لسګونه کډوال د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې مړه او لا درکه شوي

يمن

د عکس سرچینه، Getty Images

يوه کښتۍ چې شاوخوا ۱۵۰ کډوال په کې سپاره وو، د يمن له ساحل سره څېرمه د خراب موسم له کبله ډوبه شوې چې له امله يې له ۷۶ کسانو خپل ژوند بایللی.

پېښه د يکشنبې په ورځ شوې ده.

د کډوالو نړيوالې ادارې د يمن مشر بي بي سي ته ويلي، پېښه د يمن جنوبي ولايت ابين په ساحلي سيمو کې شوې او تراوسه د ۷۶ تنو مړي موندل شوي دي.

دی زياتوي، ۱۲ تنه ژغورل شوي خو لسګونه نور لا هم لادرکه دي.

د کډوالو د نړيوالې ادارې په وينا ډېری قربانيان د ايتوبيا اوسېدونکی دی. يادې ادارې دغه پېښه يوه "دردونکې فاجعه" بللې ده.

د کډوالو نړيواله اداره اټکل کوي چې په دې وروستيو مياشتو کې په سلګونو کډوال د کښتيو ډوبېدو له کبله مړه او يا هم ورک شوي دي.

د يادې ادارې د مشر عبدالستور ايسويف په وينا په ډوبه شوې کښتۍ کې ۱۵۷ کډوال سپاره وو.

د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې د ۵۴ کډوالو مړي په مانفر سيمه کې موندل شوي او د ۱۴ نورو مړي مرکز زنجبار کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کډوالو نړيوالې ادارې يوه وياند د دې پېښې له کبله خواشيني څرګنده کړې او ويلې يې دي،"موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د قانوني کډوالۍ لارې پراخې کړي، تر څو خلک د دې پر ځای چې د قاچاقبرانو ښکار شي او له خطرناکو لارو خپل ژوند وګواښي له قانوني لارو سفر وکړي".

يو شمېر افريقايي کډوال په خلیج هېوادونو کې د کار په لټه له دغې سيمې تېرېږي.

په ۲۰۲۴ ميلادي کال کې له ۶۰ زرو زیات کډوال له دې لارې یمن ته رسېدلي وو.

د کډوالو نړيوالې ادارې د شمېرو له مخې په تېرو لسو کلونو کې يوازې د دې لارې په اوږدو کې له ۳۴۰۰ ډېر کسان مړ او يا لاردکه شوي چې له دې ډلې ۱۴۰۰ تنو د ډوبېدو له کبله خپل ژوند بايللی دی.