مصر په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز کړی؛ لبنان کې "هوايي بريدونو ۲۱ تنه وژلي"

د عکس سرچینه، EPA
راپورونه وايي، اسرائيلو د لبنان جنوبي سيمو کې کلک هوايي بريدونه کړي دي. د دغه هېواد د روغتيا وزارت د يکشنبې ماښام وويل چې د اسرائيلو بريدونه کې ۲۱ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د لبنان د روغتيا وزارت خبر ورکړی چې د صيدا ښار ته څېرمه په يوه سيمه کې ۹ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان دي. د دغه راپور له مخې په عين بعال سيمه کې څلور روغتیايی کارکوونکي وژل شوي او د برج الشمالي سيمه کې د پنځو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د يوه ښوونځي پر ودانۍ چې د بېځايه شويو وګړو لپاره د پناځای په توګه کارول کېده د اسرائيلو بريد کې د څو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
په غزه کې د فلسطین د ملکي دفاع اداره چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، په ټېلېګرام خپاره کړي يوه پيغام کې ويلي، د بريد د قربانيانو لټون دوام لري او تراوسه د يوې نجلۍ په ګډون د څو تنو جسدونه موندل شوي دي.
د فلسطين خبري اژانس وفا او ريټرز په وينا په وژل شويو کسانو کې دری سيمه يیز خبريالان هم شامل دي.
د اسرائیلو پوځ وايي، د برید په اړه پلټنې کوي.
په همدې حال د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي وايي هېواد يې په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز کړی چې په هغو کې د يو شمېر فلسطيني بنديانو په بدل کې د څلورو اسرائیلي يرغمل شويو تبادله هم شامله ده.
اسرائيلو او حماس تر دې مهاله دغه وړانديز ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو رويټرز خبري اژانس وايي، ښاغلي سيسي په پلازمېنه قاهره کې له خپل الجزايري سيال سره د يوې خبرې غونډې پرمهال ويلي چې د دوه ورځني اوربند له پلي کېدو لس ورځې وروسته به د اوږده اوربند لپاره خبرې اترې پيل شي.

د عکس سرچینه، Reuters
تېرې دوې ورځې تر ډېره د ایران پر پوځي تاسیساتو د اسرائیلو پراخو هوايي بریدونو او دغو بریدونو ته د ايران د احتمالي ځواب په اړه خبرونه خپرېدل.
د ایران مذهبي مشر ایتالله خامنه له برید وروسته لومړنۍ وینا کې ویلي، "دوه شپې وړاندې د صهیونیستي رژیم شرارت باید نه ډېر لوی او نه هم کوچنی وګڼل شي."
ښاغلي خامنه يي دا هم ویلي چې "باید دوښمن ته د ایران توان، وړتیا او زموږ د ملت نوښت او اراده ور وښودل شي."
د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بيا ویلي، هوايي بریدونو یې د ایران دفاعي او توغندیزو وړتیاوو ته سخت زیانونه رسولي او ټولو موخو ته رسېدلي دي.
په همدې مهال ټاکل شوې چې د امنيت شورا نن دوشنبې (۲۸ اوکټوبر) پر ايران د اسرائیلو د بريد د څېړلو لپاره غونډه ترسره کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په یوه لیک کې پر ایران د اسرائیلو د برید په اړه د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې تهران د اسرائیلو د برید د ځواب ویلو حق لري.








