکل مختلف انسان شوی و.''
اسامه بن لادن په پوهنتون کې د ځینو نورو کسانو تر څنګ له عبدالله عزام سره هم ولیدل، چې د اخوان المسلمین غړی و. عبدالله عزام د همدې فعالیتونو له کبله له سعودي وشړل شو، خو نوموړی وروسته د اسامه لپاره د الهام پر یوې سرچینې بدل شو.
د اسامه مور د هغه وخت له یادولو سره وايي، ''اسامه له ځینو کسانو سره ولیدل، چې د ده فکر یې وربدل کړ، کولای شئ یوه مذهبي فرقه یې وبولئ، دوی د خپلو هدفونو لپاره پیسې ترلاسه کولې. ما به تل ورته ویل، چې له دې خلکو لېرې ګرځه، خو هغه د خپلو فعالیتونو حال نه وایه.''
اسامه بن لادن په ۱۹۸۰مو کلونو کې له شوروي ځواکونو سره د جګړې لپاره افغانستان ته لاړ. د اسامه مور عائله غانم وايي، ''هغه په افغانستان کې خپله ټوله شتمني برباد کړه او هلته د کورنۍ کاروبار په پلمه تللی و.''
اسامه بن لادن د خپلې شخصي شتمنۍ له لارې له افغان مجاهدینو سره مرستې کولې، خو د مجاهدینو ځینې قوماندانان بیا له دې ناخبر وو.
د بي بي سي په مستند (بن لادن: د روډ ټو ناین ایلېون) کې د خبرو پر مهال یوه پخواني مجاهد قوماندان عبدالله انس وايي، اسامه بن لادن له ځان سره یو شمېر هغه انجینران هم افغانستان ته راوستي وو، چې په جده کې د دوی د کورنۍ ودانیز شرکت اړوند وو.
په افغانستان کې د ده ملګری او مجاهد قوماندان (اسام دراز) ته ډېره حیرانونکې خبره وه، چې څنګه دومره شتمن سړی خپله په جګړه کې برخه اخلي.
د پخوانیو مجاهدینو یو قوماندان سید واحدیار وايي، په اتیایمه لسیزه کې له موږ سره ۱۲ عربان ملګري شول، چې یو پکې اسامه و، ''داسې نه وه، چې هغه یو څو ورځې له موږ سره تېرې کړې، بلکې تر څو میاشتو پورې له موږ سره و. ښه مې یاد نه شي، خو ښايي له شپږو تر اتو میاشتو پورې له موږ سره یو ځای و. دوی هلته د یوه عادي جنګیالي په توګه اوسېدل. موږ اړ وو، چې له عربانو سره نرم چلن وکړو. د دوی جذبه ډېره زوروره وه، خو د جګړې په تکتیکونو نه پوهېدل.''
سید واحدیار چې د (زړور) تخلص یې کاوه، د بي بي سي په خپرونه کې وویل، ''په لومړي سر کې هېڅ یوه قوماندان نه غوښتل عرب ځوانان له ځان سره جګړې ته بوځي.''
بن لادن په افغانستان کې له مېشتېدو وروسته په لومړي سر کې د جهادي هدفونو لپاره د ودانیزو چارو په لړ کې بلډوزر چلاوه. هغه دغه چاره افغانستان ته له تلو مخکې د خپلې کورنۍ په ودانیز شرکت کې زدکړې وه.
پخوانی مجاهد قوماندان عبدالله انس وايي، یاد یې شي، چې شمال ته د یوه سفر پر مهال یې اسامه بن لادن په داسې حال کې ولید، چې ''بلډوزر یې چلاوه.'' دی وايي، کله یې چې له اسامه وپوښتل، څه کوئ؟ د هغه ځواب و، چې:
''موږ باید د مجاهدینو لپاره لارې جوړې کړو، باید د غرونو په غارونو کې کلینیکونه چمتو کړو.''
د مجاهدینو پخوانی قوماندان سید واحدیار وايي، ''د سړکونو نشتوالی یوه ستونزه وه، ځکه د مجاهدینو لپاره تګ راتګ له همدې کبله لویه ستونزه وه.''
سید واحدیار وايي، مجاهدینو فکر کاوه، چې اسامه یو عادي جنګیالی دی او دوی هېڅکله پوه نه شول، چې ''اسامه دا ټول لګښتونه پرخپله غاړه اخیستل. موږ داسې فکر کاوه، چې لګښتونه د بل چا پر غاړه دي او اسامه یوازې په دې کې مرسته کوي.''
