د روژې په میاشت کې څه وخورئ او د څه له خوړلو ډډه وشي

روژه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روژه د اسلام له پنځو بناوو یوه ده

په ټوله نړۍ کې میلیونونه مسلمانان د روژې مبارکې میاشتې د پیل په درشل کې دي، چې د اسلامي کلیز یوه له سپېڅلو میاشتو ده.

دا د هغه وخت نښه ده کله چې د اسلام پر ستر پیغمبر سپېڅلی کتاب قرآن کریم نازل شو.

روژه یوه میاشت وي او د اسلام له پنځو ستنو یوه ده او هغه عبادت دی چې ټول په شرایطو برابر مسلمانان یې باید ترسره کولو کې هڅه وکړي.

د روژې په بهیر کې، مسلمانان پېشلمی خواړه خوري، چې د سهار له اذانه مخکې وي.

د روژې په میاشت کې روژه تیان له پېشلمي تر روژه ماتي هېڅ شی نه خوري او نه څښي.

روژه یوازې هغه کسان نیسي چې د روغتیا خاوندان وي، ناروغان، هغه ماشومان چې بلوغ ته نه وي رسېدلي، مېندواره، شیدې ورکوونکې یا هم په حیض کې مېرمنې او مساپر ترې مستثنی ګڼل کېږي.

ځینې خلکو ته ښايي روژه اسانه ښکاره شي، خو د ځینو نورو لپاره دا یوه ننګونه کېدی شي، ځکه لوږه او تنده یې ځينې وخت سخته وي، په تېره اوږدو ورځو کې.

د لوږې او تندې د ليرې کولو او د روژې میاشتې په اوږدو کې د مرستې لپاره کوم ډول خوړو ته اړتیا ده؟

په پېشلمي کې څه وخورئ؟

په ټوله کې پېشلمی د روژې د ورځې لپاره چمتووالی دی او د ورځې په اوږدو کې د اشتها کمولو لپاره د سمو خوړو خوړل مهم دي.

د تغذیې چارو کار پوه عصمت تامر وايي: "په روژه میاشتې کې، د ورځې په اوږدو کې ستاسو د بدن اړتیا وړ انرژۍ او مغذي موادو د پوره کولو لپاره، تاسو باید پروټین لرونکي، کاربوهایډریټ، ویټامینونو او د منرالونو بډایه خواړه وخورئ او باید ډاډ ترلاسه کړئ چې کافي اوبه مو څښلې."

روژه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې خلکو ته ښايي روژه اسانه ښکاره شي، خو د ځینو نورو لپاره دا یوه ننګونه کېدی شي

هغه د سپکې، صحي او مړوونکې ناشتې سپارښتنه کوي.

"تاسو په پېشلمي کې د لبنیاتو له محصولات او تازه سبزي لکه پنیر، هګۍ، روميان او بادرنګ خوړلی شئ. سربېره پردې، تاسو تل د سبزیو له ښورا یا سوپ چې په زیتون غوړو کې پاخه شوي وي او مېوو خوند اخیستی شئ."

د تغذیې متخصصه برېجټ بېلم وايي، په پېشلمي کې پېچلي کاربوهایډرېټونه د خوړلو لپاره ښه دي، په ځانګړي توګه غلې دانې، ځکه د دې انرژۍ ورو مصرفېدل له تاسو سره مرسته کوي، چې د ورځې په اوږدو کې وږي نه شئ.

هغه وايي، "ځينې غلې لکه اوربشې، سبسو لرونکې غلې دانې او ډوډۍ او حبوبات د پېشلمي لپاره غوره دي."

ځینې څېړنې ښیي چې د لوبیا او نخودو په څېر فایبري خواړه ستاسو د مړښت احساس تر ۳۰ سلنې لوړولی شي.

بنلام د مالګینو خوړلو په اړه خبرداری ورکوي، "تاسو باید مایعات هم وڅښئ چې تر روژې مخکې مو د بدن اوبه پوره شي."

"مالګین خواړه تاسو تږي کوي او د یوې اوږدې ورځې په اوږدو کې مخکې له هغه چې تاسې بیا اوبه وڅښئ دا وروستي څه دي، چې تاسو یې باید ورسره مقابله وکړئ."

په پېشلمي کې د کافیین له څښاک ډډه کول د تندې مخنیوي لپاره هم مهم دي او دا مشوره ورکول کېږي چې د روژه ماتي او پېشلمي ترمنځ شاوخوا دوه تر درې لېټره اوبه وڅښئ، چې د روژې په اوږدو کې مو د بدن اوبه پوره یا هایډریټ پاتې شئ.

