د غزې جګړه: 'موږ ژوندي یو، خو همدا نن ښايي ووژل شو'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اتهار شلابي
- دنده, بي بي سي- عربي
فاطمه د غزې د شمالي سیمې جبالیه اوسېدونکې ده، ټوله کورنۍ یې ۳۰ کسان دي او پر دسترخوان یې له څو ټوټې وچې ډوډۍ او له خړو اوبو ډکو څو پیالو پرته هیڅ نه شته.
دا سیمه له هغه وروسته ډېره ویجاړه شوې، چې اسرائیلي ځواکونو د اکتوبر پنځمه په کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل.
فاطمه د څښاک اوبو لپاره ایله دوې بوشکې لري، چې د ټولې کورنۍ لپاره به په سختۍ سره ښايي څو ورځې بس شي. د اسرائیل د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې په دې سیمه کې د بمونو او توغندیو ټوټې الوځي، چې د فاطمې د کورنۍ هغه ټولې بوشکې یې سورۍ کړې، چې دوی به د کور پر بام اوبه پکې ساتلې. ۳۷ کلنې فاطمې بي بي سي ته وویل: "ان تشناب ته تګ هم یوه سخته ستونزه ده. د تشناب کاغذ پر ځای د ټوکرانو ټوټې کاروو".
فاطمه زیاتوي، که بخت یاري ورسره وکړي، نو په دوو اونیو کې یو ځل د ځان وینځلو لپاره بوینې اوبه مومي. دا وايي:
"د سبا په هکله به څه ووایم، زه او دلته په شمال کې ټول خلک د سبا په هکله نه فکر کولای شو او نه هم کوم پلان لرو. موږ یوازې د نن په هکله فکر کوو، چې ایا ژوندي به پاتې شو او که نه همدا نن به مو د ژوند وروستۍ ورځ وي."
دا د غزې په شمال کې یوازې د فاطمې وېره نه ده، بلکې د دغه ځای نژدې ټول اوسېدونکي له هغه وروسته چې اسرائیلي ځواکونو وویل، د حماس وسله والو د بیا یو ځای کېدو مخنیوي لپاره ځمکني عملیات پیلوي، له همدې وېرې سره ژوند کوي. د علمیاتو له پیل دوې ورځې وروسته اسرائیلي ځواکونو د هوا له لارې داسې پاڼې خپرې کړې، چې پکې د سیمې خلکو ته امر شوی و، چې له کورونو او مېشت ځایونو ووځي او د غزې سویل پر لوري لاړ شي.
په ټول کې د جګړې له پیله د غزې په شمال کې ځکه بشري وضعیت خورا ناوړه دی، چې دارو-درمل او خواړه پکې کم دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
فاطمه وایي، له کله چې په دې سیمه کې پوځي عملیات پیل شوي، وضعیت لاپسې خراب شوی دی. دا وايي: "موږ د جګړې تر ټول له سخت پړاوه تېرېږو، تاوتریخوالی تر پخوا زیات شوی او خطرونه هم ورسره ډېر شوي دي. اسرائیلي ځواکونه پر موږ له خپل ټول زور سره فشار ډېروي، چې کورونه پرېږدو. زه خو د جګړې دا پړاو د مرګ او ژوند تر منځ پړاو بولم."
د اکتوبر ۱۲مه د اسرائیلي پوځ ویندوی اویچای اداريي پر خواله رسنۍ اېکس یو پیغام خپور کړ، چې یوه نقشه هم ورسره وه. په دې پیغام کې د ډي-۵ سیمې له اوسېدونکو غوښتل شوي وو، چې د سویل پر لور ووځي. په دې سیمه کې د غزې شمال کې د جباله کډوالو کمپ، جبالیه البلد او النزاله سیمې شاملې دي.
فاطمې او د دې کورنۍ له وتلو ډډه وکړه. دا وايي:
"موږ ځکه نه یو وتلي، چې د ورتګ لپاره هېڅ خوندي ځای نه وینو. دوی د غزې تړانګې هره برخه په نښه کوي. موږ به د دې پر ځای چې بل ځای کې وژل کېږو، په خپل کور او خپل ټاټوبي کې مرګ ته چمتو واوسو."
فاطمې د غزې په شمال کې د وضعیت بیانولو لپاره بي بي سي ته څو غږیز پیغامونه لېږلي دي. دا په یوه پیغام کې وايي: "مخابراتي شبکې ډېری وخت کار نه کوي، ځکه نو موږ نه پوهېږو، چې هغه خلک چې موږ یې پېژنو په خپلو کورونو کې ژوندي پاتې دي او که وژل شوي دي."
فاطمه د مخابراتي سګنالونو لپاره په سیمه کې یو – بل لور ګرځي او وايي، په لارو کوڅو کې یوازې د جګړې وراني، ویجاړي ویني. دې بي بي سي ته وویل: "په لارو کوڅو کې د ورانو، ویجاړو ودانیو تر څنګ له یوه بل لوري د ورستو شویو جسدونو بویونه راځي."
امبولانسونه او د مدني دفاع کسان د غزې په شمال کې هغو ځایونو ته نه شي رسېدلای، چې اسرائیلي ځواکونو پرې بمبارۍ کړې دي. فاطمه زیاتوي، "ان انسان په دې نه پوهېږي، چې دا بویونه د څه شي دي؟ ځکه ټول سره ګډوډ دي، د ډېرانونو بویونه شته، د چټلو اوبو بویونه شته، د انسانانو او حیواناتو د جسدونو بویونه شته او د خاورو، دوړو او لوګیو بویونه هم پکې شته."

