ایا مصنوعي ځيرکتيا اوبو رسولو ته ګواښ ده؟

د عکس سرچینه، @Google
- Author, سارا ابراهیم
- دنده, بي بي سي نړيواله څانګه
د مصنوعي ځيرکتيا یا اې ای کارول په بې سارې چټکۍ سره زياتېږي. خو دا يوه تږې ټکنالوژي ده چې د ډېرې برېښنا د کارولو له کبله د يخ ساتلو لپاره اوبو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو په وینا د نړۍ نيمايي خلک همدا اوس د اوبو له کمښت سره مخ دي چې د اقلیم بدلون او د اړتيا زياتوالي له کبله ښايي د اوبو کموالی نور هم زيات شي.
خو ايا د مصنوعي ځيرکتيا چټکه وده به دا وضعيت لا نور خراب کړي؟
مصنوعي ځيرکتيا څومره اوبه کاروي؟
د مصنوعي ځیرکتيا د يوه شرکت اوپن اې ای اجرائيه مشر سم الټمن وايي، له چټ جي پي ټي يوه پوښتنه کول د يوې څمڅې پنځلسمه برخه اوبو ته اړتيا لري.
خو د امریکا د کليفورنيا او ټېکساس پوهنتونونو څېړونکو يوه څېړنه جوتوي چې د جي پي ټي ۳ ماډل د لسو تر پنځوسو پوښتنو ځوابولو پر مهال شاوخوا نیم لېتر اوبه کاروي يعني د هر ځواب لپاره له دوو تر لسو څمڅو اوبو ته اړتيا لري.
د کارېدونکو اوبو اندازه د بېلابېلو فکتورونو له مخې بدلېږي، د بېلګې په ډول د پوښتنې ډول، د ځواب اوږدوالی، چېرته ځواب کتل شوی او کوم عوامل په پام کې نيول شوي دي.
د امریکا د څېړونکو د اټکل له مخې ۵۰۰ ملي لېتره اوبه د شاوخوا ۱۰ تر ۵۰ پوښتنو لپاره کارول کېږي، په دې کې هغه اوبه هم شاملې دي چې د برېښنا د توليد لپاره کارېږي، چې ښايي د ښاغلي الټمن په شمېرو کې دا برخه نه وي شامله. کله چې بي بي سي له اوپن اې ای وپوښتل، په دې اړه يې معلومات ور نه کړل.
اوپن اې ای وايي، چټ جي پي ټي هره ورځ يو ميليارد پوښتنې ځوابوي چې دا یو د مصنوځي ځيرکتيا له ګڼو ماشينونو څخه دی.
د امریکا څېړنه وړاندوينه کوي چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به هر کال د مصنوعي ځيرکتيا صنعت د ډنمارک د ټول هېواد له څلورو تر شپږ برابره زیاتې اوبه کاروي.
د څېړنې يو لیکوال د کليفورنيا پوهنتون پروفيسور شاولي رين وايي، "موږ چې څومره اې ای کارو، همدومره زياتې اوبه مصرفوو".
مصنوعي ځيرکتيا څرنګه اوبه کاروي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پر انلاين بڼه فعالیتونه لکه برېښنالیکونه، ويډيوګانې یا ليکنې د سترو کمپيوټرونو له لورې چې د ډېټا په مرکزونو کې نصب شوي پروسېس کېږي. ځينې مرکزونه د فوټبال د څو لوبغالو په اندازه لوی وي. دا کمپيوټرونه د برېښنا کارولو له کبله ګرمېږي. معمولا پاکې د څښاک وړ اوبه د دې سيستمونو د یخولو لپاره کارول کېږي. د کارولو لارې چارې توپير لري خو ځينې يې تر ۸۰ سلنه کارېدونکې اوبه د بخار په بڼه فضا ته تبخير کوي.
د مصنوعي ځيرکتيا کارونه د عادي انلاين فعاليتونو پرتله ډېرې محاسبې ته اړتيا لري، لکه د انځورونو او يا ويډيوګانو جوړول چې دا له عادي کارونو ډېره برېښنا کاروي.
د دې توپير کره معلومول سخت دي خو د نړيوالې انرژۍ ادارې د اټکل له مخې د چټ جي پي ټي يوه پوښتنه د ګوګل له پوښتنې نژدې لس برابره ډېره برېښنا کاروي. د دې مطلب دا چې له ډېرې برېښنا سره تودوخه هم زیاتېږي چې يخولو ته يې هم ډېره اړتيا پېښېږي.
مصنوعي ځيرکتيا کې د اوبو لګښت څومره زيات شوی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د مصنوعي ځيرکتيا لويو شرکتونو لا هم په خپلو فعاليتونو کې د اوبو کارولو کره شمېرې نه دي ورکړې خو د دوی ټولو له خوا د اوبو کارېدنه مخ په زیاتېدو ده.
ګوګل، مېټا او مایکروسافټ چې د اوپن اې ای لوی پانګوال هم دي له ۲۰۲۰ راهيسې يې د اوبو مصرف زيات شوی دی. په همدې موده کې د ګوګل له خوا د اوبو کارول نژدې دوه برابره ډېر شوي.
د نړيوالې انرژۍ ادارې په وينا د مصنوعي ځيرکتيا له زياتوالي سره تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ډېټا مرکزونو د اوبو مصرف نژدې دوه برابره زیات شي چې په دې کې د انرژۍ توليد او د چېپونو جوړولو لپاره کارېدونکې اوبه هم شاملې دي.
ګوګل وايي د دوی د ډېټا په مرکزونو کې تېر ۲۰۲۴ کال ۳۷ ميليارده لېتره اوبه راګرځول شوې چې له دې ۲۹ ميليارده لېتره "مصرف شوې" دي. اشاره يې په عمومي ډول د اوبو تبخير ته ده.
ايا د اوبو دا اندازه ډېره ده؟ دا په دې پورې اړه لري چې له څه سره يې پرتله کوو.
د ملګرو ملتونو د ورځني وړانديز شويو اوبو ۵۰ لېتره د اندازې له مخې دا اوبه د ۱.۶ ميليونه وګړو اړتیا پوره کوي.
ولې د ډېټا مرکزونه په وچو سیمو کې جوړېږي؟
په وروستيو کلونو کې په هغو سيمو کې چې د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي، لکه اروپا، لاتينه امریکا او د امریکا ځينې ايالتونه د ډېټا د مرکزونو پر ضد ولسي مخالفتونه رسنيو ته راوتلي دي.
په اسپانيا کې يوه چاپېریالي ډله چې نوم يې "ستاسي کلوډ زموږ سيند وچوي" د ډېټا مرکزونو د پراختيا پر ضد مبارزه پيل کړې.
په چېلي او يوراګوای کې چې دواړه د سختې وچکالۍ له امله کړېږي، ګوګل د خلکو د اعتراضونو له کبله د ډېټا مرکزونو پلانونه ځنډولي او يا لغوه کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اېن ټي ټي ډېټا اجرائيوي مشر ابيجيټ دوبې وايي "اوس په وچو او ګرمو سيمو کې د مرکزونو د جوړولو لېوالتيا زياته شوې ده."
دی وايي، د ځمکې د شتون، د برېښنا بنسټونو، لمريزې او بادي انرژۍ او نرمو قوانينو له کبله دا سیمې د ډېټا مرکزونو لپاره مناسبې بلل کېږي.
کارپوهان وايي چې رطوبت د زنګ وهلو سبب کېږي او د يخولو لپاره ډېرې برېښنا ته اړتيا رامنځته کوي نو له دې کبله وچې سيمې غوره ګڼل کېږي.
ګوګل، مايکروسافټ او مېټا په خپلو چاپېريالي راپورونو کې وايي چې دوی له وچو سیمو اوبه کاروي.
د دوی د وروستيو راپورونو له مخې، ګوګل وايي ۱۴ سلنه اوبه له هغو سیمو اخيستل کېږي چې د "اوبو د کمښت له لوړ خطر سره مخ" دي او ۱۴ سلنه نورې له هغو سیمو چې له "منځني خطر" سره مخ دي.
مايکروسافټ بيا وايي، ۴۶ سلنه اوبه له هغو سیمو اخيستل کېږي چې د "اوبو له فشار" سره مخ دي. مېټا بيا وايي، د دوی ۲۶ سلنه اوبه له هغو سيمو راځي چې له "لوړ او يا ډېر زيات فشار" سره مخ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د يخولو لپاره نور بدیلونه شته؟
پروفيسور رېن وايي د يخې هوا یا وچ يخولو سيستومه کارېدی شي خو دا معمولا د اوبو يخولو تر سيستم ډېره برېښنا کاروي.
مايکروسافټ، مېټا او امازون وايي دوی داسې د تړلې کړۍ سيستم جوړوي چې اوبه يا بل مايع په سيستم کې پرته له دې چې تبخير شي حرکت وکړي.
ښاغلی دوبې وايي، داسې سيستمونه به په راتلونکي کې په وچو سيمو کې ډېر اړين وي خو په وينا يې دا صنعت لا هم په لومړني پړاو کې دی.
په ځينو هېوادونو کې د ډېټا مرکزونو له تودوخې په کورونو کې کار اخيستل کېږي او يا يې په دې اړه پلاونه شته دي.
کارپوهان وايي، شرکتونه معمولا د پاکو اوبو کارولو ته لومړيتوب ورکوي ځکه دا د بکترياو د ډېرېدو، بندښت او زنګ وهولو خطر کموي.
خو ځينې شرکتونه اوس له ناپاکو اوبو لکه د سمندر اوبو يا د فابريکو له فاضله اوبو ګټله اخيستل زیاتوي.
ايا د مصنوعي ځيرکتيا ګټې چاپېريال ته د تاوان ارزښت لري؟
مصنوعي ځيرکتيا اوس هم پر ځمکه د فشار کمولو لپاره کارول کېږي.
د ملګرو ملتونو د يونيسېف د نوښتونو د څانګې مشر توماس ډاوېن وايي، اې ای کولی شي د ماشومانو لپاره په تعلیم، روغتیا او اقليمي بدلون کې "يو ستر تغير" راولي.
خو نوموړی زیاتوي چې شرکتونه باید د يو بل پر وړاندې د "اغېزمنتيا او روښانتیا" سيالي وکړي نه يوازې د "تر ټولو پياوړي ماډل جوړولو" لپاره.
دی هيله لري چې شرکتونه خپل ماډلونه داسې جوړ کړي چې هر څوک يې وکارولی شي.

د عکس سرچینه، Meta
د ټکنالوژۍ کمپنۍ څه وايي؟
ګوګل، مايکروسافټ، اې ډبليو اېس او مېټا ټول وايي چې د يخولو ټکنالوژي د ځايي شرايطو له مخې په محتاطانه توګه ټاکي.
دوی ټول هدف لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوبو په برخه کې مثبت کارونه وکړي، يعنې په ټوليز ډول له خپلو کارولو زياتې اوبه بېرته چاپېريال ته وړاندې کړي.
د دې لپاره دوی د اوبو د ساتنې يا بېرته راوستلو پروژو ملاتړ کوي لکه د ځنګلونو يا لمدو ځمکو جوړول او يا د خړوبولو نظام ښه کول.
اې ډبليو اېس وايي تراوسه ۴۱ سلنه خپل هدف ته رسېدلي. مايکروسافټ وايي، کار پرې روان دی د ګوګل او مېټا خپاره شوي معلومات ښيي چې دوی هم په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
خو ښاغلی ډاوېن وايي، موخې ته د رسېدو لپاره په ټوله کې لا هم اوږده لار پاتې ده.
اوپن اې ای وايي، دوی په جدی ډول د اوبو او انرژۍ پر اغېزمنتوب کار کوي خو پروفيسور رېن ټينګار کوي چې د صنعت له خوا منظمه او معياري راپور ورکول اړين دي.











