د طالبانو دفاع سرپرست وزیر له قطري چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی

ملا یعقوب د قطر له دفاع وزیر سره لیدنه کې

د عکس سرچینه، RTA

د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د طالبانو د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت دوحه کې د قطر د دفاع له وزیر سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د طالبانو د حکومت دغه دوه جګپوړي دفاعي چارواکي دوه ورځې وړاندې د قطر ‌پلازمېنې دوحې ته د (ډیمډکس) په نامه دفاعي نندارتون په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته تللي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې ملي تلوېزیون پر اېکس (ټوېټر) لیکلي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد او قاري فصیح الدین فطرت دوحه کې د قطر له دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه سره کتلي دي.

که څه هم ددغې کتنې نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویلي،‌ ددغه وزارت سرپرست د دفاعي نندارتون په غونډه کې هم ګډون کړی او له ځینو جګپوړو قطري چارواکو سره یې کتلي دي.

دفاع وزارت ددغه دفاعي نندراتون ځینې انځورونه خپاره کړي چې سرپرست دفاع وزیر او په قطر کې د طالبانو سفیر محمد نعیم د طالبانو له یوه پلاوي سره پکې لیدل کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په "ډیمډکس" نندارتون کې د بېلابېلو نړیوالو شرکتونو لخوا، ځمکني، هوايي او سمندري نظامي وسایل او وسائط نندارې ته وړاندې شوي.

د طالبانو حکومت د دوحې په دغه دفاعي او امنیتي نندارتون کې د ګډون لپاره ددغو دوو جګپوړو دفاعي چارواکو د سفر په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.

د ۲۰۲۲ کال جولای لومړیو کې هم د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ملا محمد یعقوب مجاهد قطر ته سفر کړی و او له قطري چارواکو سره یې د طالبانو حکومت د ځواکونو د تنخاوو، یونیفورم،‌ روغتیا، د سرحدونو د ساتنې لپاره د تخنیکي وسایلو او وسایطو په اړه د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

ښاغلي مجاهد ویلي: "د پوځ د تنخاوو په اړه مو د همکارۍ غوښتنه ترې وکړه، ځکه چې قطر یو اسلامي هېواد دی. د یونیفورم جوړلو کې مو همکاري ترې وغوښته".

ملا یعقوب قطر کې

د عکس سرچینه، @Omar_Mansoor7

له ۲۰۱۳ کال راهيسې، له کله نه چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستل شو، د افغانستان په مطبوعاتو او خلکو کې دوحه ښار مشهور شوی.

خو په دنګو ودانیو مشهور دا ښار هغه وخت لا ډېر د افغانانو تر منځ یادېده چې طالبانو له امریکا سره له اوږدو مذاکراتو وروسته د ۲۰۱۹ په فبرورۍ کې د دوحې تړون لاسلیک کړ- داسې تړون چې طالبان یې د "خپلې جګړې ثمره" او مخالفان یې "د افغانستان د تاریخ توره ورځ" یادوي.‌

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته، دا مجلله کوچنۍ پلازمېنه بیا هم د افغانستان له مسایلو سره همداسې تړلې پاتې شوه.

د امریکا په ګډون ګڼو لوېدیځو دیپلوماتانو خپل ماموریتونه له کابله دوحې ته ولېږدول، امریکا او نورو ملګرو هېوادونو یې زرګونه کسان له افغانستانه لومړی دوحې او بیا خپلو هېوادونو ته ولېږدول.

د ۲۰۲۳ کال د مې په پای کې د افغانستان په اړه د دوحې لومړۍ ناسته هم همدلته جوړه شوې وه او سږ کال د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان په اړه د دوحې دویمه ناسته هم همالته وه،‌ چې طالبانو پکې ګډون ونه کړ.