سوېلي افریقا کې د قرآن تر ټولو لرغونې نسخه څنګه خوندي شوه؟

- Author, محمد علي
- دنده, بي بي سي نیوز، کیپ ټاون
د سوېلي افریقا کېپ ټاون ښار کې مسلمانان د قرآن کریم پر هغې نسخې ویاړي چې په لاس د لیکل شوی لرغونتوب یې څه باندې ۲۰۰ کلونو ته رسېږي.
د قرآن دغه ټوک یوه اندونیزیايي امام په لاس لیکلی چې هغه مهال پر سوېلي افریقا د هالنډیانو د ښکېلاک او واکمنۍ پرمهال هالنډیانو تبعید کړی و.
د قرآن کریم دغه ټوک د "بو کاپ" ښار په یوه تاریخي جومات کې ساتل شوی دی.
دغه قرآن ټوک مشهور نه و او نه هم خلکو لاسرسی ورته درلود، د موندل کېدو کیسه یې جالبه ده چې په کیپ ټاون کې د بي بي سي خبریال محمد علي په دې رپوټ کې راخیستې ده.
دا قرآن چا وموند؟
علي وايي، کارګرو ۸۰مو کلونو کې جومات کې د ترمیم پرمهال په کیپ ټاون کې دا قرآن په یوه کاغذي پاکټ کې د ښار د جومات – چې اوس د (اول) جومات په نامه یادېږي - په پاسنۍ خونه کې وموند.
علي وايي، امام عبدالله بن القاضي عبد السلام چې په "توان ګورو" یا (اصلي ښوونکي) مشهور و، دا قرآن کیپ ټاون ته په یوه بار وړونکې بېړۍ کې د سیاسي بندي په توګه د لېږدېدو پرمهال له خپلې حافظې لیکلی. دی په ۱۷۸۰ کال د اندونیزیا له تیدور ټاپو نه هلته د هالنډي ښکېلاکګرو پرضد د مقاومت له حرکت سره د یو ځای کېدو د سزا په بدل کې هلته استول شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی د روبن ټاپو په هغه زندان کې ساتل کېده چې د سوېلي افریقا مشر نېلسن منډېلا هم پکې ساتل شوی دی.
کارګرو یو صندوق هم موندلی چې د توان ګورو په لاس لیکل شوي مذهبي متنونه پکې ساتل شوي.
د قرآن کریم دغه ټوک په واضح عربي لیکدود په تور او سور رنګ لیکل شوی دی.
په ښار کې مسلمانان او علما د دغې قرآن نسخې پر ترتیب او تنظیم درې کاله بوخت وو؛ ځکه چې شمېرې نه وې ورکړل شوې او د یوې ارزښتناکې لرغونې ټوټې په سترګه ورته کتل کېدل.
لا هم د غه قرآن نسخه په (اول) جومات کې نندارې ته اېښودل شوې ده. دا جومات توان ګورو په هماغه کال (۱۷۹۴) جوړ کړی و چې په سوېلي افریقا کې لومړنی جومات ګڼل کېږي.
ددغې قېمتي لرغونې ټوټې د غلا ډېرې هڅې هم شوې دي، همدا وو چې د اور او مرمۍ ضد یوه پوښ کې ساتل شوې ده.
توان ګورو په عربي ژبه د (د ایمان او دین پېژندنه) په نامه یو کتاب هم لیکلی دی، چې د اسلامي عقیدې یو لارښود ګڼل کېږي، په کیپ ټاون کې مسلمانانو له دې کتابه د عقیدې زدکولو کې ۱۰۰ کاله ګټه اخیستې ده.
سوېلي افریقا ته اسلام څنګه ورسېد؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د توان ګورو ژند په سوېلي افریقا کې د مسلمانانو کیسه په لنډ ډول بیانوي.
دی د اندونیزیا ملایو ټبر له مسلمانانو و، سیاسي بندي او سوېلي افریقا ته تبعید کړل شو، ده د اسلام په خپرولو او ساتلو کې ډېرې هڅې وکړې.
اوس د کیپ ټاون د کابو ۴٫۶ میلیون نفوس نژدې پنځه سلنه وګړي مسلمانان دي.
خو اسلام لا هم په دې ګڼ ژبنیز او ګڼ عقیدتي هېواد کې له اقلیت دینونو ګڼل کېږي، هلته تر ډېره عیسویان، مسلمانان، د افریقا نور دودیز دینونه، هندوان، بودایان، بهاییان، یهودان او سیکولر او د لاردي دین پلویان اوسېږي.
