پر ستراتیژیکو همکاريو د پاکستان او تاجیکستان هوکړه

د عکس سرچینه، @CMShehbaz
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بيبيسي
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه له بیا ټاکل کېدو وروسته په خپل سفر کې د شانګهای امنيتي همکاریو سازمان کلنۍ سرمشریزې ته پر لاره تاجکستان کې تم شوی او پر سوداګرۍ، انرژۍ او امنيتي همکاریو له تاجیک ولسمشر سره غږېدلی.
پاکستان او تاجیکستان دواړه د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه دي او دواړه د ترهګریزو فعالیتونو له ننګونو سره مخ دي، چې همدې چارې دواړو اړخونو ته د امنيتي همکاریو ډېروالی هم د دوه اړخیزو اړیکو مهمه برخه ګرځولې.
دواړو مشرانو د امنيتي همکاریو په پیاوړي کولو هم ټینګار کړی.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان ټیکاو او اقتصادي او ټولنیزه ارامي د سیمې د امنیت او سیمهييزو همکاريو لپاره مهمه بللې او په افغانستان کې د یوه ټولګډوني حکومت جوړېدل يې په دغه هېواد کې د پایېدونکې سولې او ټیکاو کيلي بللې.
"تاجیکستان په دې باور دی چې د افغانستان بشپړ ثبات او اقتصادي او ټولنیزه ارامي د سیمې د امنیت او سیمهييزو همکاریو لپاره ځانګړی اهمیت لري. له همدې امله تاجکستان تل د دې پلوی دی چې په دغه ګاونډي هېواد کې پایېدونکې سوله او امنیت واکمنه وي او په دې برخه کې د یوه ریښتني ټولګډوني حکومت جوړېدل کلېدي عامل ګڼو".

د عکس سرچینه، Getty Images
تاجکستان د پاکستان بندرونو ته لاسرسی غواړي او پاکستان بیا له مرکزي آسیا د برېښنا په ګډون انرژۍ ته اړ دی.
د تاجکستان ولسمشر یو نیم کال وړاندې اسلام اباد ته تللی و او هلته يې هم د همکاریو دوه اړخیزې هوکړې کړې وې او اوس یې پر پلي کېدو خبرې کړې.
دوی د کاسا زر پروژې په ګډون د ترانسپورت او ترانزیت او امنیت په برخو کې د همکاریو پر ډېرولو هم غږېدلي.
د کاسازر پروژې طرحه اته کاله وړاندې مطرح شوه چې له مخې يې ټاکلې د افغانستان، قرغیزستان او پاکستان برېښنايي شبکې سره ونښلي.
خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې نړیوال بانک پر دې پروژه پانګونه ودروله. په دې وروستیو کې دغه بنسټ ویلي چې په دې پروژې کې د ګډونوالو هېوادونو له غوښتنو سره يې د انرژۍ په دې ستره پروژه کې پانګونه بیا پیل کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کاسا زر په ګډون د دغو سیمهييزو پروژو پر وړاندې مهم خنډونه او ننګونې د ترهګریزو او افراطي ډلو فعالیت او امنيتي ننګونې دي.
د پاکستان لومړی وزیر او د تاجکستان ولسمشر به دواړه د تاجیکستان له پلازمېنې دوشنبې څخه د قزاقستان پلازمینې استانې ته ورځي چې د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د شانګهای د سږ کال سرمشریزه به نن او سبا (د جولای درېیمه او څلورمه) پر سیمهيييزو او نړیوالو ننګونو بحثونه وکړي.
د چین ولسمشر شي جېنپېنګ پرون سه شنبه په دې سرمشریزه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنې استانې ته رسېدلی دی.
د دغه سازمان بنسټ په ۲۰۰۱ کال کې په رسمي توګه روسیې او چین په مرکزي اسیا او سیمه کې پر امنيتي اندېښنو د خبرو لپاره اېښی چې ځانګړی تمرکز یې هم پر ترهګرۍ دی.
افغانستان هم په ۲۰۰۴ کال کې د دغه سازمان غونډې ته د مېلمه په توګه ور بلل شوی او په ۲۰۱۲ کال کې د دغه سازمان ناظر غړيتوب ورکړل شو، خو د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې د دغه بنست غونډو ته نه دی وربلل شوی.