د غزې په شمال کې د یوې بلې سیمې بیت الاهیا وضعیت هم همداسې دی. دغه ښارګوټي یو وخت ګڼ شمېر پارکونه، ونې او بوټي درلودل، خو اوس یوه خړه، پړه دښته ښکاري، ځکه هر لور ته د بمباریو له کبله د ورانو، ویجاړو ودانیو انبارونه پراته دي. د سیمې ښاروالۍ د اکتوبر پر ۳۰مه رسماً ښار (بحران ځپلی) وباله.
د دې سیمې یوه ټپي شوي اوسېدونکي صدیق السلطان بي بي سي ته وویل، تر څو ورځو پورې یې په هغو ښوونځیو کې لمبې لیدلې، چې زرګونو بې ځایه شویو خلکو د پناه ځایونو په توګه کارول. ده چې د العوده روغتون په یوه بستر پروت و، وویل، د روغتون له کړکۍ یې د اور لمبې لیدې چې پورته کېدې او د چاودنو غږونه داسې درانه وو، چې غوږونه یې کڼول.
د فاطمې مور او ورور په یوه ودانۍ کې مېشت وو، چې بمبار شوه او دواړه پکې ووژل شول. ورور یې ایمان په لومړي سر کې ټپي و، خو هېڅ امبولانس یې مرستې ته و نه رسېد او وروسته یې ساه ورکړه.
د غزې په شمال کې الاضوا، اندونیزیايي او کمال عدوان روغتونونه دي، چې د جګړې له سختېدو وروسته یو هم فعال نه دی پاتې.
اسرائیلي ځواکونه تور پورې کوي، چې حماس وسله وال له روغتونونو د بریدونو پلانولو مرکزونو په توګه کار اخلي او دوی له همدې کبله پر روغتونونو هم بریدونه کوي. اسرائیلي ځواکونو په دا وروستیو کې یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې وايي، "په کمال عدوان روغتون کې د حماس ترهګرو یوه کلک سنګر پر ضد عملیات بشپړ شول".
دوی زیاتوي: "د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره اقدامات وشول، له روغتونه د خلکو ایستلو لپاره انتظام وشو" او ادعا کوي چې په دې ځای کې "وسلې، پیسې او د حماس اړوند اسناد وموندل شول".

د عکس سرچینه، Getty Images
فلسطینیان په دې باور دي، چې اسرائیل غواړي د غزې په شمال کې د خپل هغه پلان یوه برخه عملي کړي، چې (جنرال پلان) یې بولي او د اسرائیلي رسنیو د رپوټونو له مخې پخوانیو اسرائیلي پوځي مشرانو وړاندیز کړی و.
د دوی په اند د دې پلان هدف دا دی، چې شمالي غزه په یوه (تړلي پوځي زون) بدله شي، چې په دې سیمه کې د حماس حضور مخه ونیول شي. که داسې کېږي، دا به د غزې په شمال کې د پاتې خلکو بې ځایه کېدو لامل شي، چې اوسمهال یې د اټکل له مخې شمېر له ۱۰۰ زره کسانو هم کم یادېږي.
اسرائیلي چارواکو په ورته مهال ویلي، دوی د هغو استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته، چې د دوی په وینا حماس یو ځل بیا دلته خپل وسله وال ټولوي، پرلپسې په دغه سیمه کې پوځي فعالیتونه کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو څانګې بیا د هغو پوځي عملیاتو څرنګوالي په هکله اندېښنه څرګنده کړې، چې اسرائیلي ځواکونه یې د غزې په شمال کې کوي.
د اکتوبر پر ۲۵ مه په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو څانګې مشر ولکر تورک وویل، "اسرائیلي ځواکونه د سیمې پر ټولو خلکو بمبارۍ کوي، کلابند کړي یې دي او له لوږې سره یې مخامخوي".

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د وضعیت کره څرنګوالي په هکله څه ویل ګران دي، ځکه اسرائیلي ځواکونه د بي بي سي په ګډون هېڅ یوې خپلواکې رسنۍ ته اجازه نه ورکوي، چې د خبري پوښښ لپاره سیمې ته خبریالان واستوي.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو په وینا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې چې حماس وسله والو پر اسرائیل بریدونه وکړل، په غزه کې ۱۳۰ خبریالان وژل شوي دي.
په غزې تړانګه کې د عامې روغتیا مسوولین وايي، د دې جګړې له پیل تر اوسه له ۴۳ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۰۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي. په دې جګړه کې تر ۱۰ زرو پورې کسان بې درکه دي او داسې باور کېږي، چې وژل شوي دي او مړي یې د ویجاړو ودانیو تر خاورو او خځلو لاندې پراته دي.