په سوېلي افریقا کې د مسلمانانو شمېر تر دوو میلیونو اوړي، یعنې د ټول ټال نفوس نژدې دوه سلنه جوړوي.
هالنډ او بریتانیا په نا قصدي ډول سوېلي افریقا ته د اسلام په د ننوتلو کې لاس درلود. هلته رسېدلي مسلمانان یوه ډله کډوال وو چې هالنډ په ۱۷مه پېړۍ او د ۱۹ مې پېړۍ تر نیمايي شړلي وو، تر ډېره دوی د ختیځ هند (هالنډي) ټاپوګانو [اوسنۍ اندونیزیا] مسلمانان، یو مسلک لرونکي کسبګر، بندیان، تبعید شوي سیاسي کسان وو.
د بریتانیا په لاس دغو کډوالو د ناټال په کروندو کې د ۱۹مې پېړۍ تر نیمايي پورې کار کاوه، چې تر ۱۰ سلنه ډېر (یعنې تر ۱۷۰۰۰) زیات یې مسلمانان وو.
بیا په ۱۹۹۴ کال د توکمیز بېلتون تر پای ته رسېدو وروسته د افریقایانو د کډوالۍ څپې پیل شوې. د دوی شمېر د ۷۵ او ۱۰۰ زور ترمنځ و.

د عکس سرچینه، Youtube
د جنوبي افریقا ډېری مسلمانان سُني مذهبه دي، خو اقلیت شیعهګان هم پکې شته، چې تر ډېره کیپ ټاون کې اوسېږي، د احمدیه په شان ځینې نورې مسلمانې طایفې هم لري.
په جنوبي افریقا کې لومړنی جومات په ۱۶۶۴ کال کې د کیپ ټاون د "مالیزیایانو کلي" کې جوړ شو. اوس د دې هېواد په درو ولایتونو (کیپ ټاون، ترنسوال او ناټال) کې تر ۵۰۰ ډېر جوماتونه دي.
لسګونه اسلامي مدرسې هم پکې شته چې په شخصي هڅو جوړې شوې دي او مسلمان زدکوونکي ماښام پکې درسونه وايي، همداشان ځینې دارالحفاظونه هم شته.
د جنوبي افریقا د مسلمانانو وتلي عالم شیخ احمد دیدات په دیربان ښار کې د اسلامي دعوت یو نړیوال مرکز هم جوړ کړی.
مسلمانان د (مسلم نیوز)، (جریدة القلم)، (امت) او جمعیه) په نامه خپرنۍ هم لري.
ځینې اسلامي راډیوګانې په انګلیسي ژبه هم خپرونې لري او په هېواد کې د اسلامي شورا په نامه بنسټ د مسلمانانو چارې مخته وړي.
د سوېلي افریقا د مسلمانانو اصلیت له کوم ځایه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په هېواد کې مسلمانان پر درو ټبرونو وېشل شوي: مالایو ټبر، هندي ټبر او تورپوستي، چې په دوی کې د اندونیزیا مالاوي او هندي الاصله مسلمانان یې اکثریت (په سلو کې تر ۹۶ ډېره برخه) جوړوي.
لا هم په سوېلي افریقا کې د تور پوستو مسلمانانو نفوس د هېواد په کچ د مسلمانانو د شمېر ۳٫۵ سلنه جوړوي او د هېواد تورپوټکي وګړي بیا د ټول نفوس شاوخوا ۷۵ سلنه برخه جوړوي.
د سوېلي افریقا پارلمان کې مسلمانان تر ۲۰ ډېر وکیلان لري، چې د نا اسلامي ګوندونو له لارې یې پارلمان ته لاره موندلې ده.
په مهمو اسلامي ګوندونو کې: د افریقایي مسلمانانو ګوند او د مسلمانانو جماعت ګوند شامل دي.
په سوېلي افریقا کې په اسلامي طریقه د حیواناتو د حلالولو ځایونه هم شته، د مسلمانانو لپاره د حلالو خوړو ګڼ خوړنځي شته.
سوېلي افریقا مشهور مسلمان عالمان هم لري، چې شهرت یې نړیوالې کچې ته رسېدلی او په سر کې یې شیخ احمد دیدات راځي، چې له عیسوي مذهبي مشرانو سره یې مناظرو د نړۍ له ختیځه تر لوېدیځه ډېرې مشهورې شوې دي.











