د ټرمپ اداره د امریکا غږ ډېری خبريالان له دندو ګوښه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډونلډ ټرمپ اداره پلان لري چې په فدرالي پيسو د چلېدونکي خبري رسنۍ (امریکا غږ) له ۵۰۰ ډېر کارکوونکي او خبريالان له دندو ګوښه کړي.
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا ګام د هغې تګلارې يوه وروستۍ هڅه بلل کېږي چې موخه يې د يادې رسنۍ محدودول دي. سپنې ماڼۍ پر دې رسنۍ د "افراطيت" تور لګولی دی.
د امریکا غږ لنډمهالي اجرئيوي رئيسې کري لېک ويلي چې "دا پرېکړه به د فدرالي بېوروکراسي کمه کړي، د ادارې خدمتونه به ښه شي او د امریکايي وګړو لپاره به ډېرې پيسې سپما کړي."
د امریکا غږ د کارکوونکو ټولنې نيويارک ټایمز ته په ورکړې اعلاميه کې دا ګام "غير قانوني" بللی دی.
د امریکا غږ د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال د نازيانو د تبلیغاتو سره د مبارزې لپاره رامنځته شوه او له هغه راهيسې د نړۍ په کچه په يوه مهم خپرندوی بنسټ واوښته.
امریکا غږ د نړيوالو رسنيو ادارې (يو اېس اې جي اېم) تر چتر لاندې فعاليت کوي چې د رسمي معلوماتو له مخې ټولټال ۵۳۲ دندې به يې ختمې شي. په دوی کې ډېر شمېر د امریکا غږ کارکوونکي دي چې د يوې محکمې د اسنادو له مخې له دې پرېکړې وروسته به یوازې ۱۰۸ رسمي کارکوونکي پاتې شي.
د روان کال په جون مياشت کې لېک اعلان کړی و چې ۶۳۹ تنه به له دندو ګوښه شي خو وروسته دا اعلامیه د اداري اسنادو د تېروتنو له کبله لغوه شوه او ځنیو کارکوونکو د پرېکړې پر خلاف قانوني دعوې وکړې.
دغه اوسنۍ پرېکړه يوه ورځ وروسته له هغه اعلان شوه چې يوه فدرالي قاضي حکم وکړ چې د ټرمپ ادارې د امريکا غږ د رئيس مايکل ابرامووېتس په ګوښه کولو کې قانوني پروسه نه ده تعقيب کړې. قاضي همدا راز امر کړی چې مېرمن لېک دې د وکيلانو له خوا د شاهدې په توګه وپوښتل شي.
امريکا غږ د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس ته په يوه رسمي بيان کې ويلي، "زموږ پر اداره د مېرمن لېک پرلپسې بريدونه د اندېښنې وړ ګڼو. موږ هغې شاهدۍ ته په تمه يوو، چې ايا د ادرې د منحل کولو پلان د کانګرېس له خوا د ټاکل شوې ارزونې د پروسې پر بنسټ جوړ شوی و که نه. تراوسه موږ هېڅ ډول اسناد يا شواهد نه دي موندلي او له همدې امله به د خپلو قانوني حقونو د خوندي کولو لپاره مبارزې ته دوام ورکړو."
د يادې ادارې ډېری خبريالان له مارچ مياشتې راهيسې په اداري رخصتۍ دي خو یو شمېر د فارسي ژبې کارکوونکي د ايران او اسرائيلو تر منځ د روانو شخړو له امله بېرته خپلو دندو ته ور بلل شوي دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټرمپ د ولسمشرۍ پخپله لومړۍ دوره کې هم پر امریکا غږ سختې نیوکې کولې او په دې وروستیو کې یې خپله یوه کلکه ملاتړې او ژمنه ملګرې کاري لېک د وياواې څښتن شرکت یواېساېجياېم لپاره د ځانګړې سلاکارې په توګه ټاکلې ده.
ښاغلی ټرمپ وار په وار وايي چې ډېرې رسنۍ له ده سره تعصب لري. د امریکا په عدلیه اداره کې یې د خپلې یوې وینا پر مهال سياېناېن او اېمایساېنبيسي خبري شبکې "فاسدې" وبللې.
امریکا غږ یا وياواې لومړی ځل په ۱۹۴۲ کې د نازیانو او جاپانیانو له تبلیغاتو سره د مبارزې په موخه خپرونې یا نشرات پیل کړل. لومړنۍ خپرونه یې د یوه ګډ هدف په موخه د هغه ټرانسمیټر په مرسته جوړه کړې وه چې بيبيسي امریکا ته په پور ورکړی و.
د امریکا د هغه مهال ولسمشر جرالډ فورډ په ۱۹۷۶ کال کې د وياواې عمومي منشور لاسلیک کړ چې پر مټ یې د دې ادارې خبري خپلواکي خوندي کړي.
تر ۱۹۹۴ کاله د غیر نظامي خپرونو د څارنې لپاره د خپرونو یوه ډله رامنځته شوه چې بورډ اف ګورنرز یې بلله.
په ۲۰۱۳ کال کې په قانون کې له بدلون سره امریکا غږ او ور پورې تړلو رسنیو ته په امریکا کې د خپرونو د پيلولو اجازه ورکړل شوه.











