تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه؛ د پولیسو په ګډون یې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې
د خیبر پښتونخوا له ټانک سیمې رپوټونه وايي چې هلته پر پولیسو دوه جلا بریدونه شوي دي. د اوسنیو مالوماتو له مخې، لږ تر لږه د دوو پولیسو په ګډون ۲۲ کسان په دغو بریدونو کې ژوبل شوي دي.
یو ځايي امنیتي مسول وقار احمد خان وايي، بریدګرو د پولیسو پر ګزمو په لاسي بمونو سره بریدونه کړي او وروسته د پولیسو او بریدګرو تر منځ ډزې شوې چې د دوو پولیسو په ګډون ۲۲ کسان پکې ژوبل شوي.
د ده په وینا، ژوبل شوي کسان د ټانک ولسوالۍ یا ضلع مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
که څه هم د ژوبلو کسانو د روغتیايي حالت په اړه کره مالومات لا نه دي په ډاګه شوي خو په دغه روغتون کې بېړنی حالت پلی شوی او په کلکه څارل کېږي.
ځينو ځايي رسنیو بیا لیکلي چې د پولیسو پر ګزمې د موټرسایکل سپرو بریدګرو په دغه برید کې یو ټپي شوی کس روغتون ته پر لار مړ شوی دی.
د دغو بریدونو مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
د یادولو ده چې تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په مارچ میاشت کې په ټانک ضلع کې د ملیشه ځواکونو پر مرکز برید شوی و چې مسولیت یې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي منلی و.
که څه هم په هغه برید کې پاکستاني طالبانو ملیشه ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې ور اړولو ادعا کړې وه خو د ټانک مرکزي روغتون بیا د ۶ مړو او د ۱۸ ټپیانو د ترلاسه کولو ویلي وو.
د بلوچستان په مستونګ کې برید
د بلوچستان د مستونګ سيمې ځايي مسولان وايي چې هلته د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ واکسيناتورانو پر ډلې برید شوی.
په دغه برید کې تر اوسه د یوه پولیس د وژل کېدو پخلی شوی دی.
د ځايي امنیتي مسولانو د مالوماتو له مخې پر واکسين ورکوونکو دغه برید د مستونګ ولسوالۍ په کارېز نوت سیمه کې شوی او په ترڅ کې یې د شهزاد په نوم یو پولیس وژل شوی دی.
دوی وايي، په دغه برید کې د پولیو واکسيناتورانو نورې ډلې ته کوم زیان نه دی اوښتی
د خیبر پښتونخوا په څېر بلوچستان هم په دې وروستیو کې د بېلابېلو بریدونو شاهد ایالت دی.
همدا تېره جمعه هم ډیورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان په کلاسیف الله سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز د وسله والو په برید کې د پاکستان امنیتي ځواکونو دوه سرتيري ووژل شول او درې نور ژوبل شول.
د پاکستان پوځ بیا په دغه برید کې د دوو بریدګرو د وژلو خبره کړې وه.
دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې پاکستان له سیاسي ناندریو او اقتصادي ناورین هم کړېږي.