خو په افغانستان کې له څه مودې تېرولو وروسته اسامه نه یوازې د جګړې تکتیکونه زده کړل، بلکې په خپله یې هم جګړې ته ټوپک واخیست.
سید واحدیار زیاتوي، ''اسامه ته په لومړي سر کې هېڅ معلوم نه وو، چې کلاشنکوف څنګه کارول کېږي، یا ډزې څنګه کېږي، (خو) د جهاد او جګړې زدکولو لپاره اسامه موږ ته د استادانو په نظر کتل.''
دی وايي، ''هغه به موږ ته کتل او سوکه سوکه یې د وسلې کارول زده کړل، کله یې چې دا زده کړل، بیا نو له موږ سره جګړې ته هم تلو.''
د مجاهدینو دا پخوانی قوماندان وايي، ''په یوه نښته کې مجبور شوو، چې ورته ووایو کېنه، که نه مرمۍ درباندې لګېږي، ده ځان نه شو سمبالولای، له یوه کسه به یې بل ته منډه کړه، بلاخره مې په غوسه ناک انداز ورته وویل، کښته کېنه او هغه کېناست.''
دی وايي، اسامه لوړه ونه درلوده، نری و، خو د مرمۍ له لګېدو نه ډارېد.
عبدالله انس بیا وايي، اسامه د وخت له تېرېدو سره له یوه داسې سړي، چې خیراتونه یې ورکول، په یوه جنګیالي بدل شو.
د اسامه بن لادن د کوچنیوالي یو دوست خالد بترفي وايي، ''ځینې خلک فکر کوي، څوک چې په ماشومتوب کې ښه وي، ټول عمر به ښه انسان وي، انسان له موره نېک یا بد زېږي، داسې نه ده.''
ده د بي بي سي سلیکټ په (بن لادن: روډ ټو نائن ایلېون) خپرونه کې وویل، ''خلک بدلېږي، جګړه خلک بدلوي او له اسامه سره همداسې وشول.''
اسامه د سخت دریځي مصري ایمن الظواهري (د القاعده مشر او د اسامه ځایناستی) له سخت دریځه فکره الهام اخیست او کله چې یې القاعده د جهاد په نامه لښکر تشکیل کړ، اسامه پکې مرکزي رول درلود. له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته اسامه سعودي عرب ته ستون شو، خو ښاري ژوند خوند ور نه کړ.
د سعودي استخباراتو مشر ترکي الفیصل وايي، اسامه ترې غوښتي و، چې په ګاونډي یمن کې د حکومت نسکورولو لپاره باید له مجاهدینو کار واخلي. ترکي الفیصل وايي، ''زه یې حیران کړم، هماغه شېبه وپوهېدم، چې دا شرمندوکی ځوان چې ډېرې خبرې یې نه کولې، اوس بدل شوی دی.''
اسامه په ۱۹۹۱ کال کې له سعودي عربه سودان ته لاړ. هلته یې له امریکايي خبریال سکاټ میکلوډ سره مرکه وکړه. سکاټ میکلوډ وايي، ''هغه به ویل پلانی شاهزاده احمق دی، پلاني شهزاده په ما پورې وخندل، دا د کورنۍ شخړې او سیاست غوندې یوه موضوع وه.''
د اسامه جګړه یوازې تر سعودي شاهي کورنۍ پورې محدوده نه وه. له ده سعودي تابعیت اخیستل شوی و او له سودانه شړل شوی و. ده ته یوازې افغانستان پاتې و، چې ورشي او له هماغه ځایه یې د نړیوال جهاد پلان څرګند شو.
د سپتمبر له بریدونو څلور کاله مخکې اسامه بن لادن له بریتانوي خبریال رابرټ فسک سره مرکه کې ویلي و، چې ''زه له خدایه غواړم موږ ته دا ځواک راکړي، چې وکولای شو امریکا یې تر سیوري لاندې راولو.''
اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې په اېبټ اباد کې ووژل شو، خو زوی یې عمر بن لادن وايي، تر اوسه یې ستونزې نه دي کمې شوې. دی وايي، ''د اسامه بن لادن د زوی په حیث ژوند ډېر سخت دی، نن هم خلک له موږ سره له اړیکې ډارېږي.''