بشپړه سپوږمۍ: افسانې، دودونه او جشنونه

د انګلستان ګالسټونبري تورکې بشپړه سپوږمۍ راپورته کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د انګلستان ګالسټونبري تورکې بشپړه سپوږمۍ راپورته کېږي
    • Author, جیریمي هوویل
    • دنده, بي‌بي‌سي نړیوال سروېس

بشپړه سپوږمۍ شاوخوا هرو ۲۹ ورځو کې راځي، کله چې د لمر وړانګې د ځمکې له شا مستقیما پر سپوږمۍ لګېږي او د هغې ټول مخ روښانه کړي.

د جمعې شپې سپوږمۍ به د څلورو پرله‌پسې "سوپر سپوږمیو" وروستۍ وي، هغه وخت چې سپوږمۍ شاوخوا ۱۴٪ لویه او ۳۰٪ روښانه ښکاري.

دغه سوپر سپوږمۍ یوازې درې یا څلور ځلې په کال کې پېښېږي او تل پرله‌پسې راڅرګندېږي.

بشپړې سپوږمۍ د نړۍ په کلتورونو او دودونو جوړولو کې مهم رول لوبولی دی. په دې راپور کې، موږ یې اسماني پېښې سره تړلې ځینې افسانې، پېښې او معنا ته کتنه کوو.

زموږ نیکونو ته د بشپړې سپوږمۍ اهمیت څه و؟

بروکسل کې د ایشینګو هډوکي یوه لویه نښه، چېرې چې اصلي ټوټه په میوزیم کې ښودل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بروکسل کې د ایشینګو هډوکي یوه لویه نښه، چېرې چې اصلي ټوټه په میوزیم کې ښودل شوې

د سپوږمۍ منظم پړاوونه – د هغې زیاتوالی او کمښت – له لرغونو وختونو راهیسې د وخت د مالومولو لپاره کارېدلي دي.

د 'ایشینګو' هډوکی، چې په ۱۹۵۷ کال کې اوسني کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې وموندل شو، شاوخوا ۲۰,۰۰۰ کلن لرغونی ګڼل کېږي. دا هډوکی، چې ښایي د 'ببون' (پخوانۍ نړۍ یو ډول بیزو) د پښې هډوکی وي، د تقویم یوه لومړنۍ بڼه ګڼل کېږي.

دغه هډوکی، چې یوه بلجیمي ځمک‌پېژندونکي وموند، ځانګړي نښې لري– ځینې یې د رڼو دایرو، تیارو دایرو یا نیمه دایرو په بڼه دي. د هارورډ پوهنتون لرغون‌پوه الکساندر مارشاک وړاندیز وکړ چې دا نښې ممکن د سپوږمۍ بېلابېل پړاوونه وښيي او ښایي دغه هډوکی د شپږ میاشتني قمري تقویم/جنترۍ په توګه کارول شوی وي.

د محصولاتو سپوږمۍ هغه بشپړه سپوږمۍ ته ویل کېږي چې د مني د برابرو (د سپټمبر په پای یا د اکتوبر په پیل کې) ته نژدې راځي.

په دې وخت کې، سپوږمۍ ژر له لمر لوېدو وروسته خېژي، چې دې کار بزګرانو ته فرصت ورکاوه خپل حاصلات د سپوږمۍ په رڼا کې د شپې تر ناوخته راټول کړي. البته، نن سبا ډېری خلک له برېښنايي څراغونو ګټه اخلي.

په بشپړه سپوږمۍ کې کوم جشنونه شوي؟

د چوسوک پرمهال کوریایان د حاصلاتو لپاره مننه کوي او د خپلو پلرونو درناوی کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چوسوک پرمهال کوریایان د حاصلاتو لپاره مننه کوي او د خپلو پلرونو درناوی کوي

په چین کې، د منځني مني جشن (ژونګچیو جي، چې د سپوږمۍ جشن هم بلل کېږي) د حاصلاتو اخیستو سپوږمۍ په ورځ لمانځل کېږي او عمومي رخصتي وي. دا جشن شاوخوا ۳,۰۰۰ کاله پخوانی دی او په دودیز ډول د ډېرو حاصلاتو د تمې لپاره جوړېده.

په ورته ډول، په کوریا کې 'چوسوک' جشن یو درې ورځنی مراسم دي چې د حاصل له سپوږمۍ سره سمون خوري. کورنۍ سره راټولېږي، د حاصلاتو لمانځنه کوي او خپلو نیکونو ته درناوی وړاندې کوي.

په هندي کلتور کې، د بشپړې سپوږمۍ ورځې، چې 'پورنیما' بلل کېږي، له روژې نیولو او دعاګانو سره لمانځل کېږي. 'کارتیک پورنیما' د نومبر په میاشت کې ترسره کېږي، چې د هندوانو په تقویم کې تر ټولو مقدسه میاشت ده. دا د لارډ 'شیوا' د 'دیو تروپوراسورا' د ماتې او د وېشنو د لومړۍ بڼې 'متسیا' د څرګندېدو ورځ لمانځي. په دې مراسمو کې سېندونو کې لمبېدل او د خاورینو څراغونو بلول شامل دي.

په بالي کې د پورناما په ورځ، خلک خدایانو او دیویانو ته نذرانې وړاندې کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بالي کې د پورناما په ورځ، خلک خدایانو او دیویانو ته نذرانې وړاندې کوي

بودایان باور لري چې بودا ۲,۵۰۰ کاله مخکې د بشپړې سپوږمۍ په ورځ زیږېدلی و. هغوی دا باور هم لري چې هغه له بشپړې سپوږمۍ لاندې روښانتیا‌ ترلاسه کړه او د همدې سپوږمۍ په شپه ومړ. دا پېښې د بودا 'پورنیما' په نوم لمانځل کېږي، چې معمولاً د اپرېل یا مې په بشپړه سپوږمۍ کې ترسره کېږي.

په شري‌لنکا کې، د هرې میاشتې بشپړه سپوږمۍ یوه عمومي رخصتي وي چې 'پویا' بلل کېږي، په دې ورځ د الکولو او غوښې پلورل منع دي.

په بالي کې، د بشپړې سپوږمۍ ورځ 'پورنَما' په نوم لمانځل کېږي. باور دی چې په دې ورځ 'خدایان' او الهې ځمکې ته راکوزېږي او خپل برکتونه ورکوي. دا د دعا، مقدسو نذرونو وړاندې کولو او په باغونو کې د مېوه لرونکو ونو د کرلو وخت دی.

مسلمانان هڅول کېږي چې د بشپړې سپوږمۍ په ورځو کې درې ورځې روژه ونیسي. دې ورځو ته 'سپینې ورځې' یا 'الایام البیض' ویل کېږي. ویل کېږي چې پیغمبر محمد ﷺ په دې ورځو کې د شپې د تیارو د رڼا کولو لپاره د الله تعالی شکر ادا کولو په موخه روژه نیوله.

په عیسویت کې، 'ایسټر' له پسرلني اعتدال وروسته د لومړۍ بشپړې سپوږمۍ په تعقیب، په لومړۍ یکشنبه لمانځل کېږي.

په مکسیکو او ځینو نورو لاتیني امریکايي هېوادونو کې د اصلي امریکایي کلتور د "سپوږمۍ نڅا" بیا احیا شوې ده. په دې جشن کې، ښځې د بشپړې سپوږمۍ پر مهال سره راټولېږي، نڅا کوي او درې ورځې اوږده مذهبي مراسم ترسره کوي.

د بشپړې سپوږمۍ په اړه افسانې او کیسې څه دي؟

د ویروولف یا لېوه کېدو افسانه په عصري وختونو کې دوام لري، د ویروولف آف لندن په څېر د ویرولوف فلمونو څخه مننه چې په ۱۹۳۵ کې خپور شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ویروولف یا لېوه کېدو افسانه په عصري وختونو کې دوام لري، د ویروولف آف لندن په څېر د ویرولوف فلم څخه مننه چې په ۱۹۳۵ کې خپور شو.

په اروپا کې، له لرغونو وختونو راهیسې دا باور موجود و چې بشپړه سپوږمۍ ځینې خلک لېونتوب ته اړباسي. د (Lunacy) کلمه له لاتیني "Luna" اخیستل شوې، چې د سپوږمۍ لپاره کارول کېږي.

هغه باور چې بشپړه سپوږمۍ د نه کنټرولېدونکي چلن سبب ګرځي، د "لېوه‌توب" افسانې ته لاره هواره کړه – داسې انسانان چې په بشپړه سپوږمۍ کې په لا ارادي ډول پر لېوانو اوړي او د بشپړې سپومۍ په شپو خپله ټولنه وېروي.

له میلاد وړاندې څلورمه پېړۍ کې، یوناني تاریخپوه هیروډوټس د 'نیوري' په نوم د 'سکایتیانو' د یوه ټبر یادونه کړې (چې اوس د روسیې برخه ده) او ویلي یې دي چې هغوی هر کال څو ورځې په لېوانو بدلېدل.

په اروپا کې، د ۱۵مې او ۱۷مې پېړیو ترمنځ یو شمېر کسان د ویرولفانو په توګه محاکمه شول.

یو له تر ټولو بدنامو قضیو د جرمني د یوه ځمکوال پیټر سټوب (یا سټمپ) په اړه وه چې په ۱۵۸۹ کال کې پېښه شوه. سیمه‌ییزو ښکارچیانو ادعا وکړه چې دوی پیټر له لېوه څخه انسان ته بدل شوی لیدلی دی. وروسته له دې چې پیټر شکنجه شو، هغه ومنله د جادو یو کمربند یې درلود چې له دې لارې ځان لېوه ته واړوي او بالاخره خلک یې ښکار کول او ځورول.

بشپړه سپوږمۍ څنګه پر ورځني ژوند اغېز کوي؟

څېړنې وايي موږ د بشپړې سپوږمۍ پرمهال لږ خوب کوو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړنې وايي موږ د بشپړې سپوږمۍ پرمهال لږ خوب کوو

ځینې خلک باور لري چې بشپړه سپوږمۍ ستاسو خوب ته زیان رسوي.

څېړنې ښيي چې د بشپړې سپوږمۍ په شاوخوا کې یا په هغه ورځ، خلک ډېر ویدېږي، لږ وخت ژور خوب کوي، کمه موده خوب کوي او په سیستم کې یې د ملاتونین هورمون کچه ټیټه وي – هغه هورمون چې خوب کې مرسته کوي.

هغو کسانو چې په دې څېړنو کې برخه اخیستې وه راپور ورکړی هغوی کم رضایت‌بخښونکی خوب درلود ان که دوی په تړل شوو خونو کې ویده شوي ول، چېرې چې د سپوږمۍ رڼا به دوی بیدار نه ساتل.

ډېرو باغوانانو د بشپړې سپوږمۍ په وخت کې تخمونه او جوانې کرلې (لکه څنګه چې د بالي استوګن د بشپړې سپوږمۍ (پورنما) پرمهال داسې کوي) په دې باور چې سپوږمۍ د خاورو کیفیت ښه کوي.

کله چې بشپړه سپوږمۍ وي، د سپوږمۍ جاذبه د ځمکې یوې خوا ته کشوي، په داسې حال کې چې د لمر جاذبه بلې خوا ته کشوي. دا یوازې د سمندرونو له غبرګون سره مرسته نه کوي، بلکې باور دا دی چې دا د ځمکې د سطحې پر لور نور رطوبت هم راکشوي.

د یوه تحقیق له مخې چې په ۲۰۰۰ کال کې د بریتانیا بریډفورډ کې ترسره شوی، په بشپړه سپوږمۍ کې حیوانات زیاتې خولې لګوي.

دغه څېړنه ښيي چې د ۱۹۹۷ او ۱۹۹۹ کلونو ترمنځ، له حیواني ټپونو سره روغتون ته د راتلونکو ناروغانو شمېر د بشپړې سپوږمۍ شاوخوا ورځو کې په پام وړ ډول زیات شوی و.

له نېکه‌مرغه، د ویرولفانو (یا لېوه‌شویو انسانانو) لخوا هېڅ ډول برید نه دی ثبت شوی.