د طالبانو دوه جګپوړي دفاعي چارواکي د قطر دفاعي نندارتون غونډې ته ورغلي

ملا محمد یعقوب مجاهد او قاري فصیح الدین فطرت

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، د طالبانو سرچینو قطر ته د دوی د دغو دوو جګپوړو دفاعي چارواکو د سفر په اړه‌ ډېر جزییات نه دي ورکړي
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د طالبانو د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین الدین فطرت قطر ته سفر کړی.‌

د طالبانو تر واک لاندې خبري رسنیو ویلي، ښاغلی مجاهد به له قطري چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي او د دغه هېواد د "ډیمډکس" دفاعي نندارتون په غونډه کې به هم ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت د دوحې په دغه دفاعي او امنیتي نندارتون کې د ګډون لپاره ددغو دوو جګپوړو دفاعي چارواکو د سفر په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.

د ۲۰۲۲ کال جولای لومړیو کې هم د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ملا محمد یعقوب مجاهد قطر ته سفر کړی و او له قطري چارواکو سره یې د طالبانو حکومت د ځواکونو د تنخاوو، یونیفورم،‌ روغتیا، د سرحدونو د ساتنې لپاره د تخنیکي وسایلو او وسایطو په اړه د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

ښاغلي مجاهد ویلي: "د پوځ د تنخاوو په اړه مو د همکارۍ غوښتنه ترې وکړه، ځکه چې قطر یو اسلامي هېواد دی. د یونیفورم جوړلو کې مو همکاري ترې وغوښته".

ملا محمد یعقوب مجاهد له قطر نه تر ستنېدا وروسته ویلي وو، د قطر له امیر سره خبرو کې یې پر امنیتي او ددفاع وزارت اړوندو مسلو مهمې خبرې درلودې.

قطر

د عکس سرچینه، @QatarNewsAgency

د عکس تشریح، د سږني اتم 'ډیمډکس' نندارتون او کنفرانس شعار دی (له سمندري امنیتي پولې هاخوا د راتلونکې لپاره د لارې رڼا کول) چې د مارچ پر څلورمه (د دوشنبې په ورځ) به د قطر د امیر په لاس پرانیستل شي.

د قطر خبري اژانس ویلي، ‌د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني به د دوحې نړیوال سمندري دفاع 'ډیمډکس' نندارتون او کنفرانس– چې سږ کال ورته شعار (له سمندري امنیتي پولې هاخوا د راتلونکې لپاره د لارې رڼا کول) ټاکل شوی- د دوشنبې په ورځ پرانیزي.‌

دا په خپل ډول کې د ډیمډکس اتم نندارتون دی چې د قطري سرچینو په وینا، په دفاعي او امنیتي چارو کې څه باندې ۲۰۰ نړیوال شرکتونه او ملي متخصصې څېرې به ګډون پکې وکړي.

د یاد نندارتون په اوو بېلابېلو نندارتون ځایونو کې به د وروستیو دفاعي اختراعاتو او ټیکنالوجۍ نندارې جوړې شي.

دغه دفاعي نندارتون ته د نړۍ له څه باندې ۱۱۰ هېوادونو ګډونوال رسما ور بلل شوي دي.

قطر

د عکس سرچینه، @DIMDEXQatar

د عکس تشریح، د ډیمډکس ۲۰۲۴ تنظیموونکې کمېټې د دوشنبې په ورځ د حمد بندر کې د بېلابېلو رسنیو استازي د اتو هېوادونو نهو جنګي کښتیو د رسېدو نندارې ته هم وربللي دي.

د ډیمډکس د سمبالګرې جرګګۍ او د قطر د سمندري ځواکونو مشر برید جنرال عبدالباقي صالح الانصاري وايي، "په دې پروګرام کې به موږ د ۴۰۱ ځانګړو عملیاتو د پروژو د اعلان شاهدان یو، چې د ځانګړو عملیاتو روزنیز مرکزونه هم پکې شامل دي او دا به په نړۍ کې د ځانګړو ځواکونو او د ترهګرۍ ضد واحدونو د وړتیاوو په پراختیا کې تخصص لري".

د ډیمډکس ۲۰۲۴ تنظیموونکې کمېټې د دوشنبې په ورځ د حمد بندر کې د بېلابېلو رسنیو استازي د اتو هېوادونو نهو جنګي کښتیو د رسېدو نندارې ته هم وربللي دي.

تمه کېږي چې په درې ورځني نندارتون کې به څه باندې ۲۰ زره تماشاچیان د دفاع او سمندري امنیت د متخصصینو او د نویو دفاعي تجهیزاتو، او ټیکنالوجۍ ننداره وکړي.

دوحه او له افغانستان سره یې تړاو

دوحه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته، دا مجلله کوچنۍ پلازمېنه (دوحه) بیا هم د افغانستان له مسایلو سره همداسې تړلې پاتې شوه.

له ۲۰۱۳ کال راهيسې، له کله نه چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستل شو، د افغانستان په مطبوعاتو او خلکو کې دوحه ښار مشهور شوی.

خو په دنګو ودانیو مشهور دا ښار هغه وخت لا ډېر د افغانانو تر منځ یادېده چې طالبانو له امریکا سره له اوږدو مذاکراتو وروسته د ۲۰۱۹ په فبرورۍ کې د دوحې تړون لاسلیک کړ- داسې تړون چې طالبان یې د "خپلې جګړې ثمره" او مخالفان یې "د افغانستان د تاریخ توره ورځ" یادوي.‌

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته، دا مجلله کوچنۍ پلازمېنه بیا هم د افغانستان له مسایلو سره همداسې تړلې پاتې شوه.

د امریکا په ګډون ګڼو لوېدیځو دیپلوماتانو خپل ماموریتونه له کابله دوحې ته ولېږدول، امریکا او نورو ملګرو هېوادونو یې زرګونه کسان له افغانستانه لومړی دوحې او بیا خپلو هېوادونو ته ولېږدول.

د ۲۰۲۳ کال د مې په پای کې د افغانستان په اړه د دوحې لومړۍ ناسته هم همدلته جوړه شوې وه او سږ کال د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان په اړه د دوحې دویمه ناسته هم همالته وه،‌ چې طالبانو پکې ګډون ونه کړ.