ځوان روغتون ته یوه مړه ښځه لېږدوله، خو نه پوهېده چې مور یې ده

غزه

د عکس سرچینه، Social Media

    • Author, مروه جمال
    • دنده, (غزه نن) پروګرام - بي بي سي عربي

عبدالعزیز محمد البردیني، چې د فلسطین له سرې میاشتې سره یو طبي مرستندوی په توګه کار کوي، کله چې هغه د خپل بشردوستانه ماموریت د ترسره کولو لپاره ګهیځ ووت، خو نه پوهېده چې خپل ژوند کې به هغه له یوه تر ټولو سخت تصادف سره مخامخېږي.

کیسه هغه مهال پیل شوه کله چې محمد د المغازي له کمپه دوی ته د بشردوستانه مرستې غوښتلو تیلیفون راغی، درې دقیقې وروسته د سرې میاشتې عمله د ټپیانو او مړو د ایستلو لپاره کمپ ته ورسېده. په مرستندویانو کې ۲۶ کلن طبي مرستندوی عبدالعزیز البردیني و چې دی او د هغه کورنۍ هم د دې کمپ استوګن دي.

دغه ځوان مرسته کوونکی په خپله مرکه کې د (غزه نن) خپرونې سره چې په بي‌بي‌سي کې خپره شوې وویل: "ما د یوه لس کلن ماشوم د جدي ټپي کېدو په ګډون درې ټپیان وروړل، خو زه حیران وم او خلک زما مخې ته پراته وو. یو مړی پکې و چې په اړه یې وویل شو دا شهیده شوې ده، هغه مې هم راسره واخیسته، ومې کتله چې رښتیا هم مړه شوې او که نه، خو زه پر سخت ټپي شوي ماشوم ډېر بوخت شوم، چې وضعیت یې خطرناک و او د بدن د ننه خونریزي یې لرله او وینې یې استفراق کولې، زما هدف دا و چې څومره ژر ممکنه وي روغتون ته یې ورسوم."

هغه زیاته کړه: "کله چې موږ روغتون ته ورسیدو، ما ژر تر ژره ماشوم پاملرنې ته ولېږداوه، کله چې ډاډمن هغه اړینه طبي پاملرنه کېږي، زه د مېرمنې جسد ته راستون شوم او هغه یې هم د جدي پاملرنې څانګې ته لېږدوله او له نوکریوال ډاکټر مې وغوښتل چې ایا رښتیا هم مړه ده او که نه، هغه راته کړل چې مړه شوې ده، که څه هم ما د مړې شوې ښځې مخ وکوت، خو ومې نه پېژندله او ډاکټر ته مې وویل د کورنۍ خو یې څوک نه پېژنم، بیا ډاکتر دویم ځل وکتله، مرمۍ یې په سترګه لګېدلې وه او سر یې مات و، چې د خونریزۍ له کبله یې سملاسي سا ورکړې وه."

نوموړی زیاتوي: "بېرته هغې ته راستون شوم چې په نښو یې ځان پوه کړم څوک ده، ناڅاپه پوه شوم چې دا خو زما مور ده، سخت ټکان مې وخوړ او هېڅ د منلو نه وه، څو دقیقې کاملا چوپ او جام پاتې شوم، له ځانه سره مې ویل دا زما مور کېدای نه شي، کوم بل څوک به وي، اوس به یو څوک راشي او راته وبه وايي چې دا د هغه مور یا خور ده،‌ نه نه داسې نه شي کېدای چې دا زما مور وي، خو حقیقت له دې انکاره ډېر روښانه وو، اړ شوم چې د مړو ساتنځي ته یې ولېږدوم، ګورم چې زما طبي مرستندویان همکاران راغلل او رانه ویې پوښتل چې دا څوک ده؟‌ ورته ومې ویل "والله دا خو زما مور ده او ما نه پېژندله."

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

البردیني په ډاګه کړه چې هغه د پېښې په ځای کې د هغې د معاینې په وخت کې د خپلې مور جسد نه و پېژندلی؛ ځکه چې د پردۍ ښځې ډېر لټول یې نه غوښتل. هغه نه غوښتل حجاب ترې لیرې کړي او مخ یې لوڅ کړي.‌ ده وویل: "ما له هغې سره داسې چلن وکړ لکه هغه چې شهیده وي او بس، ضروري نه نه ده چې زه د هغې مخ لوڅ کړم، هغه مې پخپله څوکۍ کې واچوله. "

ده چې کله وروستی ځل هغه ولیده،‌ په اړه یې وویل:‌ "د هغې د شهادت په ورځ ګهیځ راویښ شوم، هغې یوه پیاله چای له سنډویچ سره راته چمتو کاوه، هغې زما سره وعده وکړه او ویې ویل: "خدای پامان زما ګرانه، خدای دې چارې اسانه کړه!.''

دی وايي تر دې پېښې مخکې يې د خپلو څلورو نژدې ملګرو جسدونه په بمبارۍ کې له خپلو يو شمېر خپلوانو سره هم لېږدول، خو لومړى ډېر نژدې خپلوان یې نه وو.

هغه خپلې خبرې په داسې حال کې پای ته ورسولې چې یو لیک یې لاس کې نیولی و او د اوربند او د غزې پر خلکو یې د زړه سوي او له مرګ او ورکېدا د ژغورنې غوښتنه پکې کوله.‌

عبدالعزیز محمد البردیني یو ۲۶ کلن ځوان طبي مرستندوی دی چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د خپل پلار د هیلې ترسره کولو پخاطر د فلسطین له سرې میاشتې سره بشردوستانه کارونو کې مرسته کوي.