په روژه ماتي کې څه وخورو؟

عموما سپارښتنه کېږي چې د روژې ماتولو پر مهال عموما ډېر مایعات او هغه خواړه وخورئ چې د انرژۍ لپاره طبیعي خواږه ولري، ښايي خورما، هغه چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له وخت راهیسې د روژې ماتولو لپاره کارول کېږي.

د تغذیې متخصصه برېجټ بنلام وايي، "خورما او اوبه، د روژې ماتولو لپاره غوره انتخابونه دي. دا خواړه تاسو ته انرژي درکوي او د بدن اوبه مو پوره کوي."

هغه وايي، "ښوروا یا سوپ هم د روژې د ماتولو لپاره ښه شی دی، خو چې دا لوبیا، دال، نخود او سبزیجاتو په څېر شیان ولري."

"تر اوږدې ورځې نه خوراک وروسته تاسو نه غواړئ چې درنو او بډایه خوړو پیل وکړئ ځکه د هغو په خوړولو ښايي تاسو د ستړيا او سستۍ ناوړه احساس کړي."

روژه

د عکس سرچینه، Getty Images

په بېلابېلو فرهنګونو کې تر روژه ماتي وروسته، د خوراکونو مختلف دودونه شته، خو د خوراک وختونه او پړاوونه یې تر ډېره یو شان دي.

تاسو باید ډاډ ترلاسه کړئ، هغه خواړه چې تاسو یې په روژه ماتي کې خورئ د نشایسته لرونکي خوړو توازن چمتو کوي، لکه غلې دانې، د فایبر بډایه سبزیجات او مېوه‎ې، لبنیات او د پروټین بډایه خواړه لکه غوښه، کب، هګۍ او لوبیا. دا هم سپارښتنه کېږي چې تاسو د ډېرو خوږو خواړو د خوړلو له غوښتنې سره مقاومت وکړئ، چې ښايي د وزن زیاتوالي لامل شي.

د تغذیې ځینې تغذیه پوهان دا وړاندیز هم کوي، چې روژه ماتی پر دوو برخو ووېشئ، ځکه دا کار د وینې ګلوکوز د لوړې کچې په اداره کولو کې مرسته کوي او همدارنګه د سوء هاضمې خطر کموي.

ایا روژه ستاسو د روغتیا لپاره ښه ده؟

دا ثابته شوې چې په عمومي توګه روژه نیول روغتیايي ګټې لري او وزن کمولو لپاره په یوه مشهوره لار بدله شوې.

نظر دا دی، یو ځل چې ستاسو بدن زېرمه شوی شکر وکاروي، د غوړو په سوځولو پیل کوي او وزن کمېدل ورسره پیلېږي، چې د میټابولیک بدلون په نوم پېژندل کېږي.

روژه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تغذیې کار پوهه برېجټ بنلام وايي، که تاسو په روژه ماتي کې ډېر وخورئ نو ښايي تاسو په حقیقت کې چاغ شئ.

څېړنو ښودلې هغه روغتیایي ګټې چې د وقفه‌یي روژې له لارې ترلاسه کېدی شي په هغو کې: د وینې فشار او کولیسټرول کنټرول، په ټولیز ډول پاړسوب کمول، د انسولین پر وړاندې غوره غبرګونونه او پر دویم ډول شکر ناروغۍ د خته کېدو کمېدل شامل دي.

د روژې میاشتې روژه د وقفه یي روژې نژدې ټولې ځانګړتیاوې لري.

د امریکایي کلینیکي تغذیې ژورنال کې یوه وروستۍ خپره شوې څېړنه ښيي، روژې د سږو، کولمو او سینې سرطان خطرونه د پام وړ کم کړي دي.

د تغذیې کار پوهه برېجټ بنلام وايي، په عمومي ډول خلک د روژې په میاشت کې شاوخوا یو کیلوګرام وزن له لاسه ورکوي، خو د احتیاط یوه خبره هم لري: که تاسو په روژه ماتي کې ډېر وخورئ نو ښايي تاسو په حقیقت کې چاغ شئ.

"د انسانانو په توګه موږ طبیعي لېوالتیا لرو چې ډېر وخورو. څومره چې موږ ته رنګارنګ خواړه وړاندې کېږي، هومره ډېر خورو، ريښتیا، پر دسترخوان مخې ته د کاسو ډکول یې یوه غوره بېلګه ده."

"تاسو اړ نه یاست هر هغه څه وخورئ چې تاسو ته وړاندې کېږي. نو غوره اوسئ او ورو ورو یې وخورئ."