د روژې میاشتې لیدو پر سر ناندرۍ: پاکستاني پولیس د هغه سړي نیولو هڅه کوي چې ''علماوو ته یې سپکاوی کړی''

پاکستان روژې میاشت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې ډېره کله د روژې میاشت لیدو کې ناندرۍ پېښیږي.

د پاکستان خیبر پښتونخوا کې ځايي پولیس د هغه سړي نیولو هڅې کوي، چې د دوی په وینا "د دیني علماوو لپاره یې نامناسبه ژبه کارولې" ده.

ویل کېږي، چې دې سړي د روژې میاشتې رسېدو اعلان نه کولو له کبله پر دیني علماوو نیوکې کړې او په دې هکله یې یوه ویډیو پر خواله رسنیو خپره کړې وه. د دغه کس خلاف د بنو سیمې یوه اوسېدونکي مولانا عبدالغفار له لوري پولیسو ته شکایت شوی دی.

مولانا عبدالغفار په خپل شکایت کې ادعا کړې، چې دې شخص په یوه ویډیويي کلېپ کې پاکستاني علماوو ته ''بدرد ویلي او کنځلي یې دي.''

په رپوټ کې لیکل شوي، چې دې سړي په خپل ویډیويي کلېپ کې ادعا کوله، چې د روژې میاشت یې لېدلې، ''دی فکر کوي، چې د دوو ورځو ده، خو علماوو خلک د یوې ورځې له روژې نیولو منع کړي وو.''

ځايي پولیسو بیا د الیکترونیکي جرمونو ځايي قانون د ۱۱مې مادې له مخې د دې سړي پر ضد قضیه ثبت کړې ده. د دې قانون ۱۱مه ماده له کرکې د ډکو موادو خپرولو مخنیوي اړوند ده.

د بنو سیټي سیمې پولیسو مرکز مشر ظهیر خان د بي بي سي خبریال عزیزالله خان ته په دې هکله ویلي چې پولیس د دې سړي د نیولو لپاره لټون کوي، خو تر اوسه پورې یې په نیولو نه دي بریالي شوي.

نوموړی وايي، دې سړي د علماوو پر ضد ناوړه ژبه کارولې او له همدې کبله د ده پر ضد قضیه ثبت شوې ده.

روژې میاشت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روژې میاشتې لیدو لپاره په ډېرو اسلامي هیوادونو کې ځانګړې ډلګۍ ګومارل کېږي.

د یادونې ده چې د روژې میاشتې لیدو لپاره د پاکستان (مرکزي رویت هلال کمېټۍ) غونډه د فبرورۍ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا په پېښور کې وشوه، او د مارچ دویمه ورځ د روژې میاشتې لومړۍ ورځې په توګه اعلان شوه.

د دې کمېټې مشر مولانا عبدالخبیر وویل، چې په ټول پاکستان کې چا د روژې میاشتې لیدو شاهدي نه ده ورکړې، ځکه نو د مارچ پر دویمه (یکشنبه) به په پاکستان کې د روژې میاشتې لومړۍ ورځ وي.

د دې کمېټې په غونډه کې د پاکستاني دیني علماوو تر څنګ د هواپېژندنې ادارې مسوولینو هم برخه درلوده. د دې ادارې مسوولینو هم ویلي و، چې د فبرورۍ پر ۲۸مه په پاکستان کې د روژې میاشتې لیدل کېدو احتمال نه شته.