له وچکالۍ تر نهیلۍ؛ پاکستان لخوا د ګمرکي تعرفو لوړېدو د افغانستان د مېوو صادارت اغېزمن کړي

- Author, مامون درانی
- دنده, بيبيسي
د تازه مېوې افغان سوداګر وایي د پاکستان له اړخه په ګمرکي پالیسیو کې وروستیو بدلونونو او د تعرفو څو برابره لوړېدو دوی اړ کړي چې له بڼوالو د محصولاتو پېرودل وځنډوي.
د افغانستان په تودو ولایتونو کې د بېلابېلو مېوو، په ځانګړې توګه د انګورو د ټولولو فصل پیل او یوازې درې میاشتې وخت لري.
افغان بڼوال او کروندګر له اوږدې وچکالۍ وروسته سږ کال د خپلو باغونو محصولاتو ته خوښ وو او تمه یې درلوده، چې تش جېبونه او دسترخوانونه به یې ډک شي.
محمد اسماعیل، چې د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د انګور باغ لري وايي، د څلوېښت کسیزې کورنۍ تمه یې یوازې د انګورو د بڼ محصولاتو ته ده.
خو د ده په خبره له هغه وروسته چې د پاکستان له اړخه د افغانستان پر محصولاتو مالیه لوړه شوې، د تازه میوې سوداګرو د دوی د محصولاتو له پېرلو مخ ګرځولی دی .
دی وايي "څلویښت کاله جنګونه او هر ډول مشکلات چې رامنځته شوي، د خپل اولاد د ډوډۍ [نفقي] اړوند والله که دومره وارخطا شوی وم لکه سږکال چې یم."
محمد اسماعیل زیاتوي، سږ کال حاصلات ډېر دي، خو څوک د انګورو اخيستلو لپاره نه ورځي.
"څوک د انګورو پوښتنه نه کوي، که سوداګر پوښتو چې ولې انګور نه اخلي؟ وایي نه یاست خبر چې ټکسونه لوړ شوي. موږ خپل انګور نشو لیږلی ستا د باغ پر انګورو به څه وکړو."
د پاکستان له اړخه دغه هېواد ته پر وارداتي توکو د نویو تعرفو اعلان ټیک پر داسې مهال شوی چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د کرهنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه میوو د ټولولو فصل رسېدلی دی.
د دغو محصولاتو لویه برخه په تېرو کلونو کې د پاکستان بازارونو ته صادرېده.
د کندوز ولایت اوسېدونکی سلطان محمد، چې د خټکیو پالېز لري وايي سږکال یې حاصلات زیات خو بهر ته د نه صادرېدو له کبله یې په کورنیو بازارونو کې بیي لوېدلې دي.
دی وايي "تېر کال یې یو من هندواڼه او خټکی له ۱۵۰ نیولې تر ۲۰۰ افغانیو پورې پلورل، خو سږکال ۳۰ او ۴۰ افغانیو پورې رالوېدلي دي."

هغه افغان سوداګرو چې د روانې جولای میاشتې له پیل سره یې پاکستان ته د تازه میوو صادرات پیل کړي، بيبيسي ته ویلي، د پاکستان حکومت مخکې پر ۲۵ ټنه انګور باندې څلور سوه پنځلس زره کلدارې مالیه اخیسته، خو اوس دوه میلیون کلدارو ته پورته شوې ده.
په کندهار کې د تازه میوې یو سوداګر 'هستي محمد' وایي افغان کروندګر او سوداګر لا هم د پاکستان پر بازارونو تکیه دي، ځکه نو د دغه هېواد واکمن د ده په ټکو هر هغه څه کوي چې زړه یې غواړي.
نوموړی وایي یو کارتن (جالۍ) انګور چې وزن یې ۱۳ کیلو دی، بڼ کې له ۱۵۰۰ نیولي تر ۲۰۰۰ کلدارو بیه لري، زر کلدارې پرې تر پاکستانه د لارې لګښت راځي او زر کلدارې د پاکستان ګمرکي مالیه ده چې ټولټال شاوخوا ۴۰۰۰ کلدارو ته رسیږي.
د هستي محمد په وینا "اوسمهال پاکستان کې د یو کارتن انګورو بیه له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ کلدارو پورې ده، خو موږ ته په ۴۰۰۰ تمامیږي. دلته ګټه له کومه شوه ان خپلې روپۍ هم نه پوره کوي."
نوموړی وایي پاکستان ته له مجبورۍ خپل محصولات لیږي، ځکه بدیل بازار یې نشته او نه هم د وخت واکمنو ورته د صادرېدو بدیلې لارې موندلې دي.
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی اشرف اغا، چې له کلونو راهیسې د تازه مېوې کاروبار کوي، اندېښنه ښیي چې که د بازار غم یې و نه خوړل شي او له پاکستان سره د ګمرکې تعرفې ستونزه هواره نهشي، بڼوالو ته به دروند زیان واوړي.
دی وايي "موږ انګور په افغانیو پېرلي او پاکستان کې یې په کلدارو پلورو. لومړی خو په تبادله کې زیات توپیر دی. دویم پاکستان د انګورو پر یوه موټر یو میلیون او اته سوه زره کلدارې مالیه اخلي، موږ ته پکې هېڅ هم نه پاتیږي."
له څو ورځو پرله پسې هڅو سره سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت چارواکي په دې تړاو خبرو ته حاضر نه شول.
خو د افغانستان سوداګرۍ خونه وایي اوسنۍ ستونزه د دواړو هېوادونو پر اقتصاد ناوړه اغېزه کوي.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي پاکستان د افغانستان پر محصولاتو ګمرکي تعرفه ځکه لوړه کړې چې افغانستان په ژمي کې د پاکستاني پر مېوو لوړه تعرفه لګولې وه.
دی زیاتوي "د ستونزې اساسي لاره دا ده، چې له پاکستان سره پر ځینو محصولاتو ترجیحي تعرفه جوړه کړو او دا کار باید د یوه تړون له مخې ترسره شي."
ښاغلی الکوزی وایي د دې کړنلارې له مخې موږ د پاکستان هغه کرهنیز محصولات چې دلته افغانستان کې نه کرل کېږي، له ګمرکي محصوله باسي او له پاکستان هم بالمثل ګام غواړو.

د افغانستان سوداګرۍ خونې د دغه چارواکي په وینا، پاکستان ورته ویلي چې ګمرکي تعرفو کې وروستي بدلونونه یې د پیسو نړیوال صندوق (ایاېماېف) په غوښتنه راوستي او دا چې دغه ګام یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې له ټولو هېوادونو د وارداتي توکو مالیه لوړه شوې ده.
د سوداګرۍ نړیوال سازمان د قانون له مخې غړي هېوادونه حق لري، چې د خپلو محصولاتو د ودې لپاره ترجیحي تعرفې رامنځته کړي.
خو ښاغلی الکوزی وایي دا چاره باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې هوکړې او تړون له مخې وشي.
د ده په باور همدا د ستونزې د حل یوازنۍ لاره ده